”که مجبوري نه وای، یو نوک مو هم نه پلوره“: افغانستان کې د پښتورګو پلورلو سوداګري

 عزم (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹): نیویارک ټایمز، د فبروري په شپږمه، په افغانستان کې د پښتورګو د پیروپلور په سوداګرۍ راپور خپور کړی دی.

راپور د هېواد په لوېدیځ هرات ښار کې د انسان د وجود د غړو، په ځانګړي ډول د پښتورګو، په پیروپلور راڅرخي.

نیویارک ټایمز وايي، د لقمان حکیم خصوصي روغتون د هرات هغه ځای دی چې د بدن د غړو خرڅوونکي او اخیستونکي کسان پکې راټولیږي.

د ګڼ شمېر نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د انسان د وجود د اعضاوو پیروپلور او د ډاکټرانو لخوا د هغوی پیوندکاري ناقانونه ده. د انساني اعضاوو، خصوصا د پښتورګو، خرڅول-رانیول اوس لا هم یوه نړیواله ستونزه ده. دا چې یو انسان په یوه پښتورګي هم ګوزاره کولای شي، نو ګڼ شمېر بېوزله کسان خپل یو پښتورګی پلوري.

احمد زین فقیري هغه استاد دی چې د لقمان حکیم روغتون مخې ته د خپل ناروغه پلار لپاره د پښتورګي په پیدا کولو پسې ګرځېده. فقیري وویل، ”دا خلک پیسو ته اړتیا لري.“ په همدې وخت کې ۲۱-کلن حلیم، چې یو بزګر و، هغه ته سترګې نیولې وې. حلیم د پښتورګو د خرڅلاو د بازار خبرې اورېدلې وې او د خپل کښت تر خرابېدو وروسته یې د خپل پښتورګي خرڅولو پرېکړه کړې وه.

راپور لیکي چې د لقمان حکیم روغتون لپاره د انساني اعضاوو پیوندکاري یوه ستره سوداګري ده. د روغتون چارواکي وايي چې په پنځو کلونو کې یې تر زر زیات د پښتورګو د پیوندکارۍ عملیات کړي دي.

یاد روغتون له پوښتنې پرته د پښتورګو د لیرې کولو، پیوندکارۍ او د دواړو ناروغانو د لومړنۍ تداوي چارې پر مخ وړي. د خپلو غړو پلورونکي وايي چې پیرودونکي یې د روغتون فیسونه ورکوي او په روغتون کې تر څو ورځو تېرولو وروسته کورونو ته لېږل کیږي.

د روغتون ډاکټران وايي دوی یوازې پیوندکاري کوي او د ورکوونکي او اخیستونکي رضا کول د دوی کار نه دی.

ملګري ملتونه وايي چې د انساني غړو د خرڅلاو پېښې په ۱۹۸۰ز کې له هنده راپیل شوې دي. ایران یوازینی هغه هېواد دی چې پښتورګي پلورل پکې ناقانونه نه دي، په دې شرط چې دواړه لوري ایرانیان وي.

نیویارک ټایمز له ګڼ شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې چې له بېوزلۍ یې خپل پښتورګي پلورلي دي.

۲۸-کلن میرګل عطايي هره لحظه افسوس کوي چې ولې یې خپله یوه ګرده خرڅوله. عطايي یو کاریګر و او په ورځ کې به یې ۵ ډالره ګټل. په تېره نومبر میاشت کې چې یې عملیات وکړل، اوس ۱۰ پاونډه وزن هم په ډېره سختۍ پورته کوي. پر ده څلور زره ډالره پور باندې و نو ځکه یې خپل پښتورګی وپلوره. نوموړی وايي، ”سخته وه، خو بله چاره مې نه وه. هیڅوک نه غواړي چې د خپل بدن یوه برخه دې بل چا ته ورکړي. زما لپاره ډېر د شرم کار و“.

هغه وايي، ”دردمن او کمزوری یم. ناروغ یم او خپلې بولې نشم کنټرولولای“. عطايي د کورنۍ د ۱۳ غړو سرپرستي پر غاړه لري.

نوموړی وايي چې اوس د ”خفګان، ناهیلۍ، غوسې او یوازیوالي“ احساس کوي. یوه ورځ دومره درد ورباندې راغلی چې سر یې له دېوال سره وواهه او ککرۍ یې ماته شوه.

د هرات ښار نورو کسانو هم د خپل یوه پښتورګي خرڅولو لپاره همدا ډول لاملونه درلودل: زیات پور، ناروغه موروپلار، او یا د واده پیسې پوره کول چې له دې پرته په بل څه نه شوای پوره کېدلای.

۲۵-کلنې جمیله جمشیدي او د هغې اتلس-کلن ورور امید دواړو خپل یو یو پښتورګی خرڅ کړی دی. جمیله وايي، ”که موږ خپلې ګُردې نه وای پلورلې، پلار به مې مړ و“. جمیلې پنځه کاله او امید یو کال وړاندې خپل پښتورګي وپلورل. اوس دواړه له دردونو او کمزورۍ ځوریږي.

محمد زمان یو قومي مشر دی او له هرات ښاره دباندې په هغه کمپ کې اوسي چې له نورو ولایتونو راغلي کډوال ژوند پکې کوي. زمان وايي چې د لقمان حکیم روغتون د پښتورګو د عملیاتو لپاره د خلکو تمایل ډېر زیات دي. د نوموړي د کلي تر شلو زیاتو کسانو خپل پښتورګي پلورلي وو.

محمد زمان وايي، ”زما خلک وږي دي. ځمکې نه لرو. دوکانداري نه شو کولای. پیسې راسره نشته. زه یې مخه نشم نیولای“.

په یوه بل هوټل کې پنځه وروڼه ناست وو او د جګړې له امله یې په بادغیس ولایت کې د خپلې ځمکې پرېښودو کیسه کوله. دې پنځو واړو وروڼو په هرات کې خپل پښتورګي پلورلي وو. کشر ورور یې ۱۸ کلن او مشر یې ۳۲ کلن و.

د پنځو وروڼو له منځه عبدالسمیر وویل، ”بله چاره مو نه درلوده. مجبوره وو چې ویې پلورو، که نه نو یو نوک به مو هم نه وای خرڅ کړی“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button