طالبان: د ارګ لخوا د ملي شتمنیو د چور تالان مخه باید ونیول شي

عزم(چهارشنبه، ۸سلواغه ۱۳۹۹):په ارګ کې د پراخ فساد په هکله د وروستیو راپورونو تر افشاګیري وروسته، طالبانو په خپل لومړي غبرګون کې له ولسونو او مطرحو څیرو غوښتي چې د هیواد د ملي شتمنیو د چور تالان مخه ونیسي.

طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې د سیګار هغه راپور ته کتنه کړې چې ګواکې د کابل حکومت چارواکي هوایي ډګر کې له تالاشیو مستثنا شوي او د هغوی لخوا بهر ته د قیمتي توکو او پیسو پراخ قاچاق روان دی چې یواځې په دې کال کې څه باندي څلورنیم میلیارده ډالر له هیواده غلا او بهر ته وړل شوي دي.
طالبانو ویلي:« د رژیم چارواکي اوس په دې پوه شوي چې نور یې د زوال شیبې هرو مرو په را نژدي کیدو دي، د سولې او یا زور له لاري به دوی خامخا له واکه لري کیږي، د ولس له محاکمې سره به مخ کیږي، نو دوی پر نور هرډول اختلاس برسیره اوس د هیواد د ملي خزانې لوټلو ته په داسي بربنډه توګه لاس اچولی، چې په رڼا ورځ مخامخ نغدي پیسې او توکي له ملي خزانې غلا کوي او بهر ته یې تښتوي»

سرمقاله زیاتوي، د کابل د موجوده “فاسد رژیم” د رسمي لوټمارۍ او اختلاس اندازه د ۹۱ کوډ له دوسیې څخه ښه کیدلای شي. «همدارنګه د اوسنۍ بودیجې؛ چې ټامیانو د خپل دسترخوان په نامه د اتلس قسمه غوښو ترکاریو لپاره په سلګونو میلیونه ډالره بیل کړل؛ ښه څرګندیږي. »

د سرمقالې په باور چې د ملي تدارکاتو له لاري د قراردادونو خپلول، د مالیې له وزارت سره اوسنۍ لانجې او له دغه وزارت څخه د عائداتي سرچینو ایستل او د ارګ د چارواکو په واک پسي تړل؛ ټول د دې ثبوتونه دي چې هغوی د هیواد ملي خزانې لوټلو ته پوره چمتوالی نیولی دی

طالبانو له حکومت څخه وتلو جمهوریت پلوه څیرو باندې غږ کړی چې د ولس پخاطر ددې شتمنیو د لوټ مخه ونیسي: «د بیچاره ولس که فی الحال لاس رسی ورته نه کیږي چې د دې غلو مخه ونیسي، هغه چارواکي چې په جمهوریت (!) کې دننه او یا بهر اوسي او له دې سترو غلاوو څخه محروم دي؛ هغوی خو دې خپل آواز اوچت کړي چې د دې داړه مارانو مفسدو چارواکو له شره دا ولس وژغورل شي او د ملي شتمنیو د لوټ تالان څه ناڅه مخنیوی وشي. ترڅو د اسلامي نظام په راتګ د دوی محاسبه ممکنه کیږي.»

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښیي، چې تازه د ولسي جرګې غړو د افغانستان بانک کې د باختر طلایي خزانې پر لوټ تالان اندیښنه ښکاره کړې او غوښتنه یې کړې چې باید یوه دریم هیواد کې د امانت په توګه کیښوودل شي ځکه چې په وینا یې، یاده خزانه دارګ او افغانستان بانک د چارواکو له خوا د قاچاق له جدي ګواښ سره مخ ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button