کندز کې طالبان د لسو پولیسو د وژلو ادعا کوي، خو چارواکی ۷ تنه ښیي

عزم(دوشنبه، ۲۷ سلواغه ۱۳۹۹): د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په ترڅ کې یې پوسته سقوط شوې او ولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې ۷ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي، خو وایي چې په ځوابي برید کې پنځه تنه طالبان هم وژل شوي.

بلخوا بیا طالبان د برید مسئولیت مني او وایي چې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند بخمل کوچه او بالا حصار ته نږدې سیمه کې یې په هغه پوسته برید کړی چې په ملکي خلکو یې هاوانونه ویشتل.

طالبانو ویلي چې په دغه برید کې یې پوسته نیولې، ۱۰ تنه عسکر یې وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button