هاغه امریکایي چې د نړۍ تر ټولو ډېرې دعوې یې کړي

جوناتن لي ریچز (Jonathan Lee Riches) نومېږي، دی هغه سړی دی چې ټوله نړی کې یې د خلکو پر ضد زیاتې دعوې کړې دي. په دې کې ځینې بېخې نادرې او خندوونکې دعوې هم شته چې څو یې دلته راخلو.

? د مور پر ضد یې دعوه وکړه چې هغې یې ښه روزنه نه ده کړې. دا دعوه یې وګټله او 20 زره ډالر یې ترلاسه کړل!

? بله دعوه یې پخپلو ټولو ملګرو وکړه چې بېځایه ټوکې ورسره کوي، ښکنځل ورته کوي او وعده خلافي ورسره کوي.

? بله دعوه یې په ډېری ګاونډیانو، استادانو، خپلوانو او خپله نوې کوژدن وکړه، داراز د سیمې په مشرانو، دولتي چارواکو، قاضیانو او پولیسو یې هم دعوې وکړې.

? د ده د دعوو شمېر 2600 ته رسېږي، په دې سره یې نوم د ګینس Guinness نړیوال ریکارډ ته داخل شو، په دې سره د دې ادارې په مسؤلینو هم دعوه وکړه، چې د ده له اجازې پرته یې د ده تشهیر کړی او د ده شخصي معلومات یې نشر کړي.

? دې د ظالم زوی په دې دعوو سره 850 زره ډالره ګټلي دي. یوه ورځ یې یوه خبریال سره مرکه کوله نو په غمژنه لهجه یې خبریال وپوښتی چې زه ولې ګوښی اوسم او هیڅوک مینه نه راسره کړي؟! خبریال له خندا ورته شین شو، په دې سره یې په خبریال او اړوند ټلویزون دعوه وکړه چې د ده سپکاوی یې کړی دی او له هغو یې هم څو ډالر وشکول.

نور به یې دلته بس کړو، هسې نه اوس په موږ هم دعوه وکړي چې زما له اجازې پرته یې زما عکس پورته کړی او زما په اړه یې پوسټ لیکلی ..

حضرت الله حیدري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button