د پکتیا وهل شوي ځنګلونه بیا زرغونېږي

عزم(پنجشنبه،۰۲، سلواغه ۱۳۹۹): د پکتیا د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې د وهل شوو ځنګلونو د بیا زرغونولو هڅې ګړندۍ کړي او د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د بیارغونې، خوندیتوب او پراختیا په پار یې راون کال یو لړ طرحې پلي کړي دي.

د یاد ریاست چارواکي وايي، د ځنګلونو قانون، د ځنګلونو اقتصادي او ټولنیز ارزښت، د ځنګلونو د پرېکېدو  مخنيوی او د ځنګلونو د بيا رغونې په پار عامه پوهاوی، د ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار د ډنډ پټان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د غوزانو ۲۰ زره نیالګي اېښودل او ترڅنګ یې د ځنګلولۍ پنځه ټولنې جوړل، د جوړو شوو قوریو له نیالګيو څخه وخت په وخت څارنه او نظارت کول، د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنيوي په پار د ۱۲ تړونونو لاسلیک او جوړو شوو ځنګلولۍ ټولنو ته د ۵۴ جوازونه ورکړه هغه څه دي، چې د راون کال په ترڅ کې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې په دې ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ترسره شوي دي.

د پکتیا د کرنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مرکز ګردېز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د څړ ځایونو سروې تر سره کول، د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت پروژې له خوا دوه زره او ۹۵۵ کم مصرفه نغري پر ځنګل میشتو وېشل شوي دي. «د دې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ډېروي، ځکه ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غېږ کې لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي او هم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي. همدا راز ځنګلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابروي، چې په ګڼو برخو لکه د سون لرګیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي.»

پکتیا هم هغه ولایت دی، چې په تېرو کلونو کې یې ګڼ ځنګلونه د لرګیو د قاچاق کوونکو له لوري وهل شوي دي.

د کرنې وزارت وايي، په روان کال کې یې د هېواد د ګڼو ځنګلونو د بیا زرغونولو لپاره زرګونه نیالګي روزلي دي، چې ورسره به ګڼ وهل شوي ځنګلونه بیا زرغون شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: