که امریکا له طالبانو سره بیا جگړه پیل کړه!؟

خط اول:

د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ز کال د فبروري په ۲۹مه د سولې هوکړه لاسلیک شوه. که څه هم د دې هوکړې یو کال پوره کېږي؛ خو تر اوسه د دغه تړون ځینې مادې عملي شوي نه‌دي.

د تېرې جنوري میاشتې په ۲۰مه په امریکا کې نوي ولسمشر جو بایډن ته واک وسپارل شو او له طالبانو سره د شوې هوکړې د بیا ارزونې غوښتنه یې وکړه. د امریکا د نوي حکومت لوړپوړي چارواکي هره ورځ د افغانستان سولې په تړاو نوې څرګندونې کوي او خلک هم نه پوهېږي چې د بایډن اداره څه غواړي؟

دوی په افغانستان کې د ۲۰۰۱ز کال په شان بیا جګړه پیلوي، له طالبانو سره شوې هوکړه لغوه کوي، خپل عسکر تر نامعلومې نېټې په افغانستان کې پرېږدي او که‌نه، شوې هوکړې ته ژمن پاتې کېږي او له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپل عسکر په ټاکل شوې نېټه باسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د امریکا دفاع وزارت«پنټاگون» کې د خبرو پر مهال وویل، غواړي په مسوولانه ډول هغه جگړې پای ته ورسوي، چې ډېر کلونه یې دوام کړی. «زه به له وزیر اسټین او د نړۍ له مشرانو سره کار وکړم، څو هغه جګړې چې ډېر کلونه‌یې دوام وکړ، په مسوولانه ډول پای ته ورسوم او ډاډ ترلاسه کړم چې د ترهگرۍ گواښ نور نه‌شي کولی د امریکا د خلکو امنیت وگواښي.»

نوموړي وویل، امریکا به د خپلو حیاتي گټو د ساتلو لپاره له زور کارولو ډډه ونه کړي، خو د اړتیا پر مهال په جگړو کې د امریکا د امنیت د ساتلو لپاره جنگېدل او بری گټل دي، خو زور باید وروستۍ لاره وي، نه لومړۍ.

د حکومت اوسني چارواکي هم په‌دې هڅه کې دي، چې امریکا باید په افغانستان کې پاتې شي، جگړه نوره هم اوږده کړي او د دوی د غلا لپاره باید نورې مرستې هم وکړي. که څه هم په دغه جگړه کې خلک وژل کېږي، افغانستان نور هم د جگړې په ډگر بدلېږي، خو دوی ته مهمه دا ده چې یوازې دوی په واک کې وي او ډېرې غلاوې وکړي. د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش هم په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره په کتنه کې وویل، چې امریکا باید د دوحې تړون په اړه له سره غور وکړي او د دوحې په تړون کې د افغانستان د ثبات په اړه هېڅ ضمانت نه‌شته.

دانش وویل، امریکا له طالبانو سره د دوحې هوکړه په بېړه لاسلیک کړې او د افغانستان د راتلونکي ثبات او د سولې بهیر پایلو ته د رسېدو په هکله کوم ضمانت نه‌لري. «پر دغې هوکړې باید په بنسټیزه توگه بیا کتنه وشي؛ ځکه د دوحې هوکړه ډېره په بېړه لاسلیک شوې ده.»

د تېرې سې شنبې په ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني هم وویل، چې دوی داسې سوله نه غواړي چې د ورانیو نوی فصل پرانېزي، ځکه په افغانستان کې هغه وخت سوله راتللی شي، چې نړیوال او سیمه‌ییز هېوادونه یې تضمین وکړي. «پخوانۍ ورانۍ باید د خلکو لپاره یوه تجربه واوسي، تر څو دوهم ځل تاریخ تکرار نه‌کړو. که طالبان او ملګري يې سمه سیاسي لار غوره کړي په افغانستان کې سوله شونې ده.»

که امریکا بیا د جگړې ډگر ته راښکته شي!

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې وروسته دواړه لوري له یو بل سره په جگړه کې مخامخ شوي نه دي، خو امریکايي عسکرو ډېری ځل له‌دې تړون سرغړونه کړې او پر طالبانو او ولسي افغانانو یې هوايي بریدونه کړي دي او لا هم دغه بریدونه روان دي.

امریکا نه غواړي چې یو ځل بیا په افغانستان کې په جگړه ښکېله شي؛ ځکه اوسمهال په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر یوازې ۲۵۰۰ته رسېږي. په افغانستان کې د امریکا لگښتونه په بې‌ساري ډول کم شوي، دوی په تېرو شلو کلونو کې له بېلابېلو لارو بیا هم ونه توانېدل چې طالبان مات کړي، بلکې طالبان ورځ تر بلې غښتلي کېږي، زرگونه مجهز جنگیالي لري، اوس د نړۍ گڼو هېوادونو ته سفرونه کوي او خبره یې پر نړیوال دریځ هم اورېدل کېږي.

د امریکا نویو اعلانونو ته طالبانو هم په وار، وار غبرگون ښودلی او آن په ښکاره یې وویل، که امریکا په افغانستان کې پاتې شي، تر راتلونکو سلو کلونو پورې جگړې ته تیار دي. خو ښه خبره داده چې روانې جگړې ته سوله‌ییز حل پیدا شي؛ ځکه چې څومره جگړه غځېږي، افغانستان نور هم وروسته پاتې کېږي، خلک پکې وژل کېږي، بنسټونه نړېږي.

که امریکا بیا له طالبانو سره جگړې ته ښکته شي، دا ځل به جگړه ډېره متفاوته وي او امریکا به دا ځل داسې بربادۍ وگوري، چې آن خیال یې هم نه و کړی. امریکا باید د افغان چارواکو په تشو خبرو تېر نه وځي او که‌نه، د ویتنام تاریخ دلته تکرار شوی، خو دا ځل بیا هم ورسره مخامخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: