کندوز کې د املولو سږني حاصلات ۱۰۰ټنو ته رسېدلي

عزم(چهارشنبه،۰۱، سلواغه ۱۳۹۹): د کندوز د کرنې ریاست وايي، په دې وروستیو کې په کندوز کې د املوکو کرکېله ډېره شوې ده.

د کندوز د کرنې رییس عبدالهادي قرلق وايي، په کندوز کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املوکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره هر کال زیاتېږي.

د قرلق په خبره، په کندوز کې په څه باندې ۳۰۰جریبه ځمکه د املوکو بڼونه جوړ شوي، چې سږني حاصلات یې هم ۱۰۰ټنو ته رسېدلي دي.

دی وايي، د کندوز په ټولو ولسوالیو کې د املوکو بڼونه جوړ شوي؛ خو د مرکز په ګډون د امام صاحب، دښت ارچي، قلعه ذال، کلباد او چهار درې ولسوالیو کې د املوکو بڼونه ډېر دي.

د کندوز د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې دوه ډوله املوک کرل کېږي او دواړه ډولونو یې ښه پایله هم ورکړې ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې د کندوز سربېره په هلمند، ننګرهار، لغمان، کندهار او ګڼو نورو ولایتونو کې د ژېړو املوکو کرکېله ډېره شوې ده، چې هر کال ترې سلګونه ټنه حاصلات راټولېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: