د اسلامي نظام په اړه د مریضانو علاج

یو نفر د اسلامي نظام په عنوان ليکنه کړې وه، پکې يې کوشش کړی و چې دين له دنيا بيل کړي، ﷲ ﷻ او پيغمبر له ټولو دنياوي چارو بي تفاوته وښيې او په دنيا کې د انسان نظام د انسان واک, ځواک او خوښې ته سپارل شوی ثابت کړي…
دا چې استدلال ته يې ديني رنګ ورکړی و، يو ملګري يې ليکنه راوليږله چې په اړه يې تبصره وکړم…
يوڅه مې ورباندي وليکل, له تاسو سره يې هم شريکوو.
هغه ليکوال ته د “مشکك” نوم ورکوو.

مشكك ليکي چې:

• “که د اسلامي نظام له غوښتونکو پوښتنه وسي چي اسلامي نظام یاني څه؟ دوی وايي، اسلامي نظام دا مانا چي حدود نافذ وي، اسلامي امیر موجود وي، د اساسي قانون پر ځای د خدای قانون د عمل وړ وي، له کفارو سره اړیکې غوڅې وي، د کفارو خلاف جهاد روان وي، خلګ په دولتي کچه له بدو منع او ښو ته را بلل کېږي.
که پر لومړۍ خبره فکر وکړو، نو دوی د یوه ناوړه کار د اسبابو د درک پر ځای د هغه کار سزا ته خوشاله وي. د دوی په اند لاس غوڅول د شریعت هدف دی، خو دې ته فکر نه کوي چي لاس پرې کول د جرم د مخنیوي په خاطر و، نه د یوې شرعي موخې په توګه. لومړی بايد د جرم عوامل له منځه یووړل سي، اسباب يې درک سي او که د دې ټولو سربېره چا جرم وکړ، د سزا وړ دی.”.

● د دغو خبرو په تړاو به ووايو چې مومنانو ته لومړی د جرم اسباب په ګوته شوي دي وروسته يې د له منځه وړلو لپاره پوره نظام ورکړ شوی دی او په ياد نظام کې د مجرم لپاره سزا هم مشخصه ده؛

مومنانو ته ويل شوي دي چې حاکم او حکومت مو بايد د مال او پيسو په اساس نه وي، سود او سودي نظام بايد نه وي، سرمايه دار بايد د خالق او رازق مرتبه ونه لري، فقير بايد تر ابده فقير نه وي، د غريبانو سرنويشت بايد د مالدارو په لاس کې نه وي…
کنه نو غريبان به د مساوات ترلاسه کولو لپاره جرمونو ته لاس کړي او بيابه يې هيڅوک او هيڅ قانون تنظيم نشي کړلای.

مومنانو ته فرمايل شوي دي چې حکومت بايد د خلکو سرمايې هم غصب نکړي, بايد د خلکو جايدادونه په زور دولتي نه کړي، داسي چې هرڅه د حکومت شي او بيا هرچاته د هغوی له خوا )قوت لاموت( ورکول کيږي، نور نو خلک خپل مال او خپلو ګټلو ته له ليري ګوري.

مومنانو ته ويل شوي دي که ياد نظامونه برپا شي نو خلک به مجبوريت احساس کړي چې خپل ملکيتونه او يا اقلاً د خپلي خوښي يوڅه ترلاسه کړي; جرمونه به وکړي او نظم به ګډوډ شي, داسي ګډوډ چې هيڅوک به يې د تنظيم قدرت نه لري، يواځي زندانونه به يې د حل لاره ګڼل کيږي!!!
حال دا چې کله اسلامي حقيقي نظام پلی و, له الفه تر يا اسلامي نظام, نو هغه وخت په ټوله اسلامي نړۍ کې زندان په نشت حساب و. اوس چې د اسلامي نړۍ حالت خراب دی دا د اسلامي نظام مشکل نه دی، بلکي د اسلامي نظام په مقابل کې د مخربينو او تخريبي هڅو نتيجه ده…

مومنانو ته د دغو دواړو حالتونو ترمنځ حالت )وسطيت( په ګوته شوی دی، اسلامي نظام ورکړل شوی دی، داسي نظام چې نه سودي کاروبار ته اجازه ورکوي او نه له خلکو مکمل ملکيتونه اخلي؛
اسلامي نظام چاته اجازه نه ورکوي چې نور تر سودي قرضونو لاندي کړي او ژوند يې ټول له کړاونو سره, د سودي زيادت په پريکولو تير شي بالآخره اصلي قرض قبر ته يوسي…

په اسلامي نظام کې ويل شوي دي چې مه سود کوئ او مه هرڅه دولت ته تسليموئ; بلکي په کال کې يوځل د خپلو پيسو او پسونو څلويښتمه, د خپلو پنځو اوښانو پرسر يو پسه, د کروندو د حاصلاتو لسمه يا شلمه او… حکومت ته وسپارئ ترڅو يې حکومت په غریبانو وويشي…
په دي سره به نه د ملکيت خاوند جرم ته هڅول شوی وي او نه به فقيران دومره وږي پاته شوي وي چې جرمونه وکړي, بلکي هرڅوک به خپل کار کوي او د جرم اسباب به له منځه تللي وي….
ځکه خو مومنان هڅه کوي چې غربي او شرقي نظامونه له خپل غولي پاک کړي او ځای يې اسلامي نظام ته ورکړي.

مشکك بيا ليکلي دي:

• “رسول الله خلګو ته داسي توصیه کوي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «تَعَافُّوا الْحُدُودَ فِيمَا بَيْنَكُمْ، فَمَا بَلَغَنِي مِنْ حَدٍّ فَقَدْ وَجَبَ» (سنن ابي داؤد: ۴۳۷۶.
له دې حدیثه ښکاري چي پر خلګو د حدودو له جاري کولو بايد تر خپله وسه ډډه وسي.”

● ورته دي وويل شي چې اجتهاد ځانګړي شرايط لري، تاسي په هغه حالت کې نه ياست، تاسي يواځي عبارت النص وفهموئ نو ښاغلي به ياست, له تاسو استخراج څه غواړي!
حديث به څنګه له حدودو ډډه کولو ته دعوت ورکوي حال دا چې ﷲ ﷻ په قران کې د حدودو په نفاذ ټينګار کوي؛
ٱلزَّانِيَةُ وَٱلزَّانِى فَٱجْلِدُوا۟ كُلَّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا مِا۟ئَةَ جَلْدَةٍ ۖ  وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِى دِينِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْأَخِرِ ۖ  وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآئِفَةٌ مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢﴾ النُّور-٢٤

ژباړه: زنا كاره ښځه او زنا كار سړی، له دواړو څخه هر يو سل دُرى ووهئ. او پر دوى باندي د زړه سوي احساس دي د الله د دين په باب په تاسي کي نه پاريږي كه تاسي پر الله تعالٰى او د اخرت په ورځ باندي ايمان لرئ. همدا راز هغو ته د سزا وركولو په وخت کښي دي د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي.

له حدودو ډډه کول او يوبل ته د بښنې توصيه فرق لري، حدود د ﷲ ﷻ حق او د حاکم مسوليت دی هيڅکله ورنه ډډه نشي کولی. اما بنده ته له خپل حق نه د تيريدلو حق ورکړل شوی، چې قضيه قاضي ته ونه رسوي او بښنه وکړي. د بنده له خوا بښنه او د حاکم له خوا د حدودو تعطيل بيل مفهومونه دي!.

مشکك پسي ليکي:

• “که خلګو تر خپل منځ ستونزې سره حل کولې، د حدودو اړتیا نه‌سته. حد له خپلو ټولو شرایطو سره که امیر ته خبره ورسېده، د نفاذ وړ دی…”.

● ورته وايو چې د خلکو خپل منځ کې ستونځي حل کول. او د خلکو له خوا داسي نظام جوړول چې د حدودو مخه ونيسي ډير تفاوت سره لري؛ خلکو که ستونځي حل کولې اسلامي نظام يې مخه نه نيسي اما که خلکو دغسي قضيه حکومت ته پيش کړه بيا نو حدود “د نفاذ وړ” نه، بلکي واجبيږي؛ هيڅوک او حتی رسول الله ﷺ هم د دې صلاحيت نه لرل چې حدود يې تعطيل کړي وای; په قسم سره يې ويل چې که “د محمد )ﷺ( لور فاطمه غلا وکړي نو خپله به لاس ورنه غوڅ کړي”. متفق عليه.

يواځي قران نه, بلکي تورات او انجیل کې هم د حدودو او قصاص په اړه جدي سپارښتنه شوې وه;
ﷲ ﷻ فرمايې:

وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفْسَ بِٱلنَّفْسِ وَٱلْعَيْنَ بِٱلْعَيْنِ وَٱلْأَنفَ بِٱلْأَنفِ وَٱلْأُذُنَ بِٱلْأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ  فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُۥ ۚ  وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٤٥﴾ المَائدة-٥

ژباړه: په تورات کښي موږ پر يهوديانو دا حكم ليكلى ؤ چي د نفس په بدل کښي نفس، د سترګي په بدل کښي سترګه، د پوزې په بدل کښي پوزه، د غوږ په بدل کښي غوږ، د غاښ په بدل کښي غاښ، او د ټولو زخمونو لپاره برابره بدله ده. نو كه څوك قصاص صدقه کړي، هغه د هغه لپاره كفاره ده. او كوم خلك چي د الله د نازل کړي قانون سره سمه فېصله ونه کړي، هماغوى ظالمان دي.

