مهذبه او انساني اروپا کې انساني سپيان

په اروپا کې انساني سپي چې Human Pups ورته وايي تعداد ورځ تر بلې په ډيريدو دی.
دغه انسانان چې له ځانونو څخه سپي جوړوي او د څرمنې، پلاستيک او ربړ ته جوړ شوی د سپيو لباس اغوندي په دې فخر کوي چې په غاړه کې یې ځنځير واچول شي او لکه د سپيو راکش کړل شي، يا هم لکه د سپيو برخورد ورسره وشي .
د اروپا تر ټولو مخکښ مهذب او تمدن سرخيلې بريتانيا يا انګلستان کې د دغو انساني سپيو شميره له ۱۰ زرو څخه ډېره ده او دا تعداد ورځ تر بلې مخ په ډېريدو‌دی .
مشهورې بريتانوی اخبار ګارډين ته همدغسې يو انساني سپي په مرکه کې ويلي ول،
سپيان دلته په ډېر آرام او له سهولت ډک داسې ژوند تيروي چې عقل ورته حيرانيږي، سپيان مجبوره ندي کار ته لاړ شي، او يا لکه د انسانانو ودرديږي او وځوريږي، نو هم ښه وګڼله چې تر څو لکه د سپي ژوند غوره کړم او له دردونو، مشکلاتو او کار څخه ځان بيغمه کړم . کم از کم لکه د سپي خو به څوارلس ساعت خوب وکړم
حواله، د ګارډين، ميټرو، ميرر، نيوز ويک او ډيلي ميل مشهورې نريوالې ورځپاڼو څخه را ټولې شوې کرښې

میوند جمال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button