که جوبايډن د دوحې تړون لغو کړي، څه به پېښ شي؟!

ليکوال: نصير تکل
دا چې پرون د جنوري په شلمه د جوبايډن د لوړې مراسم ترسره شول او نوموړى د امريکا (۴٦) رئيس جمهور وټاکل شو، ورسره جوخت دافغاني غلامانو وينه په حرکت راغله، دوى داسې وانګيرله چې د امريکا نوې اداره به به ددوحې تړون لغوه کړي او جوبايډن به د څه نور وخت لپاره امريکايان ځواکونه په افغانستان کې وساتي، خو زه وايم د افغاني غلامانو دا ډول انګيرنه هسې يو خوب او خيال دي؛ ځکه ددوحې تړون د طالبانو او ټرمپ ترمنځ کوم شخصي او موقتي تړون نه ؤ، بلکې دداسې تړون دى چې دامريکا سناء مجلس او بين الملل هم تائيد کړى، دغه تړون د ۲۹ هيوادونو د خارجي وزيرانو په حضور کې لاسليک شو، بل که دقيق نظر وکړو دغه تړون د امريکايانو د پوره شکست، ماتې، ناچارۍ او دخپل شکست پټولو په منظور امضاء شو، کنه دوى په هېڅ صورت طالب ته د ژوند کولو حق هم نه ورکولو، دوى دا جګړه پدې شعار سره پيل کړه چې نړۍ به يا له زمونږ سره دريږي او يا له طالب ترهګرو سره، هماغه ؤ ټول نړيوال له ډاره له دوى سره ودريدل او دطالبانو له منځه وړلو لپاره يې نړيوال حشر وکړ، د طالبانو په خلاف يې هر قسم عصري او پرمختلې وسلې استعمال کړې؛ مګر طالبان ورک نشول، طالبان لازيات او منظم شول، طالبان دالله تعالى په نصرت او د خپلو بې دريغه قربانيو په نتيجه کې نړيوال ستيج ته پورته شول، هغه چا چې شل کاله وړاندې طالبان د خبرو وړ نه بلل او له هغوى سره يې خبرې کول د خپل هيواد کسر شان او د وخت ضائع بلله، د هماغه هيواد چارواکو ۱۸ مياشتې له طالبانو سره په مذاکراتو تېرې کړې او شل کاله وروسته يې طالبان په نړيوال ستيج ومنل او د ۲۹هيوادنو په وړاندې يې له هغوى سره ددوحې تاريخي تړون امضاء کړ.

بېغمه اوسئ دغه تړون جوبايډن نشي لغوه کولاى، ځکه دا تړون د طالبانو په خواست او زاريو نه دى ترلاسه شوى بلکې دا تړون د امريکايانو دمجبوريت او پوره شکست په نتيجه کې ترلاسه شوى، د امريکايايي ځواکونو وتلو لپاره همدغه عزتمنده لاره ده، که دوى بله لار انتخاب کړي له ذلت، خواري، شرمندګۍ او نړيوالې رسوايۍ پرته به بل څه ترلاسه نه کړئ. #ان_شاءالله.

اوکه بيا کتنه پرې کوي هغه ددوى خپل کار دى، هغه د خيرالله شينوارى خبره: ‏امریکا که له سره پرې کتنه کوي که له بېخه خو توافق به همغه د دوحې وي، د افغانستان اشغال به پایته رسېږي، د افغانانو خپلواکي به منل کېږي، زمونږ د خلکو ارادې ته به احترام کېږي، بهرني یرغلګر پوځیان به له ګران افغانستانه وځي، سوله به راځي او اسلامي نظام به جوړېږي.

که بالفرض تړون لغوه شي څه به پېښ شي؟! هېڅ هم نه پېښيږي، يوازې دومره به وشي چې جګړه به يو څه اوږده شې، دلته به ملت يو څه نور هم وکړيږي، امريکايان به لا له شکست او ماتې سره مخ شي، ګواډکيان به يو څو نورې شپې په قدرت کې پاتې شې.

د يوې خبرې يادونه بايد وکړو طالبانو روانه مبارزه ددؤ اهدافو لاسته راوړلو په خاطر پيل کړې، چې هغه دوه اهداف داشغال خاتمه او د اسلامي نظام اقامه ده، که يې څوک د خبرو له لارې مني طالبان ورته لبيک وايي او که نه هغوى به خپل سپېڅلى جهاد ته تر هغه ادامه ورکړي، تر څو دغه دوه اهداف ترلاسه شي، نړيوال اوباشان او افغاني غلامان دې پدې پوه وي چې طالبان هېڅکله له روانې مبارزې ستړي، ستومانه او په شاه کېدونکي نه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button