خو د هغو امتونو دينپوهانو د ديني سپارښتنو د تحریف او تخريب په بدل څه پيسې ترلاسه کړې او هرڅه يې د سرمايه دارانو له خوښي سره سم وسکڼل;
ﷲ ﷻ يې په اړه فرمايي :
ٱشْتَرَوْا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦٓ ۚ  إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٩﴾ التوبَة-٩
ژباړه: هغوى د الله پر آيتونو لږ پیسې اخستي دي؛ نو د هغه له لارې یې (خلک) ګرځولي، بېشكه هغه څه ډېر بد دي چې كوي یې.
ګټ مټ هغسي غداري د مسلمان په جامه کې هم ځیني کوي؛ خو د قراني ارشاداتو ساتنه ﷲ ﷻ تضمين کړې ده; د دوی هرڅه به عبث ځي…

مشكك بيا ليکلي دي :

• “قَالَ عُمَرُ: «لَا يُقْطَعُ فِي عِذْقٍ وَلَا عَامِ السَّنَةِ»(مصنف ابن ابي شیبه: ۲۸۵۸۶)
ژباړه: عمر رض ویلي: د خورما پر تنه یا ښاخ کي د پاتې خورما له امله او په وچکالي کي دي لاس نه پرې کېږي.”

● ورته وايو چې د خورما پاتي شوني د غلا نصاب ته نه رسيږي ځکه خو حد ورباندي نه راځي، اوس يې هم په غلا کولو څوک د لاس پريکولو قايل نه دي!
او که په وچکالي کې څوک د خپل ژوند ساتلو لپاره غلا وکړي له هغوی نه اسلامي نظام خپله حد ساقط کړی دی، دا خبره په چا پوري مه تړئ;
ﷲ ﷻ فرمايې :
” ٱلْيَوْمَ يَئِسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِ ۚ  ٱلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلْإِسْلَـٰمَ دِينًا ۚ  فَمَنِ ٱضْطُرَّ فِى مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ ۙ  فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٣﴾ المَائدة-٥
ژباړه: نن كافران ستاسي د دين له خوا پوره ناهيلي شويدي، نو تاسي مه ځني وېرېږئ، بلکي زما څخه ووېرېږئ. نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ. (له دې كبله د حلالو او حرامو كوم بنديزونه چي پر تاسي لګول شويدي، د هغو مراعات وکړئ.) البته څوك چي له لوږي څخه اړ وګرځي او له هغو څخه څه شى وخوري، بې له دې چي د ګناه خوا ته یې میلان وي، نو بېشكه چي الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

د شريعت دغه حکم باندي هرمومن قايل دی؛ هيڅوک په هغې غلا باندي حد نه لازموي چې د ژوند د بچ کولو په سبب ترسره شوې وي, بلکي يواځي دا ورباندي لازميږي چې د قدرت موندلو په وخت کې بايد د مال مالک ته خپل حق بيرته ورسوي…

دلته خبره د وږيو د غلا نه ده، او نه غريبان دومره بختور دي چې تاسي غوندي خلک يې په حق کې ځانونه ستړي کړي او غلا ورته معاف کړي
په جمهوري او نورو کفري نظامونو کې غريبانو ته خپلې د لاس تڼاکې هم نه دي معاف, په مختلفو نومونو يې ورنه ګروي; له نړيوالو يې سودي قرضونه وکړل ټول يې غلا کړل، د غرب او عرب هيوادونو کې يې بنګلې او کاروبارونه ورباندي جوړ کړل… خو پريکول به يې د غريبانو له څرمنو وي..!!
ستاسو اشتها ده چې دغه مليونران غله هم بايد له حدودو معاف شي! ولي چې عمر فاروق د ورستو خرماو په غلا باندي لاس نه پريکول!!
هغه هم بايد معاف شي چې د کال 23 مليونه روپۍ يواځي د دفتر په نوم د خلګو له پوستكو وباسي!! حال دا چې په هیواد کې هيڅکاره ده.
جمهوري حکومت د غريبانو او وږيو خلکو له موبایل نه 10% کريډټ اخلي او بيا يې هغوی ته بښي چې په ارګ کې نصب شوي دي، ځکه چې په ارګ کې ميشت خلګ وچکالي ځپلي دي له لوږي مري! عمر فاروق ورنه حدود هم ساقط کړي و!!!
حقيقت دادی چې په جمهوريت “قحط الحياء” مسلطه ده؛ ليږ ذره شرم دي غلا کړي, په قحطي کې حد معاف وي!!

مشکك بيا ليکي:

• “دغه کسان په هغو وروسته پاته ټولنو کي د اسلامي نظام چیغې وهي چي خلګ يې له لوږې مړه کېږي.”

● ورته وايو چې هو, يو وخت د اسلامي نظام چيغي هغوی وهلې چې په نسونو پوري يې له لوږي ډبري تړلې وي، هغوی چې د نورو نظامونو له خوا ورباندي هر اړخيز بنديزونه و او له لوږي يې د ونو پاڼې او د اوښانو وچي شوې څرمنې خوړلې. هغوی هم د اسلامي نظام چيغې وهلې چې خپلو خلکو له کورونو ويستلو ته مجبور کړي و او په پرديو هیوادونو کې د مهاجرو په حيث اوسيده…
د اسلامي نظام د چيغې هغه وخت هم شرق او غرب مخالفت کاوه, اوس هم د هغوی وارثان د دې مخالفت لپاره ګڼ شمير اجيران لري ترڅو د اسلامي نظام د بيا راتلو مخه ډب کړي;
ځکه اسلامي نظام د ليوانو اورميږونه او د چغالانو لاسونه غوڅوي….

مشکك دا وار په اصلي بڼه راځي؛ د زړه حال وايې او په ښکاره په قران کريم باندي تور لګوي، هغه ليکي:

• “د اسلامي نظام او اسلامي امیر اصطلاحات هم د دين او شریعت په نصوصو کي نه‌سته. قران‌کریم هيڅ پيغمبر ته د شرعي سلطان، شرعي امیر، شرعي خلیفه او شرعي نظام د ورکړې یادونه نه ده کړې.. “.

● د دغې مدعا په اړه يې د قران کريم دغه ايت را اخلو :
“فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۖ  وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمنْهَاجًا ۚ  وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِى مَآ ءَاتَىٰكُمْ ۖ … ”
ژباړه: نو له دې كبله ته د خداى له نازل کړي قانون سره سمي د خلكو چاري فېصله کړه. او كوم حق چي تا ته راغلى دى، له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغو د غوښتنو پيروي مه كوه. موږ ستاسي څخه د هر يوه لپاره يو شريعت او يوه عملي تګلاره ټاكلې ده. كه څه هم چي كه ستاسي خداى غوښتي واى، نو تاسي ټول یې يو امت هم جوړولای شوای، خو هغه دا ددې لپاره وکړل، څه شى چي یې تاسي ته درکړيدي، په هغه کښي تاسي وازمائي.

دلته قران کريم په عبارت النص کې فرمایې چې د هرپيغمبر لپاره ځانګړی شريعت او ځانګړې تګلاره ورکړای شوې وه; خو مشکك وچکلک منکر دی او وايې چې قران د شرعي… يادونه نه ده کړې!!!
لکه يو وخت چې ډاکټر نجيب د جهاد د مخنيوي په خاطر ويل چې په قران کې هيڅوک د افغانستان د جهاد په اړه ايت نشي ښودلی!.
يعني دوی ته به د دوی په ژبه او د دوی په اصطلاح په قران کې ايت په ګوته کوې کنه نو نه يې مني!!

مثلاً دغه ايت به ورته ږدې چې ﷲ ﷻ خپل پيغمبر د خليفه په دوګه ياد کړی دی او ورته يې امر کړی دی چې د خلکو ترمنځ په حق سره پريکړې کوه, د نفس غوښتنې مه منه, کنه نو د ﷲ ﷻ له لاري به دي واړوي.

يَـٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَـٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ  إِنَّ ٱلَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا۟ يَوْمَ ٱلْحِسَابِ ﴿٢٦﴾ ص-٣٨

مشکك بيا ليکي :

• “ولي د نبیانو غوڅ اکثریت هيڅ نظام نه لري؟ د ټولو نبیانو په لړ کي یوازي درې یا څلور کسان يې داسي دي چي د نظام په راس کي قرار لري؟”

● ورته د ﷲ ﷻ د پيغمبر تعريف کوو؛
مثلاً تفسير مظهري څخه نقل کوو:
“اﻟﺮﺳﻮﻝ ﻣﻦ ﺑﻌﺜﻪ اﻟﻠﻪ ﺑﺸﺮﻳﻌﺔ ﻣﺠﺪﺩﺓ ﻳﺪﻋﻮ اﻟﻨﺎﺱ ﺇﻟﻴﻬﺎ ﻭاﻟﻨﺒﻲ ﻳﻌﻤﻪ ﻭﻣﻦ ﺑﻌﺜﻪ ﻟﺘﻘﺮﻳﺮ ﺷﺮﻉ ﺳﺎﺑﻖ ﻛﺎﻧﺒﻴﺎء ﺑﻨﻰ ﺇﺳﺮاﺋﻴﻞ اﻟﺬﻳﻦ ﻛﺎﻧﻮا ﺑﻴﻦ ﻣﻮﺳﻰ ﻭﻋﻴﺴﻰ”.
يعني رسول هغه )ازاد سړی( دی چې ﷲ ﷻ له نوي شريعت سره استولی وي ترڅو هغه شريعت خلکو ته ورسوي
او نبي له رسول نه عام دی; يعني که نوی شريعت ورسره وي يا د مخکني رسول شريعت )د وحي په رڼا کې( تبيلغوي, لکه د موسی او عيسی -عليهما السلام- ترمنځ زمانه کې د بني اسرائیلو نبیان, چې د موسی عليه السلام د شريعت تبليغ يې دنده وه…

د شريعت په معنی به نو شايد پوهيږي چې د عقيدې او اعمالو په اړه الهي احکامو ته ويل کيږي…
الشريعة ﻓﻲ اﻻﺻﻄﻼﺡ: ﻫﻲ ﻣﺎ ﻧﺰﻝ ﺑﻪ اﻟﻮﺣﻲ ﻋﻠﻰ رسول الله ﷺ ﻣﻦ اﻷﺣﻜﺎﻡ ﻓﻲ اﻟﻜﺘﺎﺏ ﺃﻭ اﻟﺴﻨﺔ ﻣﻤﺎ ﻳﺘﻌﻠﻖ ﺑﺎﻟﻌﻘﺎﺋﺪ ﻭاﻟﻮﺟﺪاﻧﻴﺎﺕ ﻭﺃﻓﻌﺎﻝ اﻟﻤﻜﻠﻔﻴﻦ، ﻗﻄﻌﻴﺎ ﻛﺎﻥ ﺃﻭ ﻇﻨﻴﺎ. التوضيح علی التنقيح

معنی دا چې هيڅ پيغمبر داسي نشته چې نظام نه لري، نظام معنی د خلکو د سمبالولو طرز. يا به يې ځانګړی نظام لرل او يابه يې د مخکني پيغمبر نظام چلول…

ﻭﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﻫﺮﻳﺮﺓ ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﺎﻝ: «ﻛﺎﻧﺖ ﺑﻨﻮ ﺇﺳﺮاﺋﻴﻞ ﺗﺴﻮﺳﻬﻢ اﻷﻧﺒﻴﺎء ﻛﻠﻤﺎ ﻫﻠﻚ ﻧﺒﻲ ﺧﻠﻔﻪ نبي…. متفق عليه.
رسول الله ﷺ فرمايلي دي : د بني اسرائيلو سياست نبيانو چلول, کله چې به کوم نبي وفات شو په ځای به يې بل نبي وګومارل شو.

مشکك بيا ليکي:

• “اصلاً د نظام لپاره یو موډل جوړېدای نه‌سي.”

● بايد ورته ووايو چې اسلامي نظام د ﷲ ﷻ جوړښت دی، ﷲ ﷻ له هيڅ نه عاجز نه دی; ته وګوره د جهان لپاره يې د نظام څنګه موډل جوړ کړی دی؟! تر قيامته جاري او باقي دی!. نو ته وا په انسانانو کې د يو امت لپاره يوموډل ورته مشکل دی?!
ﷲ ﷻ د انسانانو د نظام لپاره ځيني تلپاتي هدايات ورکړي دي او د ځيني نورو په اړه يې کلي قواعد فرمايلي دي چې په جزیاتو کې توپير يې طبعي دی, مثلاً په شورا يې امر کړی دی نو خلک کولای شي چې د حرام او حلال په نظر کې نيولو سره د يوڅه په اړه پريکړه وکړي; اسلامي نظام په خلکو باندي دروازې نه دي بندي کړې, بلکي هغه پيښې او جزئات يې خلکو ته پريښي دي چې شريعت يې په اړه تصريح نه ده ورکړې…

مشکك بيا ليکي :

• ” خدای پاک د همدې لپاره حکومت له ديني و شرعي چارو بېل ساتلی”.

● حال دا چې ﷲ ﷻ خپل پيغمبر ته فرمايلي چې کتاب مې د دې لپاره درته نازل کړی دی چې په اساس يې حکومت وکړې :
إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ ۚ  وَلَا تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا ﴿١٠٥﴾ النِّسَاء-٤

خو دغه سړی بيا هم وایې چې ﷲ ﷻ حکومت له دين او شريعت نه بيل ساتلی دی!! سبحان الله.
نه يواځي دغه ايت, بلکي ﷲ ﷻ داسي هم فرمايې :
“فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا ﴿٦٥﴾ النِّسَاء-٤
نو نه! (ای رسوله!) ستا په پالونکي قسم چې هغوى تر هغو مؤمنان كيدى نه شي څو تا په خپل منځي شخړو کې حكم كړي، بيا ستا د پرېكړو په اړه په خپلو زړونو کې تنګي و نه مومي او بشپړه غاړه کښېږدي.

مشکك ليکلي دي:

• “او د نظام په اړه يې یوازي دوه ځایه لارښوونې کړې دي. د شورا اصل او اهل کار ته کار سپارل د قران هغه لارښوونې دي چي د نظام په اړه يې کړې، نور قران له نظام سره کار نه لري. د یو چا کور ته د ورتلو پر مساله ږغېدلی، خو د نظام مشر د ټاکلو مساله يې خلګو ته ایله کړې.”

● بايد ووايو چې اسلامي نظام د شورا ترڅنګ په عدل هم امر کوي;
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلْقِسْط
ژباړه: موږ خپل پېغمبران له روښانو څرګندو نښانو اوهداياتو سره ولېږل؛ او له هغو سره مو كتاب او تله نازل کړل، تر څو چي خلك پرعدل ولاړ وي.

مطلب اسلامي نظام همدغه دی چې مشکك بيان کړی دی، نور نو په نظام کې دي څه, چې شارع يې په اړه يادونه نه ده کړې؟!

څوک چې د اسلامي نظام ضد دي خو له همدغو اصولو يې ضد دي؛ په اسلامي نظام کې هرڅه حتی ټاکنې د شورا او استخلاف په اساس کيږي; خو مخالفين يې د نوماندۍ په اساس ټاکي- حال دا چې رسول الله ﷺ له نوماند کيدو څخه منع کړې ده، لکه چې يادونه به يې وشي.
په اسلامي نظام کې کار اهل کار ته سپارل کېږي, رسول الله ﷺ صحابه کرامو ته فرمايل چې د دنيوي امورو په اړه درباندي زما اطاعت لازم نه دی، صحيح مسلم په دې عنوان مستقل باب لري;
“ﺇﻧﻤﺎ ﺃﻧﺎ ﺑﺸﺮ، ﺇﺫا ﺃﻣﺮﺗﻜﻢ ﺑﺸﻲء ﻣﻦ ﺩﻳﻨﻜﻢ ﻓﺨﺬﻭا ﺑﻪ، ﻭﺇﺫا ﺃﻣﺮﺗﻜﻢ ﺑﺸﻲء ﻣﻦ ﺭﺃﻳﻲ، ﻓﺈﻧﻤﺎ ﺃﻧﺎ ﺑﺸﺮ”. رواه مسلم
رسول الله ﷺ بيا ورته وفرمايل: «ﺃﻧﺘﻢ ﺃﻋﻠﻢ ﺑﺄﻣﺮ ﺩﻧﻴﺎﻛﻢ». مسلم.
تاسو مو په دنيوي کارونو ښه پوهيږئ.
خو د حلال او حرام په اړه پورتنی قراني ايت قطعي فيصله کوي چې د پيغمبر خبره به وي او هيڅوک يې د مخالفت حق نه لري.
د اسلامي نظام پلويان اوس هم همدغه باور لري چې شورا بايد موجوده وي د حرام او حلال حکم به ديني علما ورکوي او د نورو مسلکونو په اړه به د هرې څانګې د متخصصينو نه مشوره اخيسته کيږي; ﷲ ﷻ فرمايې :”فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ”. که نه پوهيږئ نو د پوهي له څښتنانو پوښتنه وکړئ.
خو سیکولران ظالمان وايې چې نه, په نظام کې دين او ديني علماو ته د دخالت حق نشته، دين او نظام سره بيل دي!.
مشکك خپله هم اعتراف کړی دی چې قران او حدیث د ژوند په ټولو پيښو تفصيلات ورکړي دي. ځکه چې ﷲ ﷻ د انسان خالق دی; نه يواځي د حکومت اړوند, بلکي هر ډګر کې ورته د اړتيا وړ سپارښتنې لري. خو دا چې ځيني مريضان د قرانکریم په هغو ايتونو لاس ږدي چې د نظام او سياست اړوند سپارښتنې لري دا بيل بحث دی…

مشکك دا وار ناپړيته غږولې ده!

• “د شورا اصل او اهل کار ته کار سپارل د قران هغه لارښوونې دي چي د نظام په اړه يې کړې، نور قران له نظام سره کار نه لري. د یو چا کور ته د ورتلو پر مساله ږغېدلی، خو د نظام مشر د ټاکلو مساله يې خلګو ته ایله کړې. رسول الله کور ته د ورتلو اجازه بیان کړې، خو د مرګ مهال يې د مشر ټاکلو، نظام فارمول بیانولو، وزیرانو، امیرانو، رییسانو، والیانو، جنګي قوماندانانو، سفیرانو او نورو چارواکيو په اړه یوه لارښوونه هم نه ده کړې. د مرګ پر مهال يې د لمانځه یادونه کوله، له مرېيانو سره د سلوک خبره ورته مهمه وه، بهرني سفیرانو ورته ارزښت درلود، خو د خپل نظام د مشر ټاکلو مساله يې همداسي خلګو ته ایله کړه!؟”

● مشکك لکه چې بيخي د نظام په معنی پوهيږي نه;
هغه ليکي شارع د شورا په اړه سپارښتنې لري، د کار اهل کار ته سپارلو په اړه غږيدلی دی, د چا کورته ورتللو په اړه يې پوهاوی ورکړی دی, د لمانځه په اړه وضاحت لري، د مرییانو په اړه تفصيلات لري… خو د نظام په اړه يې څه نه دي ويلي.!!
د مشکك په باور نظام يواځي د مشر ټاکل دي او بس!. حال دا چې په اسلام کې د انسان له زوکړې تر تدفينه ټول نظام بيان شوی دی، آن دغه ټول بيانات د اسلام يوه برخه ده؛ بلکي اسلام د حيواناتو او نباتاتو په اړه, د قبر حالات, د محشر بيانات, له هغه وروسته مکافات او مجازات او نور ډير څه هم بيان کړي دي… که څوک په دار حرب کې زيږيدلی نه وي، يا په ځنګله کې له وحشيانو سره لوی شوی نه وي هغوی د اسلامي نظام له روښانه تګلاري ناخبر پاتي نه دي.
د مشر ټاکل په اسلام کې واضح دي; په اسلام کې مشر د اهليت له مخي د شورا په اساس ټاکل کېږي او يا د استخلاف په صورت ټاکل کېږي، په اسلام کې د شورا پريکړه او د امير فرمان دواړه واجب التعميل دي؛ څوک ورنه د مخالفت حق نه لري- ترڅو چې د اسلامي احکامو مخالفه پريکړه يې نه وي کری.
اسلام د نوماندۍ په اړه منع فرمايلی ده, نوماند ته د مسوليت سپارلو په اړه يې انکار کړی دی، په شورا يې ټينګار کړی او کار اهل کارته سپارلو سپارښتنه يې کړې ده.
کله چې د حرام او حلال خبره ديني علماو ته وسپارله شي او د صناعت او زراعت او نورو څانګو چاره په شورا کې د خپل مسلک متخصصينو ته وسپارله شي, له پريکړې وروسته د جواز په اړه د ديني علماو تر نظر تيره شي نو بیابه د نظام نيمګړتيا په کوم ځای کې وي!

مشکك بيا ليکي:

• “- د انسانيت خالق نه غوښتل چي د یوه چوکاټ په ټاکلو راتلونکي خلګ له ستونزو سره مخ کړي.
-له دې امله شریعت د نظام په برخه کي له مسایلو څخه صرف نظر کړی.
– دا کار شارع ارادي کړی او د دې حکمت رسول الله په یوه حدیث کي داسي بیان کړی:
مَا أَحَلَّ اللَّهُ فِي كِتَابِهِ فَهُوَ حَلالٌ وَمَا حَرَّمَ فَهُوَ حَرَامٌ وَمَا سَكَتَ عَنْهُ فَهُوَ عَفْوٌ فَاقْبَلُوا مِنَ اللَّهِ عَافِيَتَهُ فَإِنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُنْ لِيَنْسَى شَيْئًا، ثُمَّ تَلا هَذِهِ الآيَةَ: {وَمَا كان ربك نسيا} . (مسند البزار: ۴۰۸۷)
ژباړه: الله چي څه په کتاب کي حلال کړي هغه حلال دي او څه چي يې حرام کړي هغه حرام دي. له څه چي يې سکوت کړی هغه معاف دي؛ نو د الله معاف سوي ومنئ، ځکه الله هيڅ شی هم نه هېروي بیا يې پاس ایت ولوست.
– د دې حدیث د اصل له مخې د حکومت چارې په درېيم اپشن کي راځي. قران کریم او نبوي سنتو يې په اړه سکوت کړی، دا د خدای معاف سوې چاري دي چي مسلمانان يې بايد ومني.

● – ورته وايو چې ﷲ ﷻ د انسانانو لپاره يو چوکاټ جوړ کړی دی، هغه چوکاټ ځينو ته ستونځه ښکاري ځکه خو يې د تحریف او تخريب ناکامې هڅې کوي;
ٱلْيَوْمَ يَئِسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِ ۚ  ٱلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلْإِسْلَـٰمَ دِينًا ۚ …
– شريعت د نظام په برخه کې سکوت نه دی کړی، د ژوند له فردي تنظيم نه نيولې ترټولنيز هغه پوري د هرڅه په اړه قران او حديث سپارښتنې لري;
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ ۞  ﴿٨٩﴾ النَّحْل-١٦
ژباړه: او پر تا مو كتاب نازل كړی چې د هر څه بیانوونکی او لارښوونه، لورونه اومسلمانانو ته زېرى دى.
– شارع ﷲ ﷻ دی، د مشکك خبره اشاره ورکوي چې شارع کله کله غير ارادي کارونه هم کوي خو دا کار يې ارادي کړی !!. استغفر الله – خالص کفري خبره ده.

– نبوي روايات نوماند ته د رايي ورکولو په اړه سکوت نه، بلکي صريحه منع لري;
«ﻭﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﻣﻮﺳﻰ ﻗﺎﻝ: ﺩﺧﻠﺖ ﻋﻠﻰ اﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﺃﻧﺎ ﻭﺭﺟﻼﻥ ﻣﻦ ﺑﻨﻲ ﻋﻤﻲ، ﻓﻘﺎﻝ ﺃﺣﺪﻫﻤﺎ: ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ! ﺃﻣﺮﻧﺎ ﻋﻠﻰ ﺑﻌﺾ ﻣﺎ ﻭﻻﻙ اﻟﻠﻪ، ﻭﻗﺎﻝ اﻵﺧﺮ ﻣﺜﻞ ﺫﻟﻚ، ﻓﻘﺎﻝ: ﺇﻧﺎ ﻭاﻟﻠﻪ ﻻ ﻧﻮﻟﻲ ﻋﻠﻰ ﻫﺬا اﻟﻌﻤﻞ ﺃﺣﺪا ﺳﺄﻟﻪ ﻭﻻ ﺃﺣﺪا ﺣﺮﺹ ﻋﻠﻴﻪ. ﻭﻓﻲ ﺭﻭاﻳﺔ ﻗﺎﻝ: ﻻ ﻧﺴﺘﻌﻤﻞ ﻋﻠﻰ ﻋﻤﻠﻨﺎ ﻣﻦ ﺃﺭاﺩﻩ.» ﻣﺘﻔﻖ ﻋﻠﻴﻪ.

ژباړه: ابو موسی روايت کوي: زه او دوه نور زما تربرونه رسول الله ﷺ ته راغلو, هغه يو ورته وويل: “يا رسول الله! موږ په ځيني هغو دندو وګماره چې ﷲ ﷻ ورباندي واکمن کړی يې, هغه بل هم دغسي غوښتنه وکړه. رسول الله ﷺ ورته وفرمايل : په الله قسم او په يقين سره چې موږ به دغه دندې هغه چاته ونه وسپارو چې غوښتنه يې کوي او نه هغه چاته چې ورباندي حريص وي.

خو مشکك وايې چې نه, خدای او رسول د نظام په اړه سکوت کړی دی؛ نو بايد نوماندانو ته رايې ورکونه همدغسي روا شي!!.
د نوماند کيدو په اړه نبوي ارشاد صريحه منع فرمايې- اګر که مشکك ته سکوت ښکاري

ﻭﻋﻦ ﻋﺒﺪ اﻟﺮﺣﻤﻦ ﺑﻦ ﺳﻤﺮﺓ ﻗﺎﻝ: ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: «ﻻ ﺗﺴﺄﻝ اﻹﻣﺎﺭﺓ ; ﻓﺈﻧﻚ ﺇﻥ ﺃﻋﻄﻴﺘﻬﺎ ﻋﻦ ﻣﺴﺄﻟﺔ ﻭﻛﻠﺖ ﺇﻟﻴﻬﺎ ﻭﺇﻥ ﺃﻋﻄﻴﺘﻬﺎ ﻣﻦ ﻏﻴﺮ ﻣﺴﺄﻟﺔ ﺃﻋﻨﺖ ﻋﻠﻴﻬﺎ» . ﻣﺘﻔﻖ ﻋﻠﻴﻪ.
ژباړه: واکمني مه غواړه، که ستا د غوښتنې په اساس درته وسپارله شي نو ورته خوشی به شې, که له غوښتنې پرته درته وسپارل شوه نو توفيق به درکړل شي.

مشکك د قرانکریم د احکامو په اړه ليکي :

• ” د قران‌کریم او نبوي سنتو لارښوونې د اساسي قوانینو له هدایاتو سره توپير لري. قران‌کریم او نبوي سنت د دین او شریعت تر چوکاټه را محدود دي. له دې امله رسول الله اصحابو ته په دنیايي چارو کې پراخه اجازه ورکړې وه… له دې امله دې اساسي قانون او قران‌کریم نه سره پرتله کېږي. قران د دین او شریعت قانون دی او اساسي قانون د دنیايي چارو په اړه هدایات لري. د دې دوو تر منځ پرتله هيڅ ممکنه نه ده. پرتله د هغو قوانینو تر منځ کېږي چې د یوې کټګورۍ وي، اما دلته د هر قانون مقام او زاویه بېله ده.

● موږ وايو: کله چې قران کريم د دين ترچوکاټه محدود دی، خو اساسي قانون د دنيوي چارو په اړه هدايات لري او د دوی ترمنځ پرتله ممکنه نه ده! بيا نو ولي د جمهوريت اساسي قانون کې دوهمه ماده صراحت ورکوي چې: “په افغانستان کې هېڅ قانون نشي نافذیدلی چې د اسلام د سپېڅلي دین مخالف وي “.
کله چې د دوی ترمنځ پرتله ممکنه نه ده نو مخالفت او موافقت بيا څنګه رامنځته شي?!. او که دغه ماده د مومنانو د غولونې لپاره اچول شوې ده?!

حقيقت دا دی چې ديني او دنيوي چاري تباين او تقابل نه لري، بلکي “عموم من وجهٍ او خصوص مِن وجهٍ” سره لري؛
روژه ديني ده خو دنيوي نه ده، د ونو پيوندول دنيوي ده خو ديني نه ده, زکات ديني هم ده او دنيوي هم ده.
مثلاً: رسول الله ﷺ مسلمانانو ته د ونو د پيوند مسئله پريښې وه خو د ونو نه د عشر مسئله يې مسلمانانو ته پريښې نه ده, بلکي د وحي په رڼا کې يې خپله حل کړې ده.
د اسلامي نظام پلويان )مومنان( د اساسي قانون خلاف نه دي; اسلامي نظام وايې چې په دنیوي چارو کې قران او حديث څنډې ته کوئ مه, بلکي کوم ځای چې دغه الهي قانون وضاحت لري هلته تسليم شئ, د قران او حديث مقابل قوانين مه جوړوئ, او چيرته چې قران او حديث مخه درکړې ده هلته بيا خپل استعدادونه وکاروئ…
تجارت دنياوي چاره ده خو قران وايې سود به پکې نه کوئ. پيسې ګټل دنيوي چاره ده خو قران وايې په قمار به يې نه ګټئ. سوداګري دنياوي چاره ده خو شريعت وايې شراب به نه خرڅوئ. ازدواج دنيوي چاره ده خو قران وايې خواښې, خوښينه, رضعي خور, خورځه, وريره او داسي نورو سره به نکاح نه کوئ.
په مسلمانه ټولنه کې د قران او حديث, د دين او شريعت بالکل شاته کول خيال, محال او جنون ده؛ څوک چې اسمان ته ناړې توکي يواځي خپل مخ به خراب کړي.

مشکك د اړيکو په اړه داسي ليکي :

• “ایا د اسلامي نظام یوه ځانګړنه دا ده چي له نامسلمانو سره په دولتي کچه اړیکې پرې کړي؟ زموږ افراطیان خو نن په همدې پلمه د اسلامي نړۍ ټول حکومتونه د کفر په ټاپه وهي او پر ضد يې قیام لازمي د شریعت امر بولي.”

● بايد ووايو چې دغه خبره يې تهمت دی; هيڅوک په اړيکو مطلق بندیز نه لګوي، په اړيکو بنديز د هغو سره دی چې د مسلمانو خاوره يې لاندي کړې وي او مسلمانان يې له خپلو کورونو ويستلي وي, يايې د مسلمانو په خاوره يرغل ور وړی وي…
له دغسي خلکو سره قران کريم د جګړې امر ورکوي; “وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ  وَٱلْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلْقَتْلِ ۚ”
ژباړه : او هر چيرې چې یې و مومئ، ويې وژنئ او له هغه ځايه يې وباسئ چې تاسې يې ترې ايستلي ياست او فتنه له وژلو ډېره سخته ده…
مومنان ټول يوجسد او وروڼه دي; ﷲ ﷻ فرمايې: “إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ… الحجرات-10

“عن النعمان بن بشير قال ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ” «اﻟﻤﺆﻣﻨﻮﻥ ﻛﺮﺟﻞ ﻭاﺣﺪ، ﺇﻥ اﺷﺘﻜﻰ ﻋﻴﻨﻪ اﺷﺘﻜﻰ ﻛﻠﻪ، ﻭﺇﻥ اﺷﺘﻜﻰ ﺭﺃﺳﻪ اﺷﺘﻜﻰ ﻛﻠﻪ» “. ﺭﻭاﻩ ﻣﺴﻠﻢ.

رسول الله ﷺ فرمايلي دي : مومنان لکه يو سړی, که سترګه يې دردمنه شي ټول بدن دردمن وي, که سر يې دردمن شي ټول بدن يې دردمن وي.

همدارنګه رسول الله ﷺ بيا فرمايي : ﻭﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﻣﻮﺳﻰ – ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ – ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻗﺎﻝ: ” «اﻟﻤﺆﻣﻦ ﻟﻠﻤﺆﻣﻦ ﻛﺎﻟﺒﻨﻴﺎﻥ ﻳﺸﺪ ﺑﻌﻀﻪ ﺑﻌﻀﺎ» “، ﺛﻢ ﺷﺒﻚ ﺑﻴﻦ ﺃﺻﺎﺑﻌﻪ. ﻣﺘﻔﻖ ﻋﻠﻴﻪ.

مومن د مومن لپاره لکه ودانۍ, ځيني برخې يې په ځينو باندي محکميږي…

ﷲ ﷻ په مومن باندي د خپلې خاورې فتح کول لازم کړي دي؛ که د اصلي اوسيدونکو په قدرت پوره نه وه نو د امت مجتهدينو د قراني ايتونو او نبوي حديثونو نه استنباط کړی دی چې په ورته نژدې مومنانو فرضيږي; د فقه د معتمد کتاب عبارات ژباړو:
“اﻟﺠﻬﺎﺩ ﺇﺫا ﺟﺎء اﻟﻨﻔﻴﺮ ﺇﻧﻤﺎ ﻳﺼﻴﺮ ﻓﺮﺽ ﻋﻴﻦ ﻋﻠﻰ ﻣﻦ ﻳﻘﺮﺏ ﻣﻦ اﻟﻌﺪﻭ، ﻓﺄﻣﺎ ﻣﻦ ﻭﺭاءﻫﻢ ﺑﺒﻌﺪ ﻣﻦ اﻟﻌﺪﻭ ﻓﻬﻮ ﻓﺮﺽ ﻛﻔﺎﻳﺔ ﻋﻠﻴﻬﻢ، ﺣﺘﻰ ﻳﺴﻌﻬﻢ ﺗﺮﻛﻪ ﺇﺫا ﻟﻢ ﻳﺤﺘﺞ ﺇﻟﻴﻬﻢ ﻓﺈﻥ اﺣﺘﻴﺞ ﺇﻟﻴﻬﻢ ﺑﺄﻥ ﻋﺠﺰ ﻣﻦ ﻛﺎﻥ ﻳﻘﺮﺏ ﻣﻦ اﻟﻌﺪﻭ ﻋﻦ اﻟﻤﻘﺎﻭﻣﺔ ﻣﻊ اﻟﻌﺪﻭ ﺃﻭ ﻟﻢ ﻳﻌﺠﺰﻭا ﻋﻨﻬﺎ، ﻟﻜﻨﻬﻢ ﺗﻜﺎﺳﻠﻮا ﻭﻟﻢ ﻳﺠﺎﻫﺪﻭا ﻓﺈﻧﻪ ﻳﻔﺘﺮﺽ ﻋﻠﻰ ﻣﻦ ﻳﻠﻴﻬﻢ ﻓﺮﺽ ﻋﻴﻦ ﻛﺎﻟﺼﻼﺓ ﻭاﻟﺼﻮﻡ، ﻻ ﻳﺴﻌﻬﻢ ﺗﺮﻛﻪ ﺛﻢ ﻭﺛﻢ ﺇﻟﻰ ﺃﻥ ﻳﻔﺘﺮﺽ ﻋﻠﻰ ﺟﻤﻴﻊ ﺃﻫﻞ اﻹﺳﻼﻡ ﺷﺮﻗﺎ ﻭﻏﺮﺑﺎ ﻋﻠﻰ ﻫﺬا اﻟﺘﺪﺭﻳﺞ ﻭﻧﻈﻴﺮﻩ اﻟﺼﻼﺓ ﻋﻠﻰ اﻟﻤﻴﺖ، ﻓﺈﻥ ﻣﻦ ﻣﺎﺕ ﻓﻲ ﻧﺎﺣﻴﺔ ﻣﻦ ﻧﻮاﺣﻲ اﻟﺒﻠﺪ ﻓﻌﻠﻰ ﺟﻴﺮاﻧﻪ ﻭﺃﻫﻞ ﻣﺤﻠﺘﻪ ﺃﻥ ﻳﻘﻮﻣﻮا ﺑﺄﺳﺒﺎﺑﻪ، ﻭﻟﻴﺲ ﻋﻠﻰ ﻣﻦ ﻛﺎﻥ ﺑﺒﻌﺪ ﻣﻦ اﻟﻤﻴﺖ ﺃﻥ ﻳﻘﻮﻡ ﺑﺬﻟﻚ، ﻭﺇﻥ ﻛﺎﻥ اﻟﺬﻱ ﺑﺒﻌﺪ ﻣﻦ اﻟﻤﻴﺖ ﻳﻌﻠﻢ ﺃﻥ ﺃﻫﻞ ﻣﺤﻠﺘﻪ ﻳﻀﻴﻌﻮﻥ ﺣﻘﻮﻗﻪ ﺃﻭ ﻳﻌﺠﺰﻭﻥ ﻋﻨﻪ ﻛﺎﻥ ﻋﻠﻴﻪ ﺃﻥ ﻳﻘﻮﻡ ﺑﺤﻘﻮﻗﻪ ﻛﺬا ﻫﻨﺎ اﻩـ.
ﺭﺩ اﻟﻤﺤﺘﺎﺭ)-[ﻛﺘﺎﺏ اﻟﺠﻬﺎﺩ]-جلد4 ﺻﻔﺤﺔ -124
کله چې مومنان جهاد ته وغوښتل شي نو جهاد ورباندي فرض دی، په هغوی چې دښمن ته نژدې وي او د دښمن په مقابل کې کافي هم وي… او که نژدې مومنان ضعيف وي، يا ضعيف نه و خو جهاد يې نه کول سستي يې کوله بيا هغوی ته په نژدې مومنانو قتال فرض دی، داسي فرض لکه لمونځ او روژه چې فرض دي، که هغوی هم کفایت نه کول نو سلسله وار په ټوله اسلامي نړۍ جهاد فرض عين ګرزي…
لکه د جنازې مراسم چې په مومنانو فرض دي, خو که نژدې مومنانو ترسره نه کړل بيا د هغوی په څنګلورو فرض دي همداسي په ټولو فرضيږي, جهاد هم دغسي حکم لري…

