اوسنی جمهوریت په ساتلو ارزي؟

خط اول:
د سولې اوسنۍ خبرې له ډېرو لوړو ـ ژورو تېرې شوې. د سولې پر وړاندې افغان حکومت، امریکا، ناټو او ځینو هېوادونو ډېر خنډونه جوړ کړل او لا هم ځینې لگیا دي او د خنډونو په جوړولو بوخت دي. د طالبانو او امریکا ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته پرو سږکال د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبروري په ۲۹مه هوکړه لاسلیک شوه. د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته افغان حکومت د سولې پر وړاندې د خنډونو په جوړولو پیل وکړ. که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې یو کال پوره کېږي؛ خو تراوسه د دغه تړون ځینې مادې عملي شوي نه دي او لا هم د کاغذ پر مخ پاتې دي. افغان حکومت یوازې د ۵زره طالب بندیانو په خوشې کولو څو میاشتې وخت واخیست، خو د امریکا له فشار وروسته حکومت هم چمتو شو او طالب بندیان یې خوشې کړل. وروسته یې بین الافغاني خبرو ته د پلاوي په ټاکلو څو میاشتې تېرې کړې. دا چې اوس بین الافغاني خبرې پیل شوي، خو ډېرې سړې دي. افغان حکومت لا هم تمه لري چې د امریکا نوی حکومت به له طالبانو سره شوې هوکړه لغوه کړي او په افغانستان کې به د امریکايي عسکرو په پاتې کېدو به هوکړه وکړي.
د امریکا نوی حکومت هم د افغانستان، افغان سولې او له طالبانو سره د شوې هوکړې په اړه ضد او نقیض څرگندونې کوي. ځینې وخت وايي چې هوکړه له سره ارزوي او ځینې وخت په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو خبره کوي. د امریکا د نوي حکومت دریځ لا هم گونگ دی. له بل لوري بیا د اشرف غني په مشرۍ روان حکومت هره ورځ د جمهوریت په ساتلو ټینگار کوي. روانه اوونۍ بېلابېلو چارواکو وویل، چې اشرف غني به د خپلې واکمنۍ پاتې څلور کلونه نور هم تېروي او له هغه وروسته به واک یو ټاکل شوي حکومت ته سپاري. د دې خبرې معنیٰ داده چې څلور کلونه نور به هم په افغانستان کې جگړه وي؛ خو چې اشرف غني په واک کې وي. روانه او تېره اوونۍ ولسي جرگې، سیگار او نورو ادارو وویل، چې اشرف غني، ښځې یې او نورو لوړ پوړو چارواکو له افغانستانه پراخه غلا پیل کړې او د کابل هوايي ډگر ته ځانگړې الوتکې راځي او له افغانستانه پیسې، قیمتي توکي، تاریخي اثار او حتیٰ د باختر خزانې طلاوې یې هم غلا کړي دي.
په کابل کې هدفي وژنې اوج ته رسېدلي، هره ورځ په دغه هدفي وژنو کې علماء، مدني فعالان، خبریالان او نور خلک په نښه کېږي. له حکومت سره خو تیارې د غمرازۍ اعلامیې پرتې دي او دې ته په تمه دي، چې یو څوک مړ شي او د دوی له لوري یو اعلامیه خپره شي او په دغه وژنو کې طالبان پړه وبلل شي. طالبانو په بیا، بیا ویلي چې په کابل کې وروستۍ هدفي وژنې «د ځینو خبیثو کړیو» کار دی. خو د حکومت خوله بیا هم په طالبانو پسې پرانیستي وي. همدا اوس د هېواد په گوټ ـ گوټ کې سخته جگړه روانه ده. آن د ځینو ولایتونو د سقوط خبره کېږي. په ځینو ولایتونو کې بیا نامسوول وسله‌وال راپورته شوي او د حکومت د لوړ پوړو چارواکو مرسته ورسره ده، خو حکومت یې په مهارولو کې پاتې راغلی دی. ښې بېلگې یې په شمال کې د جنرال دوستم له لوري د عملیاتو د پیل اعلان او د میدان وردگو په بهسودو ولسوالۍ کې د علي‌پور راپورته کېدل او د ولسوالۍ سقوط دی. که د سولې خبرې ورو روانې دي، خو بیا هم ناهیلي کوونکي نه دي؛ ځکه موږ لا هم د سولې خبرو د بریا هیله لرو. خو اوسني حالات داسې دي لکه حکومت او د حکومت دننه ځینې کړۍ غواړي چې د طالبانو له راتگ مخکې دلته ستونزې ډېرې کړي. اوسني ځینې جنگونه قومي بڼه لري او له خلکو سره وېره ده، چې هسې نه د نجیب د واک د وروستیو کلونو ترخې تجربې بیا تکرار شي او په هېواد کې قومي او سمتي جگړه پیل شي.
اوسنی حکومت په تمامه معنیٰ یو کمزوری حکومت دی، چې ان د خپلو عسکرو تنخواوې هم نه‌شي برابرولی او ټول حکومت د پردیو د خیرات په پیسو روان دی. په دغسې نازکو حالاتو کې د جمهوریت په ساتلو ټینگار بغیر د سولې له مخالفت او افغان ملت په قومي جگړه کې په ښکېلولو بله معنیٰ نه ورکوي. پکار ده چې څومره ژر کېږي، باید د سولې خبرې یو پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې سراسري سوله راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: