شنې خونې؛ هلمند د سبو له اړخه پر ځان بسیا کوي

عزم(چهارشنبه،۰۱، سلواغه ۱۳۹۹): د هلمند د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د نورو کرنیزو توکو سربېره په پراخه کچه سابه هم کرل کېږي، چې د شنو خونو له پلوه دغه ولایت پر ځان بسیا کوي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي، هلمند په سوېل کې د تودې هوا لرونکی دی، چې د سبو له مخې ډېر مشهور دی او د شنو خونو د جوړېدو له بركته اوس بزګران د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولی شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او د دې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادرې کړي.

د الکو په خبره، د مرکز لښکرګاه په ګډون په ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې یې د بزګرانو لپاره ۱۶۶شنې خونې جوړې کړي، چې ورسره د سبو کرکېله هم ډېره شوې ده. «تېر وخت به یې یوازې د ګرمۍ موسم کې سابه په بازارونو کې موندل، اوس یې  د کال هر فصل کې خوړلی شي.»

دی وايي، د شنو خونو له برکته اوس د هلمند اوسېدونکي د رومي بانجانو او بادرنګو له کمښت سره نه مخ کېږي او د کال په ټولو فصلونو کې یې ترلاسه کولی شي.

نوموړی زیاتوي، په تېرو کلونو کې د ژمي په موسم کې سابه له بهره واردېدل، خو اوس د شنو خونو له برکته بهرني سابه نه واردېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې پرمختیايي پروژې له لارې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه شنې خونې جوړې کړي، چې بزګران پکې سابه او ترکاري کري او په ښه بیه یې پلوري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button