په نړۍ کې څومره څېړونکي (ريسرچرز) موجود دي؟

په نړۍ کې څومره څېړونکي (ريسرچرز) موجود دي؟نن سبا څېړنه ډېره موډ شوې ده او چې مازې يو سړی خپل مونوګراف ، د ماستري او دوکتورا تيزس وليکي يا يې راټول کړي نو په پوښ باندې بيا د نربچي له خپل نوم سره څېړونکي ليکلی وي! خو ايا کله مو فکر کړی دی چې په دې پراخه نړۍ کې چې د نفوسو شمېر یې له ۷ نيم ميليارده څخه اوښتی دی په رښتوني ډول څومره څېړونکي موجود دي، چې د څېړنو پايلې یې په نړۍ اغېز درلودلی شي ؟ د ټامسن رويټرز موسسې دا شمېره د ۲۰۱۶ تر پيل پورې د ۹ ميليونه په شاوخوا کې ښودلې ده. يانې له له څه باندې اووه نيم زره ميليونه نفوس څخه د ځمکې پر سر ۹ میليونه څېړونکي موجود دي. دا څېړونکي په ۲۱ بېلابېلو سترو برخو کې څېړنه کوي او د علم په برخه کې په نړۍ باندې اغېزلرونکي ماغزه ورسره دي. او په کلني ډول دوه ميليونه په نړيواله کچه معتبرې او منل شوې علمي مقالې ليکي او خپروي يې، له دې څېړونکو څخه یې دری زره او دوه سوه کسان بېخي د باور وړ او ستر څېړونکي دي، چې ۱۵۰۰ کسان یې يوازې د امريکا په متحده ایالاتو پورې اړوند دي، له هغه وروسته برتانیا، جرمني او چين تر نورو هېوادونو ډېر (معتبر او عالم )څېړونکي لري. د څېړنې په برخو کې بيا چاپېریال ټيکنالوژي او طب هغه برخه ده چې ډېرڅېړونکي پکې نوې څېړنې او موندنې کوي. او د امريکا کليفورنیا انسټيټيوټ اف ټيکنالوجي (پوهنتون) بيا تر نورو ډېر او ښه څېړونکي لري چې شمېر ۱۶۰ تنو ته رسېږي. د مساچوسسټ د ټيکنالوژي اينسټيټوټ (پوهنتون) بيا په دويمه درجه بهترين او ډېر څېړونکي لري.
عاېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: