زلمکیه مجاهده!

مهاجر فراه رودي

عمر به يې اېله شل کاله ته رسېدلی وي، فکر به کوي چې دا د شلو کالو راغلي يرغلګر يواځي ده مات کړي. ټول خلک به ورته بې زړه او د جهاد منکرين ښکاري.

نه به د عالم قدر کړي، نه به د سپېن روبي احترام کړي، اولسې وګړي به ورته ټول مجرم ښکاري.

که کوم څوک ورته د حکمت ، مصلحت او د اولس سره د ښېګڼي خبره کړي داسي به ورته ښکاري لکه د ده دښمن.

داسي به انګېري چې دا تېر شل کلونه هم دومره هوسايي وه لکه نن.

هوکې، دی لا ماشوم و چې دلته په خورا ستونزمنو حالاتو کې خلکو په خالي لاس د يرغلګرو په خلاف مبارزه شروع کړې وه، نه يې د شپې لېزر او دوربین پېژندل ، نه يې ايم فور اوجېسي لرل ، نه يې دهشکه او زيکويک ښکاره کولای سول ، نه يې امريکايي غټ او وړوکی ثقيل پېژندل اونه يې د لوکسل او فيلډر پستې چوکۍ لمس کړي وي.

هوکې! هغه خورا سختي شیبې وې. دومره بې اعتمادې خپره وه چې خپل د څنګ ملګری به دې نه سو خبرولای ، د پلار او وروڼو په غلا به د مجاهدينو سره عملياتو ته تلل ؤ ، چابه به له ډاره په کوټه کې شپه نه درکول ، هيڅ د امن ځای نه وو د يرغلګرو شوبلي به دره په دره ، کوڅه په کوڅه په خورا مغرورانه ډول ګرځېدلي ، د ډبډبنو ، بليک هاک چورلکو او ايف 16 بم غورځونکو به ټوله ورځ غرهار ؤ.

خلکو به مجاهدين ليوني بلل . د امريکاسره يې جګړه خپل سر د کاڼي سره د جنګولو په معناتعبېرول. خو بيا هم څو خدای پرسته زاړه او ځوانان يواځې پر الله جل جلاله په توکل محض راولاړ سول په ډېر مخف ، مرموز اوغلچکي شکل يې مبارزه شروع کړه.

نو اې شل کلنه ځوانه! تا هغه مهال اېله پل اخېستی ؤ ، ته لا د کافر او مسلمان په توپير نه پوهېدې.

اې زلميه! ماته غوږ شه!

دا دومره ستونزمن حالات وو چې ډېر پياوړي خلک يې د دښمن ځولۍ ته ورټېل وهل.

زلميه ! بيا داسي کېسه وشول چې دې ملت کې ځېنو اېماندارو د دې مجاهدينو نصرت او ملګرتيا وکړه ، ډوډۍ او شپه يې ورکړه ، پوره پوره کورنۍ د دې مجاهدينو د حمايت او ساتني په جرم بمبار او تر خاورو لاندي شوي.

زلموټې! لطفا د غرور له نيلې راکښته شه لږ يې ساړه خوره ، په خپل ګرېوان کې د څو شېبو لپاره سر ځوړند

کړه.

پام! هغه بزګر چې ته يې په کوڅه کې د لوکسل تر دوړو لاندي کوې ستا په اوسني منصب کې د ده خورا لويه ونډه پرته ده. دا د ده د ډوډۍ او مېلمستون برکت ؤ چې ته اوس ازاد په دې کوڅو کې تاوېږې.

زلميه خبره واوره! هاغه عالم چې ته يې په دې ګرموي چې جهاد يې نه دی کړی اوپه ټيټه ورته ګورې ، دا د ده د ملاتړ برکت ؤ چې خلکو ستا مبارزې ته جهاد او ستا ملګري ته شهيد وويل او ستا مقابل طرف يې غلام ، اجېر ، د کفارو مزدور او واجب القتل وبلل.

لږ راويښ سه! دا مخامخ سپينږېری هغه کس دی چې زما او ستا ملګری به شهيد او د دښمن لاسته ولوېد او يا به مو انډېوال اسير سو، ده به يې د خلاصون لپاره منډي ترنډي شروع کړي.

اې ! هسې نه چې داسي فکر وکړې چې دا دومره نېوکي راباندي کړې ته مي هم غليم يې ” داسي نه ده ورورکيه ” داټولي خبري په دې درته کړم چې زما ا وستا مسير يو دی ، دښمن مو يو دی ، هدف مو يو دی او ستاپه ناکاميو مې زړه بدېږي.

زړګيه! جهاد خورا سپېڅلې فرېضه ده چې اجر يې دومره زيات دی نو بېلاريتوب هم پکې هلاکت دی.

دا د ورورۍ توصيه مې واوره، ولاړسه کوم عالم اوملات ه ګونډه ووهه چې د جهاد په غرض او هدف دې پوه کړي.

په دې دي پوه کړي چې په جهاد کې د غنيمت سره څومره احتياط په کار دی ، دا درته په زړه کې چې د اولسي وګړو سره څه ډول تعامل وسي ، په دې به دې هم پوه کړي چې هغه ځوانان چې ستا تر قوماندي لاندي دي څومره ستر امانت دی.

او ځوانه!

داوروستۍ خبر مې واوره پام! چې کوم چاته بې موجبه برګ ونه ګورې کېدای سي هغه دکوم شهيد پلار ، ورور ، کاکا ، ماما ، نزدې خپل او يا هم کوم دردمن افغان اومسلمان وي.

په ياد ولره! دا ولس ډېر مېړنی اولس دی ، مومن ملت دی ، څلوېښت کلنو جګړو خورا ځپلی ، ستړی دی ، وږی ، بې سرپناه دی ، بې يار او مددګاره دی ، هېڅوک يې په خپل هېواد کې دمې ته نه پرېږدي د الله په خاطر ډېر يې خيال وساته ، پر سر يې لاس ورتېر کړه ، اوښکې يې پاکې کړه.

لاليه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سېرت مطالعه کړه چې په امن اوجګړه کې يې له دوستانو اوغليمانو سره چلندڅه ډول ؤ.

او دا هم درسره يادداښت کړه، هغه يکې يوذات دی چې پر يوه حالت وي اوپاچاهي يې تل ترتله وي نو تل به دا حالت نه وي. په ډېر دقت او ورورولۍ به ګوزاره کړي ، که څوک کوم سالم نقد ، نېوکه يااعتراض کړي نو ته سږمو ته هوا مه ورکوه، بلکې په سړه سينه يې واوره او ستا پر کړنو اعتراض پر اسلام اعتراض مه ګڼه.

په پای کې زړګيه! ستا د کاميابۍ او سرلوړۍ لپاره لوی الله ته لاسونه لپه کوم او يواځي ته او ستاهمزولي ځوانان زموږ د اميد سترګې او راتلونکی مو تر تاسي پورې تړلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button