کرنې وزارت: سږکال د زعفرانو ۲۱ټنه حاصلات راټول شوي دي

عزم(پنجشنبه، ۱۶، سلواغه ۱۳۹۹): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستیو معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو ۲۱ټنه حاصلات راټول شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد د زعفرانو«سرو طلاوو» ډېر حاصلات په هرات، بلخ، فاریاب، کندوز، فراه او دایکندي ولایتونو کې راټول شوي دي. « د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یوزر او ۸۸۸ نارینه و زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو ایجاد، د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل، په ۱۳۹۹یم کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کړنې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ۱۳۹۹یم کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو. له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو او په ټولیزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، اوسمهال ډېرو بزګرانو د زعفرانو کرکېلې ته مخه کړې ده، چې ورسره د زعفرانو حاصلات ډېر شوي او په ګڼو سیمو کې ښه حاصل هم ورکوي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په تېر مالي کال کې یې په ګڼو بزګرانو د زعفرانو پیاز وېشلي دي او په روان کال کې به هم د زعفرانو کرکېلې ته پوره پام وکړي.

اوسمهال د نړۍ په ګڼو بازارونو کې د افغانستان زعفران ډېر ښه نوم لري او ګڼ هېوادونه لېوال شوي چې د افغانستان زعفران واخلي.

تېره میاشت د اروپا په یوه نندارتون کې د افغانستان زعفرانو د ښې ذایقې له امله د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button