خپل وطن او خپل اختیار/جواس سودایي
جواس سودايي
خپل وطن او خپل اختیار غواړي دا خلق
اسلامي حکومت په جار غواري دا خلق
وږي ښه دي نه ماړه په غلامۍ کې
ازاد ژوند د افتخار غواړي دا خلق
د پردیو نوکران یې په کار نه دي
په خپل ملک خپل اقتدار غواړي دا خلق
چې پالنه د ګلانو رښتیا وکړي
یو صادق غوندې مالیار غواړي داخلق
لاس تر زنې به ترڅو وي د جنګ لور ته
دې هیواد کې کسب و کار غواړي دا خلق
ټول د سولې ارمانجن دي جنګ دې ورک شي
ناقرار دي اوس قرار غواړي دا خلق
پاک قران حاکموي دا یې ارزو ده
د عمر په لار رفتار غواړي دا خلق
زورواکي له منځه وړي دا یې هدف دی
ورک له بیخه استعمار غواړي دا خلق
چې دنیا یې تماشه د حریت وکړي
سودایي داسې بهار غواړي دا خلق