د مالیې وزارت او ارګ جنجال؛ اشرف غني د مالیې وزیر ‘ارغندیوال’ له دندې ګوښه کړ

عزم(شنبه، ۴ سلواغه ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د ارګ د چارو ادارې د مالیې پر وزیر بیساري تورونه ولګول او ددغه وزارت په چوکاټ کې یې د ګڼو کسانو د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه،په تعقیب یې تازه جمهور رئیس غني د مالیې د وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ګوښه کیدو پریکړه کړېده.
د عوایدو په راټولونه کې ځنډ، د ارزونې له پلاوي سره د همکاري نه کول،وزارت کې غیرقانوني ټاکنې، د ټاکل شویو کسانو له ارزونو ممانعت، مدیریتي کمزوري، دولتي ارزښتونو ته نه ژمنتیا او د جمهوري ریاست د غوښتنو او وړاندیزو نه سرغړونه د ارغندیوال د ګوښه کیدو مهم لاملونه بلل شوي دي.

ارګ ویلي چې د ښاغلي ارغندیوال پرځای یې محمدخالد خالد د دغه وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

ارغندیوال چې د حزب اسلامي د جلا شوې ډلې مشري یې کوله، یو له فساد ضدو جدي وزیرانو شمیرل کیده چې د کابل حکومت په لیکو کې د نفوذي فساد پرضد یې پراخه مبارزه پیل کړې وه، هغه څه چې د شنونکو په وینا، د حکومتي چارواکو او په ځانګړې توګه د ارګ د ځانګړي ټیم د غوسې لامل ګرځیدلی وه، ځکه ارغندیوال د هغوی د ګټو د خوندیتابه برخه کې لوی خنډ بلل کیده.

بلخوا راپورونه وایي چې د وزیر له ګوښه کیدو وروسته، ددغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي هم استعفا ورکړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button