“قومندان جرم نه دی کړی”: د سلو افغانانو د قتل قضیه کې یوې اروپايي محکمې د المان ملاتړ وکړ

عزم (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹): پرون سه شنبه د اروپا د بشري حقونو محکمې د لسګونو افغان ولسي وګړو د قتل په یوه قضیه کې د جرمني ملاتړ وکړ.

د ۲۰۰۹ز کال په سپټمبر میاشت کې په کندز ښار کې د تېلو پر دوو تښتول شویو ټانکرانو باندې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د ۹۰ شاوخوا ولسي وګړي ووژل شول.

د دې مرګوني خونړي برید امر، ډګروال جورج کلین، چې هغه مهال په کندز کې جرمني ځواکونو د بېس قومندان و، ورکړی و. افغان حکومت هغه مهال وویل چې د ۳۰ ولسي وګړو په شمول ۹۹ کسان په یاد برید کې وژل شوي دي. خپلواکو بشري سازمانونو اټکل کاوه چې په برید کې د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ناټو هغه وخت ویلي و چې یاد ټانکران د طالبانو لخوا تښتول شوي وو او ولسي خلکو د برید پر مهال تېل ترې وړل. تر دې هوايي برید وروسته المان د هغو کسانو کورنیو ته ۵۰۰۰ ډالر ورکړل چې خپلوان یې یا وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي وو.

دا دی پرون سه شنبه د اروپا د بشري حقونو محکمې د جرمني په ګټه پرېکړه وکړه او دا یې د یاد الماني قومندان جرم ونه باله.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، نوموړی ډګروال په دې دلیل مجرم نه دی بلل شوی چې څارنوالان وايي، د برید په وخت کې نوموړي باور درلود چې هیڅ کوم ولسي وګړی په سیمه کې نشته. تر نړیوال قانون لاندې به نوموړی هغه وخت مجرم بلل کېده چې موندل شوې وه چې ده قصدا د ملکي وګړو د وژلو په نیت امر کړی و.

د عبدالحنان په نوم یوه بزګر، چې په یاد هوايي برید کې یې دوه زامن وژل شوي وو، د دې اروپايي محکمې د پرېکړې تر اورېدو وروسته نیویارک ټایمز ته ویلي، ”دوی سل کسان شهیدان کړل، موږ یې په ظلم سره بمبار کړو، نو دوی څنګه داسې بې انصافه پرېکړې کولای شي؟ آیا زموږ وینه د یوه الماني تر وینې کم ارزښت لري؟“

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: