د سولې مشورتي بورډ: د دوحې تړون یوه لویه لاسته راوړنه او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده

عزم (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹): د سولې او انسجام مشورتې بورډ وایي: د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه یوه لويه لاسته راوړنه ده او د دې موافقتنامې بشپړ تطبيق، سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده.
د سولې او انسجام مشورتي بورډ په یوه اعلامیه کې ويلي: په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې د فساد ، مخدره توکو توليد او قاچاق، نا امني، رشوت، د ځمکو غصب او د بيت المال او نړيوالو دونرانو د مرستو لوټ، په نړیواله کچه افغانستان بدنام کړ. د ښځو او بشري حقوق يي تر پښو لاندې کړل، ډيره ضعيفه منحصره حکومتوالي يي مروج کړه او تر ټولو بده یې دا چې په لکونو بېګناه افغانانو ژوند له لاسه ورکړ او بالاخره د ټولو کلتوري ، اجتماعي او اخلاقی بنسټونوړنګيدل، د تيرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې دي.
وړاندې په اعلامیه کې ویل شوي:
د دغې بدمرغه جګړې د پای ته رسولو لپاره لازمه ده چې د طالبانو ـــ امریکا تر منځ لاسلیک شوی د دوحې تړون په بشپړه توګه تطبیق شي او د سولې لپاره رښتینې هڅې وشي.
خو له بده مرغه چې ځينې افغاني ، منطقوي، امریکایي او نړيوالې جګړه غوښتونکې کړۍ شته چه خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ويني، دوی هڅه کوي چې د سولې په لاره کې خڼډ او ځڼډ جوړ کړي او غواړي چې د بهرنيو پوځيانو د پاتې کيدو له پاره پلمې ولټوي. د دې کړيو فعاليتونه بايد دقيق وڅارل شي.

همداراز د سولې او انسجام مشورتي بورډ د امریکا له نوې ادارې څخه غوښتي چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای د یوه افغان شموله او ټول منلي نظام لپاره فرصت برابر کړي او کوم مصارف چې نړیوال د افغانستان په جګړه کوي، هغه دې د افغانستان په بیا رغونه مصرف کړي.

بشپړه اعلامیه:

بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د سولې د پروسې لپاره وړاندیزونه او مشورې
د سولې او انسجام مشورتي بورډ د ناپئیلیو او سوله غوښتونکو افغانانو يو مشورتي بورډ دی چه د سوله غوښتونکو افغانانو په استازيتوب، د افغان سولې په باره کې بيلا بيلو جهتونو ته سپارښتنی او مشورې وړاندې کوي.
دا مشورتي بورډ د افغانستان سياسي ، حقوقي ، ديني پوهانو او د سولې فعالانو د با اعتباره متخصصو شخصيتونو څخه جوړ‎ شوی چې د افغانستان د خلکو ديني او ملي ګټو ته په کتو، خپلې مشورې ورکوي. مونږ په دې نظر يو چې افغانستان کې سوله، په منطقه او نړۍ کې د سولې په معنى ده.
۱۹ کاله د مخه، د سره اشغال او کورنيو جګړو د تباه کوونکو اثراتو نه د افغان ولس زخمونه لا جوړ شوي نه وو چی بيا ځلې د امريکا ، ناتو او په ټوله کې د ۴۹ هيوادونو له خوا اشغال او د خلکو د توقع بر خلاف هغه منفورې څيرې او کړۍ يي پر افغانستان حاکمه کړې چې په زر ګونو جناياتو کې لاس درلود.
د افغان ولس یوہ لويه برخه چی په سر کې یې طالبانو قرار درلود، د بن په کنفرانس کې د نظره وغورځول شول.
افغان ولس او په خاص ډول پښتون قوم د ترهګرو په نامه په ډيرې بيرحمۍ وځپل شو. د امريکا او ناتو له خوا جګړه پر دغو مظلومو افغانانو وتپل شوہ چې پايلې يي دواړو خوا وو ته په لاندی ډول دي:
اول : افغانستان کې د فساد ، مخدره توکو توليد او قاچاق، ناامني، رشوت، د ځمکو غصب، د بيت المال او نړيوالو دونرانو د مرستو لوټ، کچه په نړى کې تر ټولو لوړه شوه. د ښځو او بشري حقوق يي تر پښو لاندې کړل ، ډيره ضعيفه منحصره حکومتوالي يي مروج کړه او د ټولو نه مهمه، د لکونو بيګناه افغانانو ژوند له لاسه ورکول، او بالاخره د ټولو کلتوری ، اجتماعی او اخلاقی بنسټونو ړنګيدل، د تيرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې دي.
دويم : امريکا، ناتو او نورو متحدينو يي په دې جګړه کې خپل زرګونه اتباع له لاسه ورکړل، تريليونونه د تکس ورکونکو دالر يي ضایع شوه او په نړيواله سياسي صحنه کې يي حيثيت ته نه جبرانيدونکۍ تاوان ورسيد . نو د دې نه ختميدونکو جګړو د ختم له پاره سوله يواځينۍ د حل ليار دہ.

زمونږ مشورې او وړانديزونه دا دي :
۱ :- د څو کلونو هلو ځلو په نتيجه کې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ ، امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ په دوحه کې موافقتنامه لاسليک شوه. دا يوه لويه لاسته راوړنه ده چې سولې ته د رسيدو لپاره، د دې موافقتنامې بشپړ تطبيق يواځينۍ لاره بلل کيږي.
څرنګه چې په دې موا فقتنامه کې طالبانو تعهد کړى چې د افغانستان خاوره به د امريکا او نورو هيوادونو پر ضد نه استعماليږي، په مقابل کې يي افغان ولس د امريکا، منطقې او نړيوالو هيوادونو نه دا تعهد غواړي چې د خپلو پوځونو د مسولانه او پر ټاکلی وخت ويستلو تر څنګ، د نوي اسلامي حکومت نه ملاتړ او د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې نه کولو ضمانت وکړي.
۲ : ځينې افغاني ، منطقوي، امریکایي او نړيوالې جګړه غوښتونکي کړۍ شته چه خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ويني، دوۍ هڅه کوي چه د سولې په لار کې خڼډ او ځڼډ جوړ کړی او غواړي چې د بهرنيو پوځيانو د پاتې کيدو له پاره پلمې ولټوی. د دې کړيو فعاليتونه بايد دقيقا” وڅارل شي.
۳ : په امریکا کې تيرو دريوو ولسمشرانو په خپل وار قدرت ته د رسيدو سره سم، کوښښ وکړ چې جګړو ته شدت ورکړي، دا ځکه چهCIA ,پنتاګون ، په افغانستان کې موجودو ټولو امريکايي جنرالانو، پوځي او سياسي مسولينو، د جګړې د څرنګوالي او پر مختګ په اړه ، امريکا حکومت اوخلکو ته د درواغو ډک او جعلي راپورونه وړاندې کول. نو په دي حساب په تيرو دوه لسيزو کې، د افغانستان په اړه اکثرا ټولې پاليسۍ د همدې غير واقعي راپورونو پر بنسټ جوړې شوې دي. په دې مورد کې ستاسو توجه په واشنګتن پوست کې نشر شوي اسنادو (‏The Afghanistan papers )
ته را اړو.
نو ښه به دا وي چه ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي، سولې مذاکرو او یو افغان شموله منل شوی سیستم ته چانس ور کړ شي تر څو د يوې خواد امريکا او متحدينوځوانانو او بی ګناه افغانانو ژوند نور دخطر سره مخامخ نشي او د بلې خوا د جګړو مصارف په نړﺉ او افغانستان کی په خیریه، صحی او اقتصادی پرمختګ ولګول شی.
څرنګه چی په موجوده حالاتو کې امريکا او ټوله نړۍ د ژورو اقتصادي ستونځو سره مخ دي، خپلو د ماليه ورکونکو پيسې، د تيرو ۱۹ کلونو په شان د افغانستان د فاسدو واکمنانو په لاس نوری ضايع نه کړۍ. دا يوه بې اساسه ادعا نه، بلکې د ځینو نړیوالو تحقیقی ادارو لکه SIGAR څارونکې ادارې د راپورونو پر بنسټ ده. لطفا” د دې ادارو راپورونو ته مراجعه وکړۍ.
ومن الله توفیق

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button