د نړۍ تر ټولو ستر مخلوق

آبي رنګه نهنګ Blue whale د نړۍ پر مخ د خالق ذات تر ټولو ستر مخلوق دی، دا تر یو غټ ډایناسور هم غټ دی تر 100 فوټه اوږدوالی لري.
یواځې د زړه وزن یې 1300 پونډه دی لکه الټو موټر. د ټول بدن وزن یې تر 136000kg پورې رسېږي، ځیني یې آن 200000kg وزن لري. ژبه یې د یو فیل په اندازه ده.
نوی زېږېدلی بچی یې 4000kg وزن او ۸ متره اوږدوالی لري چې په یوه ورځ کې 90kg وده کوي
د زړه او وینې رګونو کې یې یو بالغ انسان په هوسا ډول لامبو وهلی شي. غااات زړه یې په دقیقه کې یواځې دوه ضربه وهي.
د جیټ الوتکې د انجن زؤږ decibels140 ثبت شوی خو د دې بلامړګي شور او زؤږ 188 ته رسېږي، که دا په سړي را غړمب وهي نیمه ثانیه کې مړ یې.
دوی د خپل ملګري غږ او ژړا تر 1600km پورې اوریدلی شي.
معده یې په یو وخت د 1000kg په اندازه کوچنیو ماهیانو د خوړو ظرفیت لري، ورځنی خوراک یې 4000kg دی.
په ساعت کې 8km مزل کولی شي خو د اړتیا پر مهال یې چټکتیا تر 32km پورې رسېږي.
عمر یې د ۸۰ – ۹۰ کالو پورې رسېږي.

ع. حبیبي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button