د امریکا د کانګریس یو غړی د کرونا له امله ومړ
عزم(سه شنبه، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۹): د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد د تګزاس ایالت استازی رایت راین د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ویل شوي چې نوموړي تر دې وړاندې د سرطان ناروغي لرله خو پر کرونا تر اخته کېدو وروسته له تیرو درېیو اونیو راهیسې بستر و چې اوس یې ژوند له لاسه ورکړی.
د امریکا کانګریس له حکومت غوښتي چې د کرونا د واکسینو د وېش لړۍ دې چټکه کړي او په دغه هېواد کې دې د زرګونه کسانو د مړینې مخنیوی وکړي.
کرونا په ټوله نړۍ کې امریکا زیاته ځپلې، له یو ملیون زیات کسان پرې اخته شوي او لکونه نور یې له امله مړه شوي هم دي.