طالبان: سپینه ماڼۍ دې د کابل او امریکا د جګړه خوښو کړیو په غوښتنه د اشغال د تمدید هڅه نه کوي

عزم(شنبه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۹): طالبانو په خپله اوونیزه تبصره کې د امریکا له خوا د دوحې تړون بیا ارزونې ته پاملرنه کړې او امریکایي چارواکو باندې یې یوځل بیا غږ کړی چې تړون ته ژمن پاتې شي.
طالبانو ویلي، د جو بایډن اداره د دې په ځای چې د خپلو ستراتيژیستانو او یا د کابل حکومت د چارواکو په محاسبه او ارزونه باور وکړي، باید د افغان ملت غوښتنه او متفقانه دریځ په نظر کې ولري. ځکه چې په وینا یې « تاریخي تجربې ښیي کله چې له بهرني ځواک سره د اشغال شوي هیواد ملت یا عام ولس مخالفت ولري نو که هر څومره ځواک او وسائل وکارول شي بیا یې هم نتیجه شکست او د اشغال خاتمه ده»

سرمقاله کې د امریکا د وتلو په پار په تیرو څو ورځو کې د ټولنیزو رسنیو د فعالانو هغه کمپاین ته هم اشاره شوې چې له مخې یې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کوله او زیاته شوې ده چې«د افغان ولس د اشغال ضد متحدانه موقف که له یوې خوا د مهمو مسائلو په اړه زموږ د ولس اتفاق او هم نظري ثابتوي. بل خوا امریکایي اړخ ته هم ځانګړی پيغام لري. هغه دا چې دلته د اشغال سره مخالفت د کوم خاص سیاسي جهت یا ډلې موقف نه دی. بلکې ټول ملت د خپلو دیني ارزښتونو په اساس له بهرني اشغال سره مخالفت لري. د روانو بدمرغیو سرچینه یې ګڼي او په عاجل ډول یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي»

سرمقاله زیاتوي، ددوحې تړون چې له مخې یې د افغانستان “اشغال” پای ته رسیږي دغه راز له افغانستانه امریکا ته د خطر نه متوجه کیدو خبره په کې تسجیل شوې؛ د افغانستان د مسئلې تر ټولو معقول، منطقي او عملي حل دی، چې نړیوال ملاتړ او اعتبار یې هم کسب کړی دی.
طالبانو د خبرداري په توګه ویلي، چې د افغانستان د موضوع د حل تر ټولو غوره لار همدې تړون ته ژمنتیا ده او په وینا یې چې « نورې لارې به یو ځل بیا د پخوانیو ترخو تجربو تکرار وي. »

د یادونې وړ ده چې وروستیو څو ورځو کې د افغان ولس بیلابیلو اقشارو د هیواد له مختلفو سیمو او د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه دا غږ پورته کړ چې بهرني ځواکونه باید هرڅومره ژر له افغانستانه ووځي.

د یادونې وړ ده چې په دې اړه په اجتماعي رسنیو کې د( د‏‎#get_out_of_Afghanistan
‎#افغانستان_پریږدئ
‎#افغانستان_را_رها_نماید)
تر عنوان لاندې متحدانه غږ د هر کله په نسبت بې ساری و، چې د هیواد په بیلابیلو ژبو له ټولو ولایاتو څخه یې په خلاف غږ راپورته شو او د ټولنې تقریبا ټولو اقشارو پرته له ژبني، سمتي، قومي او نورو توپیرونو په کې شرکت وکړ او د بهرنیانو له شتون سره یې د افغان ولس سرتاسري مخالفت یو ځل بیا ثابت او روښانه کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button