تخار ولایت کې د ۴ قومندانانو په ګډون ۶۰ تنه عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(جمعه، ۱۰ سلواغه ۱۳۹۹): په دې وروستیو کې له یوه پلوه عسکر او پولیس د خپلو تنخواه ګانو د کمبود او نشتوالي شکایت کوي، خو بل پلو بیا طالبانو ته د عسکرو د تسلیمي خبرونه هم زیات شوي، چې تازه په تخار ولایت کې د ۴ قومندانانو په ګډون ۶۰ تنه عسکر او پولیس طالبانو ته ورغلي.

په دې اړه طالب ویاند ادعا کړې چې پورته شمیر عسکر او بولیس د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د دولت له لیکو رابیل او دوی سره یوځای شوي چې د دوی د دعوت او ارشاد د مسئولینو له لوري یې کلک هر کلی شوی دی.

د عسکرو د تسلیمي لړۍ وروسته له هغه تیزه شوې چې د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده په نوم دولتي منسوبینو ته د عفوې یو فرمان خپور شو چې تیره میاشت هم طالبانو د شاوخوا ۱۶۰۰ کسانو د تسلیمي راپور خپور کړی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button