بلخ: ترافیکي پیښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(سه شنبه، ۷سلواغه ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تیره شپه شاوخوا ۹بجې د بلخ او جوزجان په لویه لاره د یوې ترافیکي پیښې له کبله شاوخوا ۳۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکو ویلي، پیښه د یوه ۴۰۴ډوله موټر او د یوه باروړنکي موټر د ټکر له کبله د بلخ د چهار بولک ولسوالۍ اړوند د ” جوی یوزلیک، تیمورک‌” سیمه کې رامنځته شوې؛ چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۰کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دا ۴۰۴ډوله بس موټر له فاریاب ولایت نه د پلازمینې کابل پر لور روان وه، چې له یادې پیښې سره مخ شوی دی.
ځایي خلک وایي چې موټر په بشپړه توګه تخریب شوی او د ډیرو ټپیانو صحي وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button