د دښمنانو تجريد د طالبانو يو بريالی سياست

 

ليکنه : ډاکټر سراج احمد
سياسي ميدان ته د طالبانو د راتګ د افغانستان لپاره ګټه دا وه چې د سولې او مذاکراتو له لارې د افغانستان د روانې معضلې د حل عملي چارې پيل شوې، طالبانو له مطرحو سيمه ئيزو او نړيوالو قوتونو، مطرحو افغاني شخصيتونو او جهتونو سره رسمي اړيکې او تماس پيدا کړ، فاصلې ورځ په ورځ په کميدو شوې او د سياسي حل پروسه پيل شوه، د اشغال د خاتمې تړون او د بين الافغاني مذاکراتو پيل تر اوسه افغانانو ته د دې سياسي پروسې تر ټولو لويې لاسته راوړنې دي.
سياسي ميدان ته د طالبانو راتګ په خپله د طالبانو خوځښت ته هم ډيرې ګټې ولرلې، له نړيوالو سره يې رسمي اړيکې او تماسونه پيدا شول، د دې زمينه ورته برابره شوه چې د خپلې پوځي مبارزې ثمره په معقوله توګه واخلي او د ځان پر ضد په سيمه او نړۍ کې هغه اجماع ړنګه کړي چې په اصطلاح د تروريزم ضد اجماع بلل کيدله او د طالبانو دښمنانو د طالبانو پر ضد زيات کار ترې اخيست.
د سيمې او نړۍ هيوادونو ته د طالبانو د مخکينيو سفرونو په تعقيب د اوسنيو سفرونو يوه لويه ګټه همدا ده، دوی په دې سفرونو سره د ګاونډيو هيوادونو تشويشونه رفع کوي، په افغانستان کې له روانو واقعيتونو څخه يې خبروي او له دې څخه يې راګرځوي چې د امريکا او د کابل د ادارې په هڅونه د دوی پر ضد استعمال شي، که چيرته طالبانو د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره رسمي اړيکو او تماسونو ته لاسرسی نه درلودلای، نو شونې وه چې له افغانستان څخه بله سوريه جوړه شوې وای، روسانو به په شمال کې د داعش په پلمه ( چې د اشرف غني د حکومت پروژه وه ) د طالبانو په سيمو بمبارۍ پيل کړې وای او ايرانيانو به هم د فاطميونو کوم لښکر جوړ کړی وای او نورو ګاونډي هيوادونه به هم له امريکا سره اوږه په اوږه د طالبانو په خلاف په څو اړخيزو عملياتو کې شريک مخته روان وای.
د طالبانو په سياسي فعاليت او سفرونو ځينې هغه کسان چې احساسات پرې غالب دي انتقادونه کوي، خو دوی دې ته نه ګوري چې د طالبانو دغه اړيکې او تماسونه ( الله د نه کوي ) له شرعي پلوه د ممنوع موالات په کچه کې نه دي، بلکه د مداراتو په کچه کې دي او تکتيکي اړيکې دي او دا کټ مټ هغه سياست دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره او مکه معظمه کې تعقيباوو، له ځينو قبيلو سره به يې معاهدې وې او له اصلي دښمن سره جګړه، تر څو يې چې قوت حاصلاوه.
بناءً ويلای شو چې د دښمنانو د تجريد سياست د طالبانو يو بريالی سياست دی، بايد دوام ورکړي او لا يې منظم او مؤثر کړي، ګټه يې هم د دوی مبارزې ته ده او هم د افغانستان اولس ته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: