که طالب بندیان اعدام شول!؟

خط اول
په تېر شل کلن اشغال کې زرگونه افغانان په باگرام، څرخي‌پله، کندهار او گوانتانامو زندانونو کې بندیان شول. دوی ټول طالبان نه وو؛ خو یوازې په ږیره، لونگۍ او حتیٰ په پښتو ویلو هم بندیان شوي وو. کله چې امرالله صالح د ملي امنیت رییس و، ډېری بې‌گناه خلک یې په بېلابېلو نومونو ونیول او بندیان یې کړل. د هېواد په ټولو ښکاره او پټو زندانونو کې لا هم زرگونه بې‌گناه بندیان پراته دي، چې تراوسه یې جرم هم معلوم شوی نه‌دی. که څه هم ډېر بندیان خوشې شوي، خو لا هم ډېر بندیان په بېلابېلو زندانونو کې سختې شپې ورځې تېروي. پرو سږکال د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه وشوه. په دغه هوکړه کې له نورو شرطونو سربېره یو شرط دا هم و، چې د طالبانو پنځه زره بندیان به خوشې کېږي. حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ کړل، مشورتي جرگه یې راوغوښته، خپلې سرې کرښې یې یادولې او ډول ـ ډول اخطارونه یې ورکول؛ خو بیا هم د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې شول او طالبانو هم بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېښوده.
که څه هم د سولې خبرې ورو روانې دي، خو بیا هم ناهیلي کوونکي نه دي؛ ځکه د افغانستان د اوسنۍ ستونزې حل یوازې د سولې خبرې دي او دغه خبرې باید بریالۍ هم شي. که د سولې په خبرو کې څومره ځنډ راځي، خلک بیا هم ناهیلي شوي نه دي. حکومت لا هم د امریکا راتلونکي حکومت ته سترگې پر لاره دی او هیله لري چې جوبایډن به له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل ودروي او له اوسني حکومت سره به د ۲۰۰۱ز کال په شان مرستې وکړي. اشرف غني تېره اوونۍ هم ویلي وو، چې واک یوازې یو ټاکل شوي حکومت ته سپاري. اشرف غني لا هم هیله لري چې د خپلې واکمنۍ پاتې څلور کلونه هم تېر کړي او که بیا واک په سوله‌ییز ډول چاته سپارل کېږي او یا یې په زور نیسي، دی به نه وي.
د تېرې دوشنبې په ورځ«مرغومي ۲۹مه» د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، چې په کابل کې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره باید طالب بندیان اعدام شي. نوموړي ویلي وو: طالب بندیان فکر کوي چې بښل کېږي او د دوی دغه ډول تصور د افغانستان په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتېدو سبب شوی دی.«د دې ستونزې یو بنسټیز حل د یو شمېر نیول شوو طالب بندیانو اعدامول دي. دا نیول شوي بندیان باید اعدام شي چې نور ورڅخه پند واخلي.» صالح همدارنگه ویلي وو، د طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي بندیان«د بلبل په څېر» منښت هم کوي او هیله لري چې یوه ورځ به د سزا پرته له بند څخه خوشې شي.
صالح د سې‌شنبې په ورځ هم وویل، چې د افغانستان ۸۵سلنه خلک د طالب بندیانو اعدام غواړي او د ده د غوښتنې پراخ هرکلی شوی دی. طالبانو په بیا، بیا ویلي، چې په اوسنیو هدفي وژنو کې دوی لاس نه لري، بلکې دغه وژنې د حکومت دننه هغه کړۍ کوي چې د سولې مخالفې دي. د اشرف غني په تېره دوره کې «پنځه کاله مخکې هم» ۶تنه طالب بندیان اعدام شوي وو، چې طالبانو یې په غچ کې د کابل په گډون په گڼو ښارونو کې پر قاضیانو او څارنوالانو «انتقامي»بریدونه وکړل او لسگونه قاضیان او څارنوالان یې ووژل.
طالبانو د صالح خبرو ته توند غبرگون وښود او طالبان بیا په خپل غبرگون کې جدي هم دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد گڼو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې له بندیانو سره د هر ډول ناوړه کړنې غچ به اخلي. ښاغلي مجاهد ویلي وو، چې دا شان کړنو سره به د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شي او حکومت غواړي چې خپلې ناکامۍ په دې کارونو سره پټې کړي. «بنديان ځانگړي حقوق لري، جنگي بنديان هېڅوک نه شي اعدامولی او که حکومت داسې گامم پورته کړي، نو له دوی سره هم بديلې لارې شته او دا کار به حکومت ته په درنه بيه تمام شي.»
امرالله صالح چې اصلي دنده یې د اشرف غني لومړي مرستیالي ده؛ خو اوس یې گڼې چارې پر غاړه اخیستي دي. د افغانستان قوانین هر چاته خپل واکونه ورکړي. افغانستان ستره محکمه، لویه څارنوالي او د عدلیې وزارت لري او د اعدام هره پرېکړه د عدلي او قضايي ارگانونو کار دی، نه د اشرف غني د لومړي مرستیال. ځکه د قانون د پلې کېدو مسوولیت او مکلفیت د عدلي او قضایي بنسټونو کار دی، د حکومت اجراييه بنسټونه د لومړي معاونیت په گډون د داشان حکمونو لکه اعدام مسوولیت نه لري.
که حکومت احیاناً طالب بندیان اعدام کړي، نو دغه چاره به حکومت به په درنه بیا تمامه شي. اوس طالبان د کابل په گډون په گڼو لویو ‎ښارونو کې ښکاره فعال دي او د هېواد زیاته خاوره هم تر خپل حاکمیت لاندې لري. د سولې په خبرو کې باید حکومت له هغو کارونو ډډه وکړي، چې د سولې خبرې ورسره ځنډېږي او نوې ستونزې زېږوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: