ننګرهار کې د طبعي منرالونو او نفتي کانونو زېرمې موندل شوي

عزم(سه شنبه، ۳۰، مرغومی ۱۳۹۹): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ په برکاشکوټ سربند دښته کې د کار کولو پر مهال د طبعي منرالونو او نفتي کانونو زېرمو علایم موندل شوي دي.

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو او پټرولیم مسلکي پلاوی سیمې ته تللی او د خاورې او ډبرو نمونې یې اخیستي دي، چې په مرکز کې یې معاینات ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې، دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې د رغنیزو چارو پر مهال د طبعي منرالونو او نفتي کانونو زېرمې موندل کېږي.

که چېرته په دغه سیمه کې یاد طبعي منرالونه د مسلکي پلاوي له لوري وپېژندل شي، وروسته به یې استخراج کړي.

د هېواد په ګڼو سیمو کې لا هم سلګونه طبعي زېرمې د بېلابېلو لاملونو له مخې نه دي سپړل شوي او یا د زورواکو له لوري په نامسلکي ډول استخراجېږي، چې ګټه یې د حکومت د خزانې پر ځای د زورواکو جېبونو ته ځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button