طالبان: دامریکا نوی حکومت باید د دوحې له تړون سره احساساتي چلند ونه کړي!

عزم(پنجشنبه، ۱۶سلواغه ۱۳۹۹):طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې د افغانستان په اړه د کانګریس دارزونې ډلې هغه وروستي راپور ته کتنه کړې، چې په کې یې د جو بایډن ادارې ته  سپارښتنه کړې وه چې له افغانستانه دې پوځیان په بیړه نه باسي، ځکه مقابل لوري د تړون پر ژمنو عمل نه دی کړی.

سرمقاله وایي، په یاد شوي رپوټ کې داسي موضوعات او مسئلې ذکر شوي، بیا یې په هکله  اندېښنې هم ښودل شوې چې “هیڅ واقعیت نه لري” او په وینا یې چې «د رپوټ له دغه ډول نیمګړتیاوو  ښکاري چې د ارزونې ډلې دافغانستان د وضعیت جاج په سمه توګه  نه دی اخیستی او د ورسپارل شوې دندې په پرتله یې شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.»

طالبانو ددغې راپور جوړوونکې ډلې د مشر “جنرال ډنفورډ” رول د تأمل وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې«ډنفور  افغانستان کې  د خپل ماموریت په مهال شکست خوړلی، ځکه نو دافغانستان د مسئلې سره عقدیې او احساساتي چلند کوي؛ د دوحې تړون ته باید د هغو کسانو له نظره ونه کتل شي چې په جګړه او وژنو کې خپلې ګټې لټوي او د ملتونو د عمومي منافعو مخه نیسي!! که خدای مکړه د دوحې د تړون نقض وشي خطرناکې پایلې به ولري او مقابل جهت به یې مسؤل وي.»

سرمقاله وایي، د دوحې تړون  د طالبانو او امریکا د مذاکراتي ټیمونو د ډیرو هڅو، مشورو او ارزونو په پایله کې رامنځته شوی، چې د معضلې دحل یوازینۍ معقوله او پایداره لار بلل کیږي.
طالبانو خبرداری ورکړی دی چې« که د دوحې تړون له منځه ځي،دا به د یوې لویې جګړې سبب شي او مسؤلیت به یې د امریکا په غاړه وي.»

طالبانو دامریکا پر نوي حکومت غږ کړی چې باید د دوحې له تړون سره احساساتي چلند ونه کړي او افغانستان کې  د جګړې پر دوام، جنګسالارانو او مفسدینو نوره پانګونه  ونه کړي.« اسلامي امارت د دوحې تړون ته خپله ژمنتیا په اثبات رسولې، په تړون کې ترسره کړو ژمنو ته متعهد دی او د همدې  تړون  بشپړ عملي کیدل د افغانستان د روانې کشالې ګټوره حللاره ګڼي. نو بناء له داسي کړنو او څرګندونو باید ډډه وشي چې  بیرته  مو پخواني( جګړییز) حالت ته ستنوي،ځکه هماغه حالت نه دامریکا په ګټه و او نه هم دافغان ولس.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button