تاريخچه) که (لنډ تاريخ) وليکو؟

په پارسي ژبه کي تر نوم وروسته (چه) ليکل تصغيري وروستاړی يا پسوند بلل کېږي، ياني يو شی کوچنی ښيي، لکه (باغچه، جویچه، حوضچه) ياني کوچنی باغ، کوچنی لښتی او کوچنی حوض، خو پښتو ژبه خپل ځانګړي تصغيري وروستاړي او قيدونه لري، بل دا چي په پښتو ژبه کي د (چه) وروستاړی تل د پارسي په ډول تصغيري مانا نه ښندي، لکه (کتابچه)، دلته وينو چي کتابچه کوچني کتاب ته نه وايي، بلکي پر هغو سپينو پاڼو دلالت کوي چي د کتاب په ډول سره ګنډل سوي او جوړي سوي وي، کېدای سي يوه کتابچه دوه سوه مخه وي او کتاب پنځوس مخونه ولري، خو بيا هم دې پنځوس مخه کتاب ته څوک (کتابچه) نه وايي. د (تاریخچه) په کلمه کي هم (چه) د تصغيري وروستاړي مانا نه، بلکي د (لنډ) مانا لري، یاني د تفصيل مقابل اړخ بيانوي، خو زموږ ځيني لیکوالان يې په ناخبرۍ کي ليکي، ځيني خو يې لا (لنډه تاريخچه) هم ليکي، زما په نظر ښه به دا وي چي د (تاريخچه) پر ځای (لنډ تاریخ) ولیکو، ځکه د (لنډ) کلمه هم پښتو ده، هم ولسي ريښه لري او هم يې مانا عامه ده، د بېلگې په ډول (د افغانستان لنډ تاريخ)، (په افغانستان کي د فوټبال لنډ تاريخ).
عبدالنافع همت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button