’بهرني ځواکونه به تر ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې وي‘

عزم (یکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹): رویټرز خبري اژانس د جنوري په ۳۱مه د ناټو د ځینو سرچینو له خولې لیکلي چې بهرني ځواکونه د طالبانو او امریکا په هوکړه کې په ټاکل شوي ضرب الاجل له افغانستانه نه وځي او تر می میاشت وروسته به هم په هېواد کې پاتې وي.

یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، د اپرېل تر پایه به د متحدینو ټول ځواکونه ونه وځي.

نوموړي د نوم نه ښودو په شرط زیاته کړې چې ”د وتلو لپاره لا هم شرایط نه دي پوره شوي“. د چارواکي په اند، په امریکا کې د نوې ادارې په راتلو سره به په پالیسۍ کې تغیر راشي.

د هغې هوکړې له مخې چې د تېر ۲۰۲۰ز کال د فبروري په ۲۹تمه د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه بهرني ځواکونه باید د روان ۲۰۲۱ز کال تر می میاشت پورې له افغانستانه ووځي.

د ناټو یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، اوس په دې اړه چې تر اپرېل وروسته به څه کیږي پلانونه تر غور لاندې دی او ښايي دا په فبروري کې د ناټو په ترسره کېدونکې مهمه غونډه کې د سر موضوع وي.

کارپوهان او ډيپلوماټان وايي چې د ټرمپ لخوا تر څنډې ته کېدو وروسته، د ناټو سازمان دریځ اوس بېرته اړین ګڼل کیږي. ټاکل شوې چې د فبروري په ۱۷ او ۱۸ د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ترسره شي. یوه ارشد اروپايي ډيپلوماټ ویلي په دې غونډه کې به ناټو پرېکړه وکړي چې له افغانستانه د وتلو بهیر باید څنګه تنظیم او تشکیل شي.

د ناټو سازمان یوې ویاندې، اونا لنګیسکو، رویټرز ته ویلي، ”د ناټو هیڅ متحد په افغانستان کې تر اړتیا زیات پاتې کېدل نه غواړي. متحدین د وضعیت ارزولو او د مخکې تګ په اړه مشورو ته دوام ورکوي“.

نوموړې وویل چې دمګړی د امریکایانو په شمول په افغانستان کې لس زره بهرني ځواکونه مېشت دي. د ناټو سرچینه وايي، ”تمه ده چې د عسکرو دا شمېر د می تر پای وروسته پورې تقریبًا همداسې پاتې شي، خو تر دې د وروسته لپاره پلان لا څرګند نه دی“.

رویټرز لیکي، که بهرني ځواکونه په ټاکل شوي ضرب الاجل ونه وځي دا به له طالبانو سره ترېنګلتیا زیاته کړي، او تر می وروسته د ضرب الاجل تمدید ته به د طالبانو چمتو کول د ناټو او واشنګټن لپاره یوه ننګونه وي.

د برېتانوي ODI فکري مرکز د وسله والو ډلو د مطالعې د مرکز مشرې، آشلي جېکسن، ویلي، ”که وضعیت ناڅرګند پاتې شي، طالبان ښايي پر بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه پیل او زیات کړي“.

ارګ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز ته ویلي چې دوی د سولې بهیر ته ژمن پاتې دي. مجاهد وايي، ”له شکه پرته، که د دوحې تړون عملي نشي، عواقب به ولري، او بیا به ملامتیا پر هغه لوري وي چې تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی. زموږ توقع دا ده چې ناټو به د دې جګړې د ختمولو په اړه فکر وکړي او په افغانستان کې د جګړې اوږدولو لپاره له بهانو جوړولو به تېره شي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button