لېري کېنګ؛ د پنځوس زره مرکو ترسره کوونکی وپېژنئ

عزم (پنجشنبه، ۹سلواغه ۱۳۹۹): اوریدلي به مو وي، چې د نړۍ تر ټولو مشهوره تلویزیوني څېره او ویاند مړ شو.
لیري کېنګ چې ۱۹۳۴ م کال کې پیدا شوی و؛ شاوخوا ۶ لسیزې یې رسنیو کې کار وکړ او څو ورځې وړاندې د ۸۷ کالو په عمر مړ شو.
نوموړی چې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې د رسنیو د بېلابېلو څانګو ویاند پاتې شوی و؛ ۲۵ کاله یې د سي اېن اېن په څير له مشهورې تلویزیوني شبکې سره کار وکړ.
هغه له سي اېن اېن سره ۲۵ کلونه له ۱۹۸۵ تر ۲۰۱۰ پورې تیر کړل.
لیري چې د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې د کرونا وبا له امله د درملنې په خاطر روغتون ته بیول شوی و؛ ۲۰ کاله یې یو اېس ټوډې ورځپاڼې ته کالمونه، مرکې او مقالې ولیکلې.
لیري کېنګ چې د نړۍ له ډیرو ولسمشرانو، وزیرانو، مهمو سیاستوالو او مشهورو خلکو له هغې ډلې (ډاکټر مارټن لوتر کېنګ، دالای لاما، بېل ګېټس، لېډي ګاګا، لېبرون جېمز،‌ پاریس هېلټن او مارګرېټ‌ تچر) سره یې مرکې کړې وې؛ نړیوال شهرت یې خپل کړی و.
که څه هم نوموړي له تېرو څو کلونو راهیسې د زړه حملې او ګڼې نورې روغتیايي ستونزې درلودې؛ خو بېا یې هم له رسنیو سره کار کاوه.
کېنګ په ۶۰ کلونو کې د بېلا بېلو طبقو له خلکو سره تر ۵۰ زره زیاتې مرکې کړې وې.
نوموړي د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۰ لسیزه کې د خپلې راډیویي خپرونې له امله زیات شهرت ترلاسه کړ او د خلکو د خولو پر سر نوم وګرځېده.
نوموړی یو حیرانونکی ریکارډ دا لري، چې له جېرالډ فورد وروسته یې له هر امریکايي ولسمشر سره مرکه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button