طالبان: په ۲۰۲۰ کال کې ۱۳۰۴۰ حکومتي منسوبين ور سره یو ځای شوي

عزم (پنجشنبه، ۲سلواغه، ۱۳۹۹): د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال په جریان کې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو او نظامي مجاهدینو په همکارۍ د کابل حکومت ۱۳۰۴۰ تنه منسوبین ورسره یو ځای شوي او د دوی له لوري د تود هرکلي ترڅنګ يې، د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسانو له ځان سره د نقلیه وسایطو ترڅنګ سپکې او درنې وسلې هم له ځان سره راوړي چې په وینا يې ۵۸۹ میله سپکې وسلې، ۴۷ شوبلې، ۳۳ رینجر، ۱۴ موټرسایکلان، ۹ د شپې دوربینان او یوه مخابره يې له ځان سره راوړي او دوی ته سپارلي.
طالبانو په نورو مخالفینو هم غږ کړی ترڅو له مخالفت څخه يې لاس واخلي او ور سره یو ځای شي او د اسلامي امارت تر چتر لاندې دې د خپل دین او هیواد څخه ساتنه وکړي.
د یادونې ده چې د طالبانو د مشر له لوري د عمومي عفوې د فرمان تر صادرېدو وروسته؛ تر دې مهاله ګڼ شمېر حکومتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای کېږي او له ځان سره سپکې او درنې وسلې هم ورته سپاري. خو په دې وروستیو کې يې شمېر څو ځله زیات شوی او د پخوا په پرتله زیات تسلیمېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button