سیګار: پر افغان ټاکنیز سیستم تر یو میلیارد ډالرو زیات لګیدلي، خو لاهم بې کفایته او له فساده ډک دی

عزم(سه شنبه، ۱۴سلواغه ۱۳۹۹):د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارندویه ادارې “سیګار” د په «افغانستان کې د امریکا له تجربو زدکړې» تر عنوان لاندې په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان د ټاکنیز سیستم له بې کفایتي نه خبر ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي، تردې مهاله د کابل په ټاکنیز سیستم باندې شاوخوا ۱،۲میلیارده( ۱۲۰۰میلیون) ډالر لګیدلي؛ خو لا هم ددې وړتیا نه لري، چې د افغانستان په څیر په یوه کم وګړییز هیواد کې شفافې ټولټاکنې ترسره کړي.
دغه اداره وایي، که څه هم افغانستان کې تر دې مهاله ۷ځله ټاکنې ترسره شوې، خو ددې پرځای چې د خلکو باور پرې زیات شي، پر جمهوریت او دیموکراتیکو ارزښتونو یې د خلکو باور له لاسه ورکړی دی.
سیګار که څه هم د امنیت ستونزه د رڼو ټاکنو مخ کې ستونزه بللې، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مشرتابه هم کمزوری دی او پخوا هم ددې کمیسیون چارواکي، ناتوانه، بې کفایته، غیر مسلکي او بې تجربې کسان پاتې شوي دي.

بي بي سي د سیګار له قوله لیکلي، افغانستان کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر هم له فساده ډک دی او تل د درغلي لپاره د راجستر شویو رایه ورکوونکو شمېر له واقعي شمیرو زیات ښودل کیږي.

سیګار په افغان ټاکنیز سیستم کې د رشوت ورکولو سلسله هم د اندیښنې وړ بللې چې په وینا یې، دې کار د رڼو ټاکنو مخه نیولې ده.

یادې امریکایي ادارې په ټاکنو کې د بایمتریک سیستم کارول هم له ستونزو ډک بللی چې په وینا یې د بې تجربې کسانو لخوا کارول شوی او ستونزې یې زیږولې دي.

سیګار د ټاکنیز څار پر ادارو هم نیوکه کړې چې ګواکې د بودیجې او کافي تجربي له نشت سره مخ دي او ترڅنګ یې مرستندوی هېوادونه هم ننګولي چې تل یې یوازې د ټاکنو پر ورځ‌ یا د ترسره کېدو پر بهیر پام ور ټول کړی او د ټاکنو له مودې پرته یې نور په پنځو کالو کې د ټاکنیز نظام د ښه والي لپاره هیڅ کار نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې تیرو ټاکنو کې اشرف غني د ۹۰۰زره رایو په ګټلو ځان بریالی اعلان کړ، چې ورسره په موازي توګه ډاکټر عبدالله هم ځان ګټوونکی وباله او له دې کبله چې ګواکې اشرف غني په ۳۰۰زره رایو کې ورسره درغلي کړې، موازي لوړه یې هم وکړه؛ خو بالأخره د سیاف او کرزي په منځګړتوب یوځل بیا د ګډحکومت جوړیدو ته راضي شول.
سیګار داسې مهال د ټاکنو کمیسیون بې کفایته اداره بولي چې د تیرو ټاکنو د پراخ فساد د شته تورونو د سپیناوي نه کیدو سربیره، ددغه کمیسیون چارواکو له حکومت څخه تر سل میلیونه ډالرو ډیره بودیجه غوښتې څو د غزني د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button