مشکك دا وار له کافرانو سره د اړیکو غم نيولی دی, هغه ليکي:

• ایا د اسلامي نظام یوه ځانګړنه دا ده چي له نامسلمانو سره په دولتي کچه اړیکې پرې کړي؟
که په لنډو ووایو، اسلام نه له مسلمان او نه له نامسلمان سره پر اړیکو بندیز لګولی. لومړی دلته د قران‌کریم هغه درې ایاتونه راوړم چي دا موضوع يې مشخصه کړېقران‌کریم د اړیکو په اړه مشخصه تګلاره ټاکي او وايي؛
عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (7) لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (الممتحنه: ۷، ۸، ۹)په لومړي ايت کې خدای پاک مسلمانانو ته د احسان په توګه وايي چې له ځینو هغو سره به مو دوستي پيدا کړي چې مخکې يې دښمني درسره کړې. د «مودة» لفظ د مسلمانۍ په مانا نه دی، بلکې هغوی به له دې سره چې نامسلمان به وي، له مسلمانانو سره به دوستي ته زړه ښه کړي…

● موږ وايو کله چې د قرانکریم تفسيرونو ته مراجعه وکړو نو ويلای شو چې مشکك له سمې لارې کوږ شوی دی;
مشکك ليکي چې کافران به سره له دي چې کافران وي له مسلمانانو سره دوستي پيل کړي… !
خو د بيلګې په توګه د څو تفسيرونو عبارت را اخلو چې مودت د کافرانو د مسلمانیدو مستلزم ګڼي.
روح البيان کې ليکي: “ﻣﻮﺩﺓً اﻯ ﺑﺄﻥ ﻳﻮاﻓﻘﻮﻛﻢ ﻓﻲ اﻟﺪﻳﻦ”.
يعني له مودت نه مطلب دا چې هغوی به له تاسو سره په دين کې توافق وکړي.

تفسير جلالين : “ﻣﻮﺩﺓً. ﺑﺄﻥ ﻳﻬﺪﻳﻬﻢ ﻟﻹﻳﻤﺎﻥ ﻓﻴﺼﻴﺮﻭا ﻟﻜﻢ ﺃﻭﻟﻴﺎء”.
يعني مودت دا چې ﷲ ﷻ به هغوی ايمان ته رهبري کړي، نوبه ستاسو دوستان شي.

تفسير قرطبي ليکي: “وهذا بأن يسلم الكافر.

ټول تفسيرونه پدې قايل دي چې مودت معنی مسلمانيده. نه داسي چې له کفر سره سره پيغمبر عليه السلام ورسره دوستي وغزوي- لکه اوس چې ځيني په نوم مسلمان د مومنانو په نسبت د کافرانو د دوستۍ ليوال دي.

مشکك هڅه کړې ده چې د دويم ايت له مخي له کافرانو سره مطلقه دوستي ثابته کړي، خو حقيقت داسي دی:
اسماء د ابوبکر صدیق لور رسول الله ﷺ ته راغله ، ويلې مور مې راغلې ده، زما د ملاقات هيله لري ايا ملاقات ورسره کولای شم؟ -د هغې مور مشرکه وه, ابوبکر صدیق طلاقه کړې وه، په مکه کې اوسیده-
هغه و چې دغه ايت نازل شو, چې مفهوم يې داسي دی
“الله تاسي له دې خبري څخه نه منع كوي چي له هغو خلكو سره د نېکۍ او عدل چلند وکړئ چي د دين په باب يې ستاسي سره جنګ ندى کړی او تاسي یې له خپلو كورونو څخه نه ياست ايستلي. الله عدل كوونكي خوښوي”.

خو مشکك د دغه ايت له مخي د امريکا د کروز او بي52 اړيکې هم تر “لا ينهاکم” لاندي کوي! د باګرام او کيوبا زندانونو ته مظلوم مومنان له خپلو کورونو په ډير وحشت وړل او هلته حيواني چلن ورسره کول هم د “لم يخرجوکم من ديارکم” په معنی اخلي!
مشکك ته د حربي کافرانو ترشا او مخ د افغاني اجيرانو کتارونه, له هغوی نه د سر په قيمت دفاع, هغوی ته خپله ځمکه او فضا په واک کې ورکول “أن تبروهم” ښکاري!
د افغان مظلوم ولس په کورونو شپنۍ چاپې, د مړيو جسدونو ته اور ورکول, د شهيدانو اندمونه د يادګار لپاره پريکول, ژونديو ماشومانو ته اورونه ورکول.. مشکك ته “أن تقسطوا” ښکاري; ځکه مشکك دا هرڅه د دين په سبب نه ګڼي، بلکي هغه وايې چې کفار زموږ سره د دين په اړه مشکل نه لري!!

کافران او د دوی داخلي دوستان چې دلته د کوم قانون، نظام او حقوقو پلي کول غواړي همدا له دين سره په ډاګه جګړه ده;
مثلاً دوی غواړي دلته ذمي کافران په مقننه قوه کې ګډون ولري, په مومنانو باندي قوانين لازم کړي، خو دين داسي وايې : “وَلَن يَجْعَلَ ٱللَّهُ لِلْكَـٰفِرِينَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا”

دوی غواړي حدود او قصاص چې قراني نصوص دي لغو کړي!

دوی غواړي د حجاب په نوم هرڅه له مينځه يوسي، هغه حجاب چې دين يې په اړه امر کوي: “يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ ۚ  ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ  وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ۞  ﴿٥٩﴾ الأحزَاب-٣٣
ژباړه: اى نبي! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه! خپل پړوني دې پر مخونو اچوي، دا ډېره نژدې ده چې هغوی دې و نه پېژندل شي څو و نه ځورول شي او الله بخښونکی، لوروونکی دی.
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا۟ مِنْ أَبْصَـٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا۟ فُرُوجَهُمْ ۚ
مؤمنانو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټې کړي او خپل شرمځايونه وساتي.

دوی غواړي سود ته قانوني جواز ورکړي, حال دا چې دين يې په اړه داسي حکم لري:
“يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَذَرُوا۟ مَا بَقِىَ مِنَ ٱلرِّبَوٰٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٢٧٨﴾ البَقَرَة-٢

ژباړه: اې مؤمنانو! كه په رښتيا سره مو ايمان راوړى وي، نو له خدايه ووېرېږئ او ستاسي چي كوم سود پر خلكو پاته دى، هغه ورپرېږدئ؛
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ فَأْذَنُوا۟ بِحَرْبٍ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ  وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ ﴿٢٧٩﴾ البَقَرَة-٢
كه داسې و نه كړئ؛ نو د الله او د هغه د رسول لخوا د جنګ اعلان واورئ او كه توبه وباسئ؛ نو تاسې لره مو خپلې پانګې دي، نه به تیری کوئ او نه به درباندې تیری کیږي.

همدا غوښتنه ښکاره په دين کې جګړه ده، نه يواځي کافران, بلکي داخلي مزدوران يې هم د مومنانو په ضد د دين په وړاندي جګړه کوي.

مشکك بيا ليکي:

• رسول الله خپل اصحاب د روم، یمن، بحرین او یهودو له بازارونو منعه نه کړل چې له هغوی سره يې اقتصادي و سوداګریزې اړیکې درلودلې.
عمر فاروق رض يې له دې منع نه کړ چي خپل مشرک ورور ته یوه ورېښمينه چپنه ور ولېږي.

● بايد ووايو چې د سوداګريزو اړيکو اوس هم څوک ممانعت نه کوي؛ خو عزت, ناموس, دين, خاوره, فضاء, ارزښتونه او مومن هيوادوال… ورباندي مه خرڅوئ; دغه سوداګريزي اړيکې نه دي، بلکي ښکاره مو په جګړه کې ورسره مرسته ده.

عمر فاروق چې مشرک ورور ته چپنه ليږي, تاسي هم چا نه ياست منع کړي چې مورزاده مشرک ورور ته له جنګي حيثيت پرته تحفه ولیږئ; له شخص سره مشخصې اړيکې او له دولت سره اړيکې تفاوت لري; شخص ته په شخصي تحفه دا نشې ثابتيدلای چې کفري هيواد ته د مسلمانانو ملکيتونه, ناموسونه, ارزښتونه او محرم معلوماتونه تحفه کړئ!!

مشکك دا وار د ايت په نيمه برخه لاس ایښی, نيمه برخه يې لوڅه کړې ده، وروسته يې په ډير صراحت له هغه فرضيت نه انکار کړی دی چې د امت خیرالقرون ورباندي اجماع لري!
نور به له ده نه واورو…
مشکك ليکلي دي:
• قران‌کریم خو لا دا خبره هم په ښکاره الفاظو کړې ده:
وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (الانفال: ۷۲)

دلته ویل سوي چي که نامسلمان له ځينو مسلمانو سره د دین پر سر شخړه کوي. همدا مسلمانان له نورو مسلمانانو څخه مرسته وغواړي نو قران وايي، مرسته يې وکړئ، که نور مسلمانان له همدې محاربو کافرانو سره تړون ولري؛ نو په جنګ کي مداخله نه‌سي کولای. له دې مالومېږي چي مسلمانان کولای سي دوه یا څو بیل حکومتونه ولري، ځکه که تر یوه دولتي چتر لاندي وای نو بیا څنګه امکان لري چي هم دي له نامسلمانو سره تړون ولري او هم دي جنګ ورسره وکړي؟ دې ايت چي کوم حالت ته اشاره کړې، دا یوازي په هغه صورت کي ممکن دی چي د مسلمانانو څو حکومتونه موجود وي. یو حکومت د خپلو ګټو په خاطر له نامسلمانو سره اړیکې جوړوي او مختلف تړونونه ورسره کوي او د مسلمانانو بل حکومت بیا خپلو حالاتو ته په کتو جنګ ورسره کوي. دا ايت د خلافت د هغو مدعیانو پر ادعا هم چليپا را کاږي چي وايي، د مسلمانو هیوادونو تر منځ سرحدونه نه‌سته او دا د اسلام غوښتنه ده.

● لومړی به د ايت هغه برخه ښکاره کړو چې مرضي مشکك پټه کړې ده، وروسته که اړتيا وه څه وضاحت به ورکړو

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ  وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يُهَاجِرُوا۟ مَا لَكُم مِّن وَلَـٰيَتِهِم مِّن شَىْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ ۚ  وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌ ۗ  وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٧٢﴾ الأنفَال-٨
ﷲ ﷻ فرمايلي دي: کوم خلک چې ايمان يې راوړی, هجرت يې کړی، په خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لاره کې جهاد کړی او هغه نور چې دوی ته يې ځای ورکړی , مرسته يې ورسره کړې ده، دوی يو دبل دوستان دي.
او هغه نور چې ايمان يې راوړی خو )د کفر له هيواد نه يې( هجرت کړی نه دی، له هغوی سره مو ترهغه دوستانه اړيکې نشته څو چې هغوی )د کفر له هيواد نه( هجرت کوي؛ او که په دين کې درڅخه مرسته وغواړي نو په تاسو يې مرسته لازمه ده، مګر که د داسي خلکو په ضد يې وغواړي چې ستاسي او هغوی ترمنځ تړون وي- هغه وخت تړون ماتول درباندي لازم نه دی.

دلته هر د عقل خاوند پوهيږي چې نه د مسلمانانو دوه هيوادونه شته, نه دوه حکومتونه شته, نه سرحدونه شته… بلکي يواځي دوه فريقه دي چې يو يې اسلامي او بل کفري دی…
دغه مسلمانان په کفري هيواد کې قرار لري، له هغوی سره ﷲ ﷻ د نورو مسلمانانو په دوستانه چلپا کشوي, ملامت يې ګڼي که له عذر پرته هجرت نه کوي.
مشکك ظالم په ډير جسارت په خیرالقرون باندي تهمت وايې چې ګواکي هغوی د پيغمبر په مقابل کې بل هيواد او بل حکومت لرل!!!

● مشکك دا وار په جهاد پسي اخستې ده؛ هغه وايې چې جهاد په اصل کې زيات کوشش ته ويل کيږي.
خو حقيقت دادی چې جهاد فعال وزن ده, د مفاعلې باب دی حقيقت يې “يو د بل په مقابل کې هلې ځلې” ده.
جهاد د مبالغې په معنی د جهاد فرعي معنی ده.
مشکك وروسته پسي کش کړې ده، د جهاد د لومړي وهلت ايتونه يې رانقل کړي او دعوه لري چې جهاد يواځي هغه وخت روا ده چې کافر دي له هيواده د دين په تور وشړي…
که د جهاد وروستني )ناسخ( ايتونه هم ياد نه کړو، له مشکك سره ومنو چې جهاد يواځي هغه صورت کې دی چې کفار په موږ بريد وکړي. نو بايد ووايو چې په اوس وخت کې په ټوله اسلامي نړۍ باندي د کفارو او د هغوی د نوکرانو له خوا بریدونه دي؛ د دين ځيني قوانین تورونه ګڼي او په هغه پلمه ورباندي بريدونه کوي؛ لکه مخکې يې د څو بيلګو يادونه وشوه…

مشکك بيا ليکي :

• که د شریعت له لوري د نظام په برخه کي باوري او واحد فورمول موجود وای، ولي به د داعش نظام له امارتیانو له نظام سره توپير درلود؟ ولي به د سني نظام د شیعه د نظام چپه کولو کوښښ کاوه؟ ولي امویان عباسیانو را نسکور کړل؟ ولي وهابیانو د حنفي عثمانیانو پر خلافت د جهاد اعلان وکړ او د هغوی د خلافت پر ځای يې خپل شاهي نظام را منځ ته کړ؟ او…

● حقيقت دا دی چې د شريعت له خوا واحد او واضح فرمول د شورا له خوا يا د مخکيني امير له خوا د امير ټاکل دي؛ نبوي حديث يې تمکيلوي او فرمايې:
“ﻭﻣﻦ ﺑﺎﻳﻊ ﺇﻣﺎﻣﺎ ﻓﺄﻋﻄﺎﻩ ﺻﻔﻘﺔ ﻳﺪﻩ، ﻭﺛﻤﺮﺓ ﻗﻠﺒﻪ، ﻓﻠﻴﻄﻌﻪ ﺇﻥ اﺳﺘﻄﺎﻉ، ﻓﺈﻥ ﺟﺎء ﺁﺧﺮ ﻳﻨﺎﺯﻋﻪ ﻓﺎﺿﺮﺑﻮا ﻋﻨﻖ اﻵﺧﺮ. رواه مسلم.

عثمان رضي الله عنه د شورا له خوا امير شو, اطاعت يې د قرانکریم د فرمان په اساس لازم و, چاچې شهيد کړ دا د نظام ستونځه نشو ګڼلای.
علي رضي الله عنه د شورا په اساس امیر شو, د اسلامي نظام د اصولو په اساس يې بيعت په ټولو لازم شو; چاچې بيعت ورسره نه کول دا د نظام ستونځه نه ده.
د مسلمانانو ترمنځ چې جنګونه او شخړې دي علت يې دا دی چې دوی د اسلامي نظام اصول نه لحاظوي, د مسلمان ستونځه د اسلامي نيمګړتيا نشو ګڼلای.

مشکك ليکي:

• بدبختي دا ده چي د نن ورځې په نوم مجاهد تر اوسه په دې پوه نه‌سو چي د ده د جنګ ګټه د مسلمان پر ځای نامسلمان ته رسي.

● بايد ووايو چې مجاهد په هرڅه پوهه دی, علت يې هم تشخيص کړی او علاج يې هم پيل کړی دی; خو د پرديو په ميو مست بي دينان له ځان او جهانه بيګانه په اپلتو سر دي.
مجاهد پوهيږي چې د جنګ ګټې ځکه د کافر په پله کې لويږي چې کافر خپل ځان شاته کوي او ځیني په نوم مسلمانان د خپلو ګټو لپاره سپر ګرزوي, د مجاهد ګوزار د کافر په سپيو لګي او د کافر ګوزار نيغ په مجاهد لګيږي, د مومنانو سړي وژل کيږي د کافرانو سپي وژل کيږي…
مجاهد د دغې دوکې علاج تسليمي نه ګڼي، بلکي د سپي او څښتن په وړاندي هر اړخيز مقاومت یواځینۍ د بري لار بولي او ده هم…

مشکك دا وار په “امر بالمعروف, نهي عن المنکر” پسي راخستې ده؛ پوره کوشش يې کړی دی چې له مومنانو معروف او منکر ورک کړي ترڅو په خړو اوبو کې کبان ونيسي
هغه لیکي :

• د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مساله خورا مهمه ده، مګر له خپل اهمیت سره سره د دې په مفهوم کي ډېری کسان تېروتلي هم دي. قران‌کریم د معروف او منکر نوره تشریح نه ده کړې چي معروف کوم شیان دي او منکر کوم؟
معروف یوازي د منکر په مقابل کي نه دی ذکر سوی، بلکي نور ځایونه هم قران کریم د ځینو مسالو په ضمن کي معروف یاد کړی. قران‌کريم کي تقریبا «۱۹» ځایه معروف ذکر سوی. قران همداراز «۱۰» واره د منکر یادونه کړې ده…
د معروف کلمې د استعمال له مواردو را مالومه سوه چي معروف په قران‌کریم کي توضیح سوی نه دی، بلکي معروف د انسانانو ټولنو ته ایله کړل سوی…
له دې تفصیله مالومه سوه چي معروف او منکر هغه نېکي او بدي دي چي هره ټولنه د خپلې ټولنې په محدوده او ذهنیت کي ورته تعریف ټاکي.

● حقيقت دا دی چې معروف او منکر بالکل د هرې ټولنې له اعتقاد او رواج سره توپير لري، په عيسويانو کې معروف دادی چې عيسی عليه السلام د ﷲ ﷻ زوی ګڼي ، شراب حلال بولي…
يهود بيا عزير عليه السلام د الله زوی ګڼل معروف ګڼي…
مشرکينو ته د لوڼو ژوندي خښول, سود او قمار معروف ښکاريده…
د ډيموکراسۍ معتقدينو ته د ځنګله غوندي لوڅه او ګډوډه ټولنه معروف ښکاري…
اما مومنانو ته هغه څه معروف ښکاري چې قران او حديث ورباندي امر کړی وي او هغه ورته منکر دي چې قران او حديث ورنه منع فرمايلې وي; له کوم مومن نه هيڅکله اسلامي معروف او منکر نه ورکيږي, که ورنه ورک و نو خپل موقف ورنه ورک دی.
د مشکك مطلب دا دی چې قران دي يواځي په معروف ټکي تم شوی وای او د اسلام مکمل اوامر دي يې بيان کړي وای! همداسي منکر! يعني ټول قران دي د معروف شرح وای!!

مشکك بيا ليکي :

• زیاتره منکرات او جرمونه داسي وي چي انساني عقل يې هم بد ګڼي. د ګنا په اړه يوه حدیث کي دي:
يَا رَسُولَ اللهِ، فَمَا الْإِثْمُ؟ قَالَ: ” إِذَا حَاكَ فِي نَفْسِكَ شَيْءٌ فَدَعْهُ “ (مسند احمد: ۲۲۱۶۶)
ژباړه: ای د الله رسوله! نو ګنا څه ده؟ ده وویل، کله چي دي له ځان سره د یوه شي په اړه تشویش پيدا کړ، ایله يې کړه.

● دلته مشکك کوشش کړی دی چې معروف او منکر انسان ته وسپاري، انسانانو چې څه ښه ګڼل هغه ښه او چې بد يې ګڼل هغه بد ثابت کړي، شريعت ته پکې دخالت نه وي! بيا نو له همدغې لاري د پارلمان په ادرس حلال او حرام واړوي را واړوي!.

خو که څوک حقيقت غواړي نو لومړی بايد ياد روايت پوره وګورو
«ﻭﻋﻦ ﻭاﺑﺼﺔ ﺑﻦ ﻣﻌﺒﺪ – ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ – ﺃﻥ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻗﺎﻝ: ” ﻳﺎ ﻭاﺑﺼﺔ ﺟﺌﺖ ﺗﺴﺄﻝ ﻋﻦ اﻟﺒﺮ ﻭاﻹﺛﻢ؟ ” ﻗﻠﺖ: ﻧﻌﻢ ﻗﺎﻝ: ﻓﺠﻤﻊ ﺃﺻﺎﺑﻌﻪ، ﻓﻀﺮﺏ ﺑﻬﺎ ﺻﺪﺭﻩ ﻭﻗﺎﻝ: (اﺳﺘﻔﺖ ﻧﻔﺴﻚ، اﺳﺘﻔﺖ ﻗﻠﺒﻚ) ﺛﻼﺛﺎ. اﻟﺒﺮ ﻣﺎ اﻃﻤﺄﻧﺖ ﺇﻟﻴﻪ اﻟﻨﻔﺲ، ﻭاﻃﻤﺄﻥ ﺇﻟﻴﻪ اﻟﻘﻠﺐ، ﻭاﻹﺛﻢ ﻣﺎ ﺣﺎﻙ ﻓﻲ اﻟﻨﻔﺲ ﻭﺗﺮﺩﺩ ﻓﻲ اﻟﺼﺪﺭ ﻭﺇﻥ ﺃﻓﺘﺎﻙ اﻟﻨﺎﺱ» ) ﺭﻭاﻩ ﺃﺣﻤﺪ ﻭاﻟﺪاﺭﻣﻲ.

وابصه وايې رسول الله ﷺ راته وويل :”راغلی يې چې د بر او اثم په اړه پوښتنه وکړې?
ماول هو.
هغه خپلې ګوتې سره راټولې کړې، په خپله سينه يې کېښودې او درۍ واره يې وويل “له خپله ځانه يې پوښته ، له خپله زړه يې پوښته ” بر هغه دی چې زړه دي ورباندي ډاډه وي او اثم هغه دی چې په زړه کې يې دروګرځوې او پکې زړه نازړه يې، اګر که خلک يې په اړه فتوا هم درکړي.

لومړی بايد ووايو چې دغه ايت د امر بالمعروف سره تړاو نه لري، بلکي د “وَتَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ ۖ  وَلَا تَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ” متعلق دی

دوهم دا چې دغه رتبه- چې سينه يې په روا ډاډ ورکوي او په ناروا متردده وي- د هرچا نه ده; ملا علي القاري رحمه الله ليکي :
“ﻭﻫﺬا ﻟﻤﻦ ﺷﺮﺡ اﻟﻠﻪ ﺻﺪﺭﻩ ﻟﻹﺳﻼﻡ، ﻓﻬﻮ ﻋﻠﻰ ﻧﻮﺭ ﻣﻦ ﺭﺑﻪ .
دا د هغه چا خاصيت دی چې ﷲ ﷻ يې سينه د اسلام لپاره پرانيستې وي.
ﷲ ﷻ فرمايې:
أَفَمَن شَرَحَ ٱللَّهُ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلَـٰمِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِّن رَّبِّهِۦ ۚ  فَوَيْلٌ لِّلْقَـٰسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ ٱللَّهِ ۚ  أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ ﴿٢٢﴾ الزُّمَر-٣٩

ژباړه: ايا نو هغه څوك چي الله یې سينه د اسلام لپاره پرانستله او هغه د خپل رب خوا ته په يوه رڼا باندي روان دى (د هغه چا په شان كېداى شي چي له دغو خبرو څخه یې څه درس وانخيست؟) د هغو خلكو لپاره تباهي ده چي زړونه یې د الله په نصيحت سره لا زيات سخت شول، هغوى په ښكاره ګمراهۍ کښي غور ځېدلي دي.

مشکك په دې لړ کې پرمخ تللی دی، کوشش يې کړی چې له پرديو ښځو مچې اخستلو ته جواز پيدا کړي او جبيره يې يواځي د سهار او مازديګر لمونځ وبولي!
هغه ليکي :
• زموږ د پښتنو په ټولنه کي که څوک د چا له ښځې یا لور یا هم خوره مچه واخلي؛ نو خلګ وژنو ته سره پرې رسېږي، اما همدا قضیه د رسول الله په زمانه کي دا رنګه حل سوې ده:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ رَجُلًا أَصَابَ مِنِ امْرَأَةٍ قُبْلَةً، فَأَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَ ذَلِكَ لَهُ، قَالَ فَنَزَلَتْ: {أَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ، إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ} [هود: 114] قَالَ: فَقَالَ الرَّجُلُ: أَلِيَ هَذِهِ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «لِمَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ أُمَّتِي» (مسلم: ۲۷۶۳)
ژباړه: عبد الله بن مسعود روايت کړی چي یو کس له یوې ښځې مچه واخیسته، بیا رسول الله ته راغی او دا پېښه يې ورته بیان کړه؛ نو دا پاس ايت «د ورځي په دوو طرفونو او د شپې په یوه برخه کي لمونځ کوه، بې‌شکه نېکي سیئاتي ختموي. دا د پند اخیستونکو لپاره پند دی.» نازل سو. ده ویل هغه سړي وویل، ای د الله رسوله! دا حکم یوازي زما لپاره دی؟ رسول الله وویل، زما له امته د هغه چا لپاره دی چي عمل په وکړي.
● دغه روایت ترمذي په تفصيل اخستی دی, هغه د يو نفر نوم اخلي او زياتوي:
يوه ښځه راغله ، خورماوي يې اخستې, ماورته وويل دننه له دينه ښې خرماوي دي؛ هغه راسره ننوته زما شوق وشو او ښکول مې کړه! هغې راته وویل :له الله وېره وکړه. له ماسره د ﷲ ﷻ نه ويره پيدا شوه, توبه مې وه ايسته او رسول الله ﷺ ته د ګناه د جبيرې لپاره ورغلم…
يعني سړي دا کار ګناه ګڼل, داسي نه لکه د ډيموکراسۍ بندګان چې حق ورته ښکاري، توبه يې هم وايسته. نو ﷲ ﷻ خو د کافر توبه هم قبلوي.
اوس د ډيموکراسۍ پلويان کوشش کوي چې خپلو لوپرانو ته پردي ناموسونه را ثابت کړي! دوی غواړي له پرديو ښځو سره په دفتر کې وه اوسي; حال دا چې له دغه نفر نه همدغه ګناه د پردۍ ښځې سره د خلوت په سبب وشوه.
ﷲ ﷻ فرمايې:
ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتُ بَعْضُهُم مِّنۢ بَعْضٍ ۚ  يَأْمُرُونَ بِٱلْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمَعْرُوفِ

ژباړه: منافقان نارينه او منافقاني ښځي، ټولي يو د بل په څير دي. په بدۍ امر كوي او له نېكۍ څخه منع كوي.

وَٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ  يَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ
ژباړه: مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي، دا ټول د يو بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بديو څخه منع كوي، لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت كوي.

عبد الرقيب رقيب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: