د بې واکه مجسمو بې باکه خبرې!

هغوی يوازې د امريکايانو له لورې د بې واکه مجسمو په څېر پر څوکۍ سپاره وو، نور ټول واک او اقتدار د امريکايانو په لاس کې وو، هغوی د امريکایانو په ريموټ څرخېدل

کريم الله کامران

په هر اشغال شوي هيواد کې مستعمرين او يرغلګر د هغه هيواد د ولس څخه په خوف او ويره کې وي، ترڅو هغه ولس د دوی په وړاندې د مقاومت او مبارزې لار خپله نه کړي او د دوی د ناولي ښکيلاک او اشغال په مقابل کې د خپل هيواد د دفاع، د خپل ځان د خپلواکۍ او ازادۍ سنګر ونه نيسي.

نو د دې ويرې د له منځه وړلو او يا ټيټولو لپاره اشغالګر قوتونه له بيلابيلو طرحو او طريقو څخه کار اخلي، د هغه طرحو څخه يې يوه هم د اشغال له پيله د هغه هيواد ځينې داسې خلکو ته د څوکۍ، اقتدار او واک واګې په لاس کې ورکول دي، چې هغوی لا له وړاندې اشغالګرانو د دې کار لپاره روزلې، تيار او اماده کړي وي، ترڅو د خپل اشغال د پايښت په لار کې د خلکو د اغفال، تيريستني او دوکه کولو لپاره کار ترې واخلې.

هغه خلک بيا يوازې د يوې جوړې شوي مجسمې په څېر پر څوکۍ ناست وي، واک او اقتدار ټول د يرغلګرو په لاس کې وي، دوی يوازې د يرغلګرو نانځکې وي، هغوی چې يې هر لور ته لوبوي، هغه لور ته ورسره لوبيږي، بيا يوازې په ريموټ چليږي، چې د ريموټ کنټرولر يې هم د  يرغلګرو لاس کې وي، د هغوی ضمير، وجدان او احساس ټول مړه شوي وي، د يرغلګرو د هر جرم، قساوت، وحشت، درندګۍ او نارواکړنو احساس نه کوي، هغوی ته يوازې خپله څوکۍ، اقتدار او پيسې اهميت لري، لنډه دا چې هغوی کاملا غلامان وي، خپله ازادې يې په دې څوکۍ، اقتدار او پيسو ورکړې وي.

پر افغانستان د امريکا تر اشغال وړاندې امريکايانو هم داسې خلک روزلي او اماده کړي و، چې تر اشغال وروسته  په افغانستان کې د واک واګي په لاس ورکړي، د دې کار لپاره يې مستقيما په بون کې غونډې تر سره کړې، ترڅو د خپلو روزل شوو خلکو او خپل جوړ شوی نظام افغانستان ته د راوړولو لپاره طرحي جوړي کړي، خپل روزل شوې افغانان يې د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه راټول کړل، په پايله کې په ټانګونو او طيارو سپاره راوارد کړل او د اقتدار او واک واګي يې په لاس ورکړې.

دوې لسيزي د امريکا ناروا يرغل د افغانانو پر سر د ډول ډول جرمونو، قساوتونو، وحشتونو او ظلمونو ميچني وچلولې، د افغانانو پر ښارونو کلېو،  کورونه، جوماتونه، مدرسو، جنازو او ودونو يې بمونه وغورځول، په بنديخانو کې يې بې وسه او بې کسه افغانان ووهل، ويې ډبول، ويې ربړول، شکنجه يې کړل، خو د دې ټولو وحشتونو سره سره د امريکا روزل شوو غلامان سپوڼ هم ونه واهه، نه يې ضمير او وجدان ملامت کړل او نه يې هم احساس راژوندی شو، چې امريکايان له وحشتونو څخه ايسار کړي، حتی د افغانانو سره د غمرازۍ توان ورسره نه و.

هغوی يوازې د امريکايانو له لورې د بې واکه مجسمو په څېر پر څوکۍ سپاره وو، نور ټول واک او اقتدار د امريکايانو په لاس کې وو، هغوی د امريکایانو په ريموټ څرخېدل، د دغه روزل شوو غلامانو بڼه هوبهو د ماشومانو د ساعت تيري نانځکو ته ورته وه، چې د امريکايانو له لورې به په روا او ناروا توګه لوبېدل، ځکه هغوی خپله ازادي پلورلې وه، هغوی د امريکايانو په وندر تړلي غلامان و، د هغوی اراده سلب شوې وه، د هغوی هر امر او وينا په هر ځای کې نه نافذيدل، که د امريکايانو ورسره خوښه وه، امر يې پر ځای کېدای شو، کنه هسې خوشي به يې ځان ستړی کاوه.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د توافقنامې لاسليک او د بين الافغاني مذاکراتو پيل د هغه بې واکه مجسمو او د امريکا د نانځکو د زوال او اکسپائر کيدلو پيلامه وه، د امريکا د اشغال د خاتمې وروسته يې ټولې ناولي ريښې په بشپړه توګه ختلې، نور د دې پر ځای چې د واک پر ګدی سپاره شي، وحشت، فساد، غلا، غصب، چور او تالان ته ملا وتړي، هغوی بايد ملت ته د دوو لسيزو ظلمونو، وحشتونو، فسادونو او غلاوو حساب ورکړي، نو ځکه يې په دې حساسو شيبو کې د سولې د سبوتاژ کولو پرلپسې هڅې رواني کړي وې/دي، توندې او بې باکه خبري کوي، په يوه او بل نامه خونړي بريدونه کوي، د اسلامي نظام د مخنيوي لپاره يې ډول ډول مکرونه، فريبونه او جعلسازۍ په کار اچولي دي، خو د دوی ناولي خبري، ناروا ګواښونه او له فريبه ډکې کړني نه امريکا له تيښتي ايسارولی شي او نه به د اسلامي نظام مخه ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: