فارن پالیسي: امریکا دې د غني اداره د سولې ضد مخربانه کړنو را وګرځوي

عزم(چهارشنبه، ۱۵سلواغه ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې امریکا د دوحې د تړون د بیا ارزونې او کابل حکومت د جګړو د اعلان خبر ورکړی؛ تازه یوې امریکایی نشریې د سپینې ماڼۍ پر چارواکو غږ کړی چې باید غني او ټیم یې له سوله ضد کړنو راوګرځوي او د ارګ د مخربانه هڅو مخنیوی دې وکړي.

فارن پالیسي نشریې په خپل مطلب کې ویلي، که د بایډن اداره غواړي له افغانستان څخه سرتيري وباسي نو لومړی دې د ولسمشر غني ستونزه حل کړي او هغه دې نه پریږدي څو د سولې پروسه تخریب کړي.

نشریه کاږي چې که د جوبایډن حکومت غواړي له افغانستانه خپل ټول سرتیري وباسي، نو لومړی دې له غني سره حساب یو طرفه کړي؛ ځکه چې په وینا یې، هغه په ټول قوت د واک د بقاء لپاره لابي کوي.

د نشریې د لیکوال په باور، که د بایډن اداره په دې برخه کې غني ته قناعت ورنکړي، کولای شي د بُن د کنفرانس په څیر سیاسیون او طالبان وهڅوي، څو په خپل منځ کې توافق سره وکړي او نوی حکومت رامنځته کړي.
نشریه وایي، اشرف غني هغې سولې ته ارزښت نه ورکوي چې دی په کې له واکه ګوښه کیږي او له همدې کبله د بایډن د ادارې لخوا د دوحې تړون پرضد هرې څرګندونې ته خوښي په ډاګه کوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button