کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټه لغوه کوي

عزم(یکشنبه، ۲۶، سلواغه ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د لوبغاړو د غوراوي کمېټه لغوه کوي او د دې پر ځای یو نوی سیستم فعالوي او د همدې سیستم له مخې به افغان لوبغاړي د لوبو لپاره غوره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ عمومي مشر فرهان یوسفزي په یو ویډیويي پيغام کې ویلي، چې له دې وروسته به د همدې سیستم له لارې د افغانستان ملي، نولس کلنو، ایمرجېنګ او نورو لوبډلو ته لوبغاړي غوره کېږي.

«د افغانستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د لوبغاړو په غوراوي کې د لا ‌‌‌‌‌‌ډېر شفافیت راوستلو په موخه د لوبغاړو د مدیریت سېستم (Athlete Management System) رامنځته کړی چې د لوبغاړو د وړتیا ترڅنګ د بدن تناسب او ‌‌‌‌‌‌ډسیپلین به هم په همدې سېستم کې ثبتیږي. له دې وروسته به د افغانستان د ملي، نولس کلنې، ایمرجنګ او نورو لوبډلو ته د همدې سېستم په اساس د لوبغاړو غوراوی کیږي.»

نوموړي ویلي، د دې سیستم له مخې به ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي بهیر نور هم روڼ شي او د واسطو او خپلولۍ مخه به هم ونیول شي.

د یوسفزي په خبره، په دغه سیستم کې به د ملي او کورنیو لوبغاړو د ټولو لوبو ریکارډونه او معلومات خوندي وي او نور به لوبغاړي اړ نه وي چې د ملي لوبډلې ته د ورتګ لپاره په واسطو پسې وګرځي، ځکه د معلوماتو پر بنسټ به یې حق ورکول کېږي او دا به ورته واضح کیږي چې ولې او څنګه غوره شوی او یا نه دی غوره شوی. «د دغه سیستم پر بنسټ به زمبابوې سره هم د لوبو لپاره د افغانستان لوبډلې ته لوبغاړي ټاکل کېږي.»

https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/videos/124878632856212

د افغانستان د کرېکټ بورډ پر اداره او د غوراوي کمېټې په مشرانو له ډېر وخت راهیسې نیوکه کېږي، چې د افغانستان د لوبو لپاره وړ لوبغاړي نه ټاکي، بلکې د خپلولۍ او واسطې له مخې لوبغاړي ورته غوره کوي، چې ډېر وخت یې د ماتې لامل هم وي.

افغان لوبډله په راتلونکې مارچ میاشت کې له زمبابوې لوبډلې سره درې شل اوریزې او دوې ټېسټ«پنځه ورځنۍ» لوبې لري، خو تراوسه د دغو لوبو ځای او کره نېټه نه ده څرګنده شوې او نه هم ورته تراوسه لوبډله اعلان شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button