که امریکا په کړې ژمنه عمل ونه کړي؟!

عنایت الله خاموش
په افغانستان کې د جګړې د ختمېدا او ستونزې د هوارۍ لپاره د دوحې تړون چې د اسلامي امارت او امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو، یو غوره اقدام و/دی او په افغانانو کې يې دا تمه پيدا کړه چې وروسته له اوږدې جګړې به سولې او ارامۍ ته رسېږي. دې تړون ته نه یوازې افغانان خوښ ول، بلکې د نړۍ اکثره هیوادونو هم خوښي څرګنده کړه او دغه تړون يې د افغان ستونزې د حل لپاره غوره اقدام وباله. خو؛ سره له دې په هیواد دننه او بهر ځينو کسانو دا تړون ونه شو زغملای او پرې خوښ نه شول. له دې جملې څخه په ارګ باندې حاکم ټېم و چې د دوحې تړون يې د افغانستان په زیان وباله. دوی ځکه د دې تړون مخالفت وکړ او دا يې یوه غوره اقدام ونه باله، چې له کبله يې د دوی واکمني ختمېده او د دوی د غلا و چور-چپاول مخنیوی کېده. که چېرته دوی د دوحې په تړون عمل وکړي، بیا نه غلا کولای شي او نه هم په واک کې پاتې کېدلای شي؛ نو يې د دوحې تړون مخالفت پيل کړ.
اوس دا دی تقریباً د دوحې تړون کال په پوره کېدو دی. که چېرته د دوحې په تړون عمل شوی وای، امکان و چې افغان ملت به له تلپاتې سولې او ارامۍ څخه برخمن وای. خو له بده مرغه چې یوه اړخ ته د امریکا په اوبو کې شګه ده او نه غواړي د افغانستان ستونزه ژر حل شي او له بلې خوا په ارګ باندې واکمن ټېم د دې لپاره چې واک، غلا او چور چپاول ته يې زیان ونه رسېږي، په یوه او بله بهانه د سولې خبرې ځنډوي او غواړي دغه پروسه له منځه یوسي.
لکه څنګ چې په تړون کې راغلي چې امریکا او نور متحدین به يې د تړون له لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه خپل عسکر باسي او په دې جریان کې به طالبان د راتلونکې په اړه له نورو افغان جهتونو یا سیاسي ډلو سره مذاکرات کوي او د راتلونکې حکومت او نظام په اړه به ورسره خبري کوي او په افغانستان کې به یو خپلواک اسلامي نظام جوړېږي، د طالبانو زندانیان به خوشي کېږي، د هغوی د مشرانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل کېږي او افغان خاوره به نړیوال امنیت ته د ګواښ په توګه نه استفاده کېږي. خو څه چې د تړون په متن کې راغلي ول؛ له هغو څخه يې په ډېرو لیږو مواردو عمل شوی او هغه هم داسې چې له ټاکل شوې مودې ډېر وروسته.
د دغه ۱۴ میاشتو په جریان کې، چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشت پاتې کېدلای شي، طالبانو ورسره ژمنه کړې وه چې په دوی به بریدونه نه کوي او دوی به هم د تړون مطابق په طالبانو او ملکي وګړو هوايي او ځمکني بریدونه نه کوي. طالبانو په خپله کړې ژمنه تر اوسه عمل کړی او په هیڅ یوه بهرني اتباع يې برید نه دی کړی او نه يې هم د بهرنیو عسکرو په مرکزونو بریدونه کړي. مګر امریکا او متحدینو يې څو-څو ځله په ملکي ځایونو او طالبانو بریدونه کړي چې مالي او ځاني تلفات يې هم له ځان سره درلودل.
له بله پلوه د امریکا ټاکنې او په امریکا کې د نوي حکومت راتګ او همدارنګه د امریکا په شمول، د نورو هیوادونو له لوري په طالبانو تورونه لګول او ډول- ډول اعلاميې صادرول؛ یوه بله هغه موضوع ده چې د افغانستان اوسنی حالت يې بیخي ګونګ کړی دی. څوک نشي ویلای چې له دې وروسته به څه رامنځته کېږي؟ د امریکا نوی حکومت به څه پرېکړه کوي؟ که امریکا له خپلې پرېکړي په شا کېږي، طالبان او نور د نړۍ هیوادونه به يې په وړاندې څه غبرګون ښکاره کړي؟ پایله يې یوه ده؛ یا به تلپاتې سوله راځي او یا به هم جګړه پسې اوږدېږي.
که چېرته جګړه ودرېږي، طالبان او د کابل رژيم په ګډون مقابل جهتونه یوې پرېکړي ته ورسېدل؛ ستونزه حل ده او په لنډ وخت کې به افغانستان له بحران څخه و ایستل شي. خو که چېرته امریکا او متحدین يې په خپله خبره ونه درېږي او د جګړې لور ته لاړ شي، بیا نو نه یوازې دا چې په افغانستان کې به جګړه وي؛ بلکې لرې نه ده چې لمبې به يې د امریکا په شمول د نړۍ نورو هیوادونو ته هم ورسېږي او امکان لري پایله يې دا شي چې نړۍ دریمې نړیوالې جګړې ته داخله شي چې دا حالت بیا نه یوازې د افغانستان په زیان ده، ټوله نړۍ به ولړزوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button