د جوبايډن د ادارې پر وړاندې طالبان بايد څه ډول دريځ اختيار کړي؟

ليکنه : ډاکټر سراج احمد
په امريکا کې چې د چا حکومت وي، که د طالبانو پر وړاندې نرمه پاليسي اختياروي يا سخته، دا يو تکتيکي عمل دی او موخه ترې دا ده چې څنګه وکولای شي له طالبانو څخه په سياسي برخه کې په آسانه امتيازات واخلي، يا طالبان په کمو امتيازاتو قانع کړي او دوی خپلو اصلي اهدافو ته ځان ورسوي، اصلاً د امريکا له لوري د استراتيژيک نظامي زور د کارولو دوران تير شوی دی، امريکايانو ډول ډول پوځي استراتيژۍ آزمويلې دي، د دې ټولو استراتيژيو د پايلو د ارزولو په پايله کې امريکا دې نتيجې ته رسيدلې ده چې د نظامي زور د استعمال له لارې طالبانو ته په قاطع ډول ماتې نشي ورکولای، ځکه يې له سياسي لارې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ملا تړلې ده او غواړي د خپلو مهمو اهدافو د تحقق په صورت کې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، د امريکايانو مهم اهداف واضح دي :
الف ـ له افغانستان څخه امريکا او د امريکا متحدينو ته د ګواښ نه پيښيدل.
ب ـ په سيمه ئيزو او نړيوالو سياليو کې افغانستان د امريکا په ګټه پاتې کيدل.
ج ـ په تيرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لويديځ له لوري د صادر شوي فکر او فرهنګ يو ډول ساتنه.
له سياسي وضعيت څخه معلوميږي چې په امريکا کې د نوي حکومت بدلون شايد د يو څه مودې لپاره د طالبانو پر خلاف د فشار د يوې آلې په توګه وکارول شي او کوشش به وشي ځينې هغه امتيازات چې طالبان يې د دوحې په تړون کې لري، له طالبانو څخه په يو څه فيصدي بيرته واخيستل شي، يا طالبان دې ته اړ کړای شي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې د يو څه امتيازاتو ورکولو ته حاضر شي، کيدايشي امريکايان د خپلو پوځيانو د ايستلو د مودې تمديد وغواړي يا د يو څه پوځيانو په پاتې کيدو ټينګار وکړي او يا د پاتې بنديانو د خلاصون او د تور لست د ختمولو په بدل کې له طالبانو څخه د مخکيني اورکم په نسبت د زيات اورکم غوښتنه وکړي او يا په طالبانو باندې د راتلونکي حکومت د يوې داسې طرحې د منلو هڅه وکړي چې تر ډيره بريده د جمهوريت غوښتنو ته پکې ځای ورکول شوی وي.
اوس پوښتنه دا ده چې څنګه طالبان کولای شي له دې فشار څخه ځان وباسي او امريکايان دې ته اړ کړي چې د اضافي ګټو له لاسته وروړلو شاته شي او له سياسي لارې د افغانستان د معضلې د حل معقول مسير تعقيب کړي؟!
زما په فکر که چيرې طالبان لاندې ټکو ته پام وکړي او يو لړ اقدامات ترسره کړي، کيدایشي د امريکايانو د دې موقتي فشار څخه په برياليتوب راووزي او د امريکايانو ماغزه ځای ته راولي :
1. صبر، په خپل دريځ ثبات او له عجلې څخه کار نه اخيستل.
2. د امريکا له نوې ادارې سره له مختلفو لارو د اړيکو ټينګول، دوی ته د قناعت ورکول او د کابل د ادارې د سولې ضد دريځ ورته څرګندول.
3. د امريکا د نوې ادارې د نوو امتيازاتو د غوښتنې اټکل او له مخکې څخه ورته د امتيازاتو په مقابل کې د امتيازاتو د يوې داسې بستې برابرول چې امريکايان په اتومات ډول له امتياز غوښتنې څخه شاته کړي.
4. د پاتې بنديانو په خلاصون او تور لست په ختمولو ټينګار، د دې لپاره پراخ تبليغات او ذهنيت سازي کول او په راتلونکي کې په کومه مناسبه موقع د دې دوو فيصله شوو خبرو د عملي کولو لپاره د شرط په توګه د بين الافغاني مذاکراتو متوقف کول.
5. له افغاني مختلفو جهتونو سره د پټو او ښکاره تماسونو او ناستو زياتول.
6. د جګړې په ميدان کې د عملياتو د تخفيف د خپلې احصائيې وړاندې کول او په دې اړه د مکررو راپورونو خپرول.
7. د کابل د حکومت د سوله ضد دريځ په اړه د خپلو مطرحو شخصيتونو له لارې د څرګندونو خپرول او په تبليغاتي برخه کې تهاجمي حالت اختيارول.
8. له خپل اړخه د توافقنامې په کلکه عملي کول.
د يادونې وړ ده، کله چې ټرمپ واک ته ورسيد؛ سره له دې چې ده په خپل انتخاباتي کمپاين کې د افغانستان د جنګ د ختمولو او له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو ژمنه خپل اولس ته ورکړې وه خو بيا يې هم په پيل کې د افغانستان لپاره خپله استراتيژي په تکتيکي ډول داسې عياره کړه چې ټوله له زور او شدت څخه ډکه وه او ډير زيات وحشتونه يې هم ترسره کړل، هغه مهال هم د کابل د ادارې پلويان ډير ورته خوشحال وو او د افغانستان د اولس پر ضد يې په شپنيو چاپو او بمبارونو کې له امريکايانو سره په ګډه ډير زيات زياتوالی راوست او کمساري بشرضد تاريخي جنايتونه يې ترسره کړل، خو څرنګه چې طالبانو له صبر او ثبات څخه کار واخيست، له دوی سره يې کلکه مقابله وکړه، د ټرمپ او د امريکا د وخت د پاليسي جوړوونکو ماغزه يې ځای ته راوستل او ډير ژر يې پر دې باوري کړل چې د نظامي زور له لارې هيڅ لاسته نشي وروړلای، نو له طالبانو سره د مذاکراتو پيل او د اشغال د خاتمې د تړون لاسليک ته اړ شول، اوس هم جوبايډن سره له دې چې د افغانستان د جنګ ختمول غواړي د يو څه وخت لپاره به مجبور وي چې د امريکا د جنګ غوښتونکو ځينو کړيو او د کابل په اداره کې د سوله ضد کړيو غوښتنې او نظريې د يو څه وخت لپاره تجربه کړي، خو که چيرې طالبان له حکمت عملي څخه کار واخلي او د يوې معقولې پاليسۍ له لارې په خپل دريځ ټينګ او ثابت ودريږي، ډير ژر به جوبايډن او د ده ټيم اړ شي چې شوي توافقات عملي کړي او د جګړه غوښتونکو او سوله ضد کړيو غوښتنو ته منفي ځواب ووايي.
د يوې معقولې تګلارې په اساس صبر او ثبات د کاميابۍ غوره لار ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button