سیرت النبي (دریمه برخه):

لیکنه: مفتي محمد شفیع
ژباړه: ا.محمد علي
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګرانې مور وفات
کله چې د هغه عمر څلور ــ پنځه کاله شو، نو له مدینې منورې نه راستون شو، په ابواء نومي سیمه کې د هغه مور له نړۍ څخه کوچ وکړ. (مغلطايي ۱۰ مخ).
د وړکتوب زمانه تر شپږ کلنۍ پورې وي، د پلار سیوری مخکې ترې الوتی و، د مور د غېږې شفقت هم ترې لاړ؛ خو دا ماشوم، چې د رحمت په غېږه کې د پالنې او روزنې والا و، هغه له هغو اسبابو بې پروا و.

د عبدالمطلب وفات
د مور او پلار له وفاته وروسته هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) له خپل نیکه عبدالمطلب سره و، خو الله جل جلاله خلکو ته دا وروښودله، چې دا نازولی ماشوم یوازې، د رحمت په غېږ کې وپالل شي، مسبب الاسباب په خپله د ده پالونکی دی، کله چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر اته کاله او د دوې میاشتې شو، نو عبدالمطلب هم له نړۍ څخه کوچ وکړ.

شام ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفر
له دې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سکنی تره ابوطالب د هغه ولي شو او له ده سره به و.
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر مبارک دولس کاله او دوه میاشتې شو، نو ابوطالب شام ته د تجارت لپاره د سفر اراده وکړه. خپل نازولی وراره یې له ځان سره هغه لور ته روان کړ. په لاره کې یې تیماء نومي سیمه کې اقامت غوره کړ.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه د یو ستر یهودي عالم وړاندوینه
هغه چې په تیماء کې و، ناڅاپه یو یهودي عالم چې بحیرا نومېده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګه تېرېده، هغه یې ولیده، ابوطالب ته یې کړه دا ماشوم چې له تاسو سره دی څوک دی؟ ابو طالب وویل: دا زما وراره دی. بحیری وویل: آيا ته پر ده مهربانه یې او د ده ساتنه غواړې؟ ابوطالب وویل: بې شکه. بحیرا چې دا واورېده په خدای یې لوړه وکړه او ویې ویل: که ته دا شام ته بیایې، نو یهودیان به یې ووژني، دا د الله جل جلاله نبي دی، د یهودو دین به منسوخ کړي، ما د ده صفات په آسماني کتاب کې لوستلي دي.
فایده: بحیرا د تورات عالم و. په تورات کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د څېرې، بڼې او شکل ذکر په بشپړه توګه شوی وو، نو هغه له دې امله وپېژانده، چې: دا خاتم الانبیاء دی، هغه تورات منسوخوي او د یهودو د احبارو حکومت به نسکوروي. ابوطالب ته د بحیرا له وینا خطره او اندېښنه پیدا شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مکې معظمې ته بیرته راووست. (مغلطايي ۱۰ مخ).

دوهم ځل شام ته د سوداګري لپاره سفر کول
په مکه معظمه کې خدیجه رضی الله عنها یوه شتمنه میرمن وه او ورسره ورسره پوه او تجربه کاره هم وه، کوم کسان چې هغې هوښیار او معتبر ګڼل، هغو ته یې مال سپاره، چې دا پلاني ځای ته یوسه هلته یې خرڅ کړه دومره ګټه تا ته درکوم.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم نبوت تر دې مهاله نه و څرګند شوی، خو د هغه دیانت او امانت په ټولو مکه والو کې مشهور و. او هر چا ته یې غوره او پاکو اخلاقو اعتبار درلود. هغه د امین په لقب سره مشهور و، دا شهرت له خدیجې رضی الله عنها څخه پټ نه و. له دې امله هغې غوښتل چې خپل مال هغه ته د سوداګري لپاره وسپاري؛ څو د هغه له امانتداري نه ګټه واخلي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې خبر واستولو که زما مال شام ته د تجارت لپاره یوسي، د ده د خدمت لپاره به یو غلام هم ورسره واستوي، نورو خلکو ته چې څومره برخه ورکوي، ده ته به له هغه زیاته ورکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله هوديالی (لوړهمته) او وسیع الخیال هستي وه، نو هغه ژر تر ژره دې سفر ته چمتو شو، د حضرت خدیجې رضی الله عنها له غلام مسیره سره د ذی الحجې په شپاړسمه شام ته په سفر رون شو، هلته یې په ډېره هوښيارۍ یاد مال په خورا زیاته ګټه خرڅ کړ، نور مال یې پرې واخیست او راستون شو، مال یې مکې ته راوړ او خدیجې رضی الله عنها ته یې وسپاره. هغه مال دلته هغې خرڅ کړ او نژدې دوه برابره ګټه یې وکړه.
شام ته په لاره کې یو ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم دمه شو، د نسطورا په نوم یوه راهب هغه نښې چې د وروستۍ زمانې د پیغمبر به وي، په رسول الله صلی الله علیه وسلم کې ولېدې، مسیره یې وپېژانده او له هغه یې وپوښتل دا له تاسره څوک دی؟ هغه ورته کړه: دا د مکې معظمې هستوګن او د قریشو یو شریف ځوان دی. نساطور وویل: دا به نبي کیږي. (له مغلطايي ۱۲ مخ او الصالحات څخه).

له خدیجې رضی الله عنها سره نکاح کول
حضرت خدیجه رضی الله عنها یوه پوه او عاقله میرمن وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم شرافت او نا اشنا اخلاق یې چې ولیدل، رښتینی باور او ځانګړې مینه یې ورسره پیدا شوه، له دې وجې خدیجې رضی الله عنها خپله غوښتنه ترې وکړه، چې نکاح ورسره وکړي، نو هغه ومنله.
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر پنځه ویشت کاله شو «۱» نو له حضرت خدیجې رضی الله عنها سره یې نکاح وشوه، د هغې عمر (۴۰) کاله و. د ځينې روایاتو له مخې (۴۵) کاله ښودلی شوی وو. (مغلطايي).
ابوطالب او بنو هاشم او د مضر مشران راټول شوي وو. ابوطالب خطبه ولوستله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اړوند یې چې څه وویل د اورېدو وړ دي، د هغه ژباړه دا دی: دا محمد د عبدالله زوی دی، که څه هم شتمن نه دی، خو د سپېڅلیو خویونو او ښو کمالاتو له امله که یو تن د ده په مقابله کې کېښودل شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړې مرتبې څښتن راوزي؛ ځکه مال تلونکی سیوری او ختمېدونکی څيز دی. او دا محمد صلی الله علیه وسلم چې تاسو ټول د ده خپلوي پېژنئ، له خدیجې رضی الله عنها سره نکاح کول غواړي. او د هغې ټول ټاکل شوی مهر زما له مال څخه دی، په الله جل جلاله قسم چې له دې وروسته به هغه (خدیجه ) د عزت او عظمت (دبدبې) میرمن وي.
ابوطالب د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې دا الفاظ وویل چې لا عمر یې یوویشت کاله و. او په ښکاره ډول هغه ته نبوت نه و ورکړل شوی. او جالبه دا چې ابوطالب په خپل پخواني دین باندې و، چې د هغه د له منځه وړلو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عمر وقف کړی و؛ خو رښتیا خبره دا ده چې: حق هیڅکله نه پټيږي.
لنډه دا چې له خدیجې رضی الله عنها سره د هغه نکاح وشوه، نو هغې (۲۴) کاله د ده په خدمت کې تېر کړل، څه د وحې له نزوله وړاندې او څه وروسته.

د نبي علیه السلام ټول اولاد له خدیجې څخه وو
له حضرت خدیجې رضی الله عنها څخه یې دوه زامن او څلور لوڼه پیدا شوې، ګران زامن یې: قاسم رضی الله عنه او طاهر رضی الله عنه وو. د قاسم رضی الله عنه له نومه د هغه کنیت ابو القاسم راوتلی دی. او د طاهر په اړه ویل کیږي چې د هغه اصلی نوم عبدالله و «۲»
……………………………………..
۱ ــ د ده د عمر مبارک په اړه مختلف اقوال راغلي: (۲۵ / ۲۷ / ۲۹ / ۳۰) سیرة مغلطايي ۱۲ مخ.
۲ ــ په زاد المعاد کې دي، چې د هغه اصلي نوم عبدالله و، طیب او طاهر یې لقبونه وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: