اشرف غني د یونېسف د یوه لوړپوړي چارواکي د وتو حکم کړی

عزم(پنجشنبه، ۰۹، سلواغه ۱۳۹۹): د اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي، اشرف غني د یونېسف د پولیو مسوول محمد محمدي له افغانستانه د وتو حکم کړی دی.

نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، له افغانستانه د محمد محمدي د وتو حکم ځکه شوی، چې نوموړي په خپلو چارو کې د نه شفافیت او اشرف غني ته بې اعتنايي وه.«محمد محمدي چې دیونیسیف دپولیو  دبرخې مسوول و، په چارو کې دنه شفافیت او دافغانستان ولسمشر ته د بې اعتنايي په دلیل د ولسمشر دحکم پر اساس په څلروېشتو ساعتونو کي له افغانستان څخه اخراج شو.»

د مینه‌پال په خبره، اشرف غني امر کړی چې محمد محمدي باید په ۲۴ساعتونو کې له افغانستانه ووځي.

ځینو رسنیو لیکلي، چې د یونېسف د ګوزڼ برخې مسوول له افغانستانه یې د وتو حکم ځکه شوی، چې نوموړی له اشرف غني سره د کرونا د ناروغۍ په تړاو جنجالي بحث کړی و او دغه بحث د دې لامل شو، چې اشرف غني دغه کس له افغانستانه جبري وباسي.

د ملګرو ملتونو د ګوزڼ برخې مسوول داسې مهال د حکومت له لوري جبري ایستل کېږي، چې په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

تېره اوونۍ د روغتیا وزارت اعلان کړی و، چې په ټول هېواد کې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ واکسین پلي کوي او په دغه کمپاین کې به نږدې پنځه مېلیونه ماشومان واکسین شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button