د لوګر هوایي ډګر

په نړۍ کې ټول حکومتونه خپلو خلکو ته دروغ وایي؛ خو، د دروغو اندازه، ډول او سطحه یې فرق کوي. د دروغو ډول، سطحه او اندازه هم د ملتونو د شعور او حافظې تر اټکلولو وروسته ټاکل کېږي. هوښیارو او محاسبو ملتونو ته یې حکومتونه لږ دروغ وایي، چې ډېر مجبور شي دروغو ته زړه ښه کوي او یا یې په دومره لوړ مهارت وایي چې رښتیا کېدل یې لسیزې وخت ونیسي.
زمونږ حکومت ډېر، پراخ، دایمي او د ټیټې سویې دروغ وایي. لامل یې دا نه دی چې زمونږ چارواکي غټ او بې سویې دروغجن دي، اصل کې مونږ آماده یو چې دا هر څه ومنو. هوایي دهلېزونو ته مو هوا ورکړه، د ابرېشمو لار (چې یو رېل یوازې یو ځل راغی او بیا مو ونه لید) ته ونڅېدو، اروپا سره یې په شپږو لاریو موټرو وصل کړو (فقط یو ځل څو موټر تر مدیترانې لاړل او بس)، چابهار د کراچۍ ځای ونیوهٔ او په دې توګه افغانستان نور د بدو ګاونډیو له اقتصادي محاصرې خلاص شو.
برېښنا مو دومره ډېره تولید کړه چې هند، پاکستان او بنګلدېش باندې یې پلورو؛ کابل کې مېترو جوړه شوه، کاسا یکهزار باندې خو لا جنګونه وشول، مظاهرې وشوې. د ټاپي پروژه تطبیق شوه او د ننګرهار ترکاري هم پاریس کې خرڅه شوه.
دا ټول دروغ مو ومنل، نو زمونږ حکومت حق لري چې ووایي لوګر کې داسې هوایي ډګر جوړوي چې د دوبۍ هوایي میدان سره سیالي وکړي. ځکه چې مونږ چا سره د تېرو حساب نه کوو، حافظه مو تېره زمانه په یاد کې نه ساتي.

عبدالستار سعادت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button