طالبان: له ملي بودیجې د ارګ د چارواکو بیساری چورچپاول د زغم او منلو وړ نه دی

عزم(چهارشنبه،۱سلواغه ۱۳۹۹):طالبانو په خپله اوونیزه سرمقاله کې هغو افشا شویو راپورونو باندې اندیښنه څرګنده کړې چې ویل کیږي له ملي بودیجې څخه د ارګ د چارواکو بیساري لګښتونه، د بودیجې چور چپاول لامل جوړ شوی او ویلي یې دي چې «دا د ارګ د چارواکو په خورا ستر خیانت، بې حسۍ، ناځوانۍ او له ولس څخه په پردیتوب دلالت کوي.»

په داسې حال کې چې د هیواد ولسونه له سختو اقتصادي مشکلاتو کړیږي؛ طالبانو خبرداری ورکړی چې د ارګ د چارواکو د دسترخوان میلیاردیز مصارف په هیڅ منطق د “زغم وړ نه دي” او په وینا یې چې « دا حالت نه کوم دیني، اخلاقي او قانوني معیار ایجابوي او نه هم وجدانا د منلو وړ دي. نو ځکه باید حتما دغه وضعیت تغیر ومومي»

طالبانو پر نړیوالو غږ کړی چې له افغان ولس سره په روان “ظلم” جدي غور وکړي او زیاته کړې یې ده چې« تر څو به څو تنه اجنبي لوټماران د یوه بشپړ ملت شتمنۍ لوټوي او د ملت په بده ورځ به خپل د عیش او عشرت هوسونه اشباعوي.»

سرمقاله وایي، له دې وضعیت څخه یو ځل بیا دا خبره د لمر غوندې روښانه کیږي چې د کابل ادارې چارواکي د افغان ولس په اړه د خواخوږۍ او صله رحمۍ هیڅ احساس نه لري چې په خبره یې، «د کابل چارواکي په عاطفي لحاظ له هغو هیوادونو سره تړلي له کومو چې راغلي دي. دوی زموږ هیواد او ولس ته د ولجې په نظر ګوري نو ځکه ملي شتمنۍ درګرده لوټوي، بهرنیو بانکونونو ته یې لیږي، مزې او عیشونه ورباندې کوي او په خپل دې عمل هیڅ باک او د شرم احساس هم نه کوي.»

په داسې حال کې چې د را تلونکي کال د بودیجې په اړه د کابل حکومت د بیلابیلو ادارو تر منځ جنجال د دې لامل شوی چې د ملي بودیجې او بیت المال د بې ځایه مصرف او لوټمارۍ په اړه حیرانوونکي شواهد رسنیو ته درز وکړي؛ په تړاو یې طالبانو څرګنده کړې ده چې «په هیواد کې کاملا یو طبقاتي سیستم رامنځته شوی دی. چې یو بې احساس، اجنبي او ناځوانه اقلیت چې د اقتدار منصب یې اشغال کړی، د ولس د هډوکي شپيلوي او په ملي شتمنیو عیشونه کوي.»
د خپرو شویو مالوماتو له مخې د ارګ چارواکي په میلیاردونو افغانۍ هر کال د هغو ځانګړو حسابونو له لارې مصرفوي چې د حساب او کتاب درک یې نشته او پر لوړو معاشونو سربیره په میلیونونو پیسې د دسترخوان په رنګارنګۍ، بیلابیلو خوراکونو، سیاحتي سفرونو او نورو بې بندوباره کړنو لګول کیږي.

وروستي افشا شوي اسناد ښیي چې د ارګ د چارو ادارې “اداره امور” لخوا له یوه شرکت سره ددغه ریاست د کارکونکو لپاره د مستو او چکې د پیرلو لپاره د ۱۵میلیونه او ۸۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت قراداد شوی دی

بلخوا بیا ولسي جرګه وایي، دغې ادارې “اداره امور” د سبزیجاتو او ۱۷ډوله غوښې د پیرلو لپاره د ۳۰میلیون ډالرو په ارزښت قراداد کړی دی.
ولسي جرګې ویلي چې حکومت په هیڅ ډول نه حاضریږي د ۹۱ او ۹۲کوډونو تر نامه لاندې وهل شویو میلیاردونو پیسو حساب او کتاب ورکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button