حافظانو ته ډالۍ

تپاندزهاد

شه مبارک دي دغه ستره کامیابي حافظه
د زړه له تله در کـومـه تـبـریکي حـافـظـه

شه آفرین دي پر والد او استادانو باندي
درسره کړي یې بې حده ده خواري حافظه

دیرش سِپارې دي په سینه کي لکه زړه ساتلي
ستر سعادت دي رب نصیب کړو قراني حافظه

کړي در په سر به په جنـت کي د اعزاز تاجونه
ښکلي ماڼۍ به درته در کړي اللهي حافظه

کړي به شکرونه اې حافظه د الله دربار کي
درته په برخه یې کړل ستره خوشحالي حافظه

د قدمنو لاندي ږدې دي فـرشـتي وزرې
د سپین جبین څه دي نور اورې نوراني خافظه

تپاندزُهاد) یم درته ایښې مي باڼه په لار کي
قدم را واخله را روان شه ګلابي حافظه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button