مسیر ورځپاڼه: د کابل پنځمه حوزه د حکومت له واک بهر ده

عزم(پنجشنبه، ۲۳، سلواغه ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د کابل په پنځمې امنیتي حوزې او په دغه حوزه کې په روانو ناامنیو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: د کابل په ډېرو برخو کې بریدونه کېږي، خو پنځمه حوزه تر ټولو ډېره خونړۍ ده.

«په کابل ښار کې نږدې هره ورځ د چسپکي ماینونو چاودنې او بریدونه کېږي چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. د کابل په ډېرو برخو کې بریدونه کېږي، خو پنځمه حوزه تر ټولو نورو خونړۍ او وژونکې ده. له چسپکي ماینونو نیولې تر هدفي وژنو، غلاوو او نورو جرمونو پورې، په دې حوزه کې هر څه روان دی.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت د تېر په څېر تکراري ژمنې کوي، خو عمل نه کوي، چې له امله یې په دغه حوزه کې ناامني اوج ته رسېدلې ده.

«حکومتي چارواکو تل په کابل ښار کې د چاودنو، بریدونو او ناامنیو د مخنیوي ژمنې کړې دي، د پنځمې حوزې په اړه یې ژمنې ځانګړې هم وې، خو نه یې د ټول کابل ښار او نه یې هم د پنځمې حوزې په اړه ژمنې عملي کړې دي. د دې سیمې اوسېدونکي او د پېښو څارونکي وايي چې تر بلې هرې سیمې دلته بریدونه، وژنې او ناقانونۍ ډېرې دي، خو حکومت لاس تر زنې ناست دی.»

ورځپاڼې لیکلي، په دغه حوزه کې د هرې ناامنۍ تر شاه او د ناقانونه وسله‌والو سره د سیاسي مشرانو ملاتړ دی. «داسې ښکاریږي چې پنځمه حوزه د حکومت د پوره واکمنۍ سیمه نه ده، ځکه پکې دا ډول پېښې کېږي. کله خو د پېښو زیاتوالی او ډول داسې وي چې د سیمې خلک فکر کوي حکومت دا سیمه ناقانونه وسله والو، نورو ورانکارو ډلو، غلو او وژونکو ته ور پرې اېښې ده او پر دې سیمه یې د هغوی واکمني منلې ده. یا هم د حکومت چلند داسې دی چې په دې سیمه کې د نا امنیو، وژنو او غلاوو له لاملینو سره د ټکر او د هغوی د مخنیوي وړتیا نه لري او یا هم نه غواړي چې مخه یې ونیسي. بلکې تر ډېره ناقانونه وسله والې ډلې، غله او وژونکي چې په سیاسي مشرانو پورې اړه لري، په دې سیمه کې فعال دي. حکومت خو یا له دې سیاسي مشرانو سره معاملې لري او د هغوی د سیاسي ملاتړ په بدل کې یې پنځمه حوزه هغوی ته ور پرې اېښې ده او یا هم نه غواړي چې د غلو، وژونو او ناقانونه وسله والو پر ضد په ګام اخیستلو سره هغوی خپه کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button