فېسبوک اسټرالیا کې خلک د خبري محتوا له کتلو او خپرولو بند کړي

فېسبوک د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اسټرالیا کې نور خلک پر فېسبوک باندې د کورنیو او نړیوالو خبري ادارو خبرونه نشي کتلای او شریکولای.

عزم (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹): فېسبوک په اسټرالیا کې خپل کارنان د خبرونو له کتلو او شریکولو منع کړي دي.

د سي این این د خبر له مخې، فېسبوک د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اسټرالیا کې نور خلک پر فېسبوک باندې د کورنیو او نړیوالو خبري ادارو خبرونه نشي کتلای او شریکولای.

فېسبوک دا ګام د هغه پېشنهاد شوي قانون په غبرګون کې اخلي‌ چې له مخې به یې د ټکنالوجۍ ستر شرکتونه مجبور شي چې خبري اژانسونو ته د هغوی د مطالبو په بدل کې پیسې ورکړي.

د فېسبوک د خبرونو د نړیوالو شراکتونو د څانګې مرستیال مشر، کیمپبل براون، په یوه بلاګ کې لیکلي، ”په اسټرالیا کې وړاندیز شوی قانون زموږ او د خپرندویه ادارو ترمنځ اړیکې له پامه غورځوي. خبره هغسې نه ده لکه څنګه چې ځینې وايي. فېسبوک خبري محتویات نه غلا کوي. خپروونکي پخپله پر فېسبوک باندې خپل مطالب خپروي“.

د خبري محتویاتو ترڅنګ، په اسټرالیا کې پر فېسبوک د کورونا ویروس په اړه معلوماتو او د ځینو بشري ادارو موادو ته هم لاسرسی بند شوی دی.

د فېسبوک دې اقدام په اسټرالیا کې دننه او له اسټرالیا بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.

په تېره جنوري‌ میاشت کې د اسټرالیا د سنا مجلس په یوه غونډه کې، فېسبوک ویلي و که دا قانون تصویب شي نو دوی په هېواد کې د خبري محتوