پوهنې وزارت د ښوونځیو د آزموینو نیټه اعلان کړه

عزم(سه شنبه، ۲۸سلواغه ۱۳۹۹): پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سړو سیمو کې د ۱۳۹۹کال د آزموینو بهیر چې د کرونا له امله په ټپه دریدلی وه، پیلیږي

د وزارت اعلامیه کې راغلي، د سړو او نهایت ډیرو سړو سېمو د اول څخه تر دولسم ټولګی پوری یوازی کلنۍ آزموینه اخیستل کیږې او نمرې یی له (۱۰۰) څخه شمېرل کېږي.
دغه راز په شرایطو برابر زده کوونکي څخه د سامع آزموینه د پوهنې وزارت د لایحې له مخې اخیستل کیږې.
د پوهنې وزارت د مهالویش له مخې، سړو سیمو کې امتحانات په دې نیټو اخیستل کیږي:

؞له لومړي تر دریم ټولګي د کب”حوت” له ۲۰مې تر ۲۵مې نیټې/ ددرسونو پیل: د وري”حمل” په دریمه
؞ د شپې لیسې او عامو ښوونځیو له ۴ تر ۱۲ټولګیو به د کب “حوت” له ۱۰مې تر ۲۵مې /ددرسونو پیل: د حمل دریمه

د نهایت سړو سیمو امتحان: 

له اول تر دریم ټولګي د راتلونکي کال د وري “حمل” له ۲۰مې تر ۲۵مې نیټې او درسونه به یې د غوایي “ثور” په لومړۍ نیټه پیلیږي.
؞ له څلورم تر ۱۲ټولګیو امتحان به د حمل له ۱۰مې تر ۲۵مې دوام کوي او درسونه به یې د ثور په لومړۍ نیټه پیلیږي
؞نهایت سړو سیمو کې به د شپې لیسو امتحان د حوت له لسمې تر ۲۵مې دوام کوي او درسونه به یې د حمل په دریمه پیلیږي.

د سامع یا تقریري امتحان: 
سړو سیمو کې دسامع آزموینو له اووم تر ۱۲ټولګیو له ۱۰ تر ۲۵ د حوت پورې او د نهایت سړو سیمو به بیا له لسم تر ۲۵د حمل پورې واخیستل شي.

د مشروطو زدکوونکو امتحان:
د سړو سیمو له لومړي تر ۱۲ټولګیو د مشروطو شاګردانو امتحان به د حمل له دریمې تر ۱۳مې نیټې واخیستل شي او د نهایت سړو سیمو به بیا د ثور له لومړۍ بیا تر ۱۰مې نیټې اخیستل کیږي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button