مجاهد: د نیوزیلنډ په څیر دې ټول هیوادونه له افغانستانه خپل ‘ستړي’ عسکر وباسي

عزم(چهار شنبه، ۲۹سلواغه ۱۳۹۹):د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نیوزیلنډ هیواد د لومړۍ وزیرې “جسنډا اردن” د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې له افغانستان نه یې د ځواکونو د ژر ایستلو خبر ورکړی وه.
مجاهد ویلي«د نیوزیلنډ هېواد دا اقدام چې د دوحې د تړون په اساس خپل عسکر له افغانستان څخه باسي، د هرکلي وړ دی.»

طالب ویاند پر ټولو هغو هیوادونو، چې افغان جګړه کې یې خپل عسکر ستړي کړي، غږ کړی چې باید ددوحې تړون ته ژمن پاتې شي.
«مونږ له ټولو هغو هېوادونو څخه د ورته اقدام غوښتنه کوو چې د خپل هېواد عسکر يې د افغانستان په اوږده او نه ګټونکي جګړه کې ستړي کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې نن او سبا د افغانستان په هکله د ناټو د دفاع وزیران، برخلیک ټاکونکې غونډه کوي.
ناټو افغانستان کې د پاتې کیدو او نظامي حضور د تمدید هڅه کوي، خو امریکا بیا ظاهراً ددوحې تړون ته ځان ژمن بولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button