کرېکټ: زمبابوې د افغان لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

عزم(چهارشنبه، ۲۹، سلواغه ۱۳۹۹): د زمبابوې کرېکټ د افغان لوبډلې پر وړاندې د دوو پنځه ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د زمبابوې کرېکټ پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو لوبو لپاره یې لاندې ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

سین ویلمسن، لوبډلمشر، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرېنس ماسوري، برېنډوم ماتوا، تارسیا مسکندا، ریچمونډ موتمبامي، بلیسنګ مزرباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونلډ ټرېپانو.

ټاکل شوې چې د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه دوې پنځه ورځنۍ«ټېسټ» سیالۍ ترسره شي او له هغه وروسته د مارچ په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۰ درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې کېږي، خو اماراتو د کرونا له امله له زمبابوې سره خپلې الوتنې تر نامعلومې نېټې ځنډولي دي.

پرون د زمبابوې کرېکټ بورډ ویلي وو، که څه هم له اماراتو سره الوتنې ځنډول شوې، خو بیا هم خپله لوبډله اماراتو ته لېږي.

تر اوسه د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکو سیالیو لپاره نه لوبډلې اعلان کړې او نه یې هم تر اوسه یادو سیالیو ته مالي ملاتړ کوونکې اداره پیدا کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د روانې میاشتې له پیله د مالي ملاتړ لپاره اعلانونه کوي؛ خو تر اوسه یوې ادارې هم د یادو سیالیو لپاره زړه نه دی ښه کړی.

افغان لوبډلې تېره د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې په متحده عربي اماراتو کې ایرلینډ لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې تر اوسه څلور پنځه ورځنۍ لوبې کړي، چې له بنګه‌دېش او ایرلینډ یې بریاوې خپلې کړي، خو ویسټ انډیز او هندوستان پر وړاندې یې ماتې منلي دي.

د یادونې وړ ده، زمبابوې لوبډلې تراوسه په یوه شل اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او پاتې ټولې سیالۍ افغانستان ګټلي دي.

ټاکل شوې د روانې فبروري میاشتې په ۲۰مه د پاکستان کورنی سوداګریز لیګ پیل شي، چې پنځه افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له لوري پېرل شوي دي او اوسمهال پاکستان ته رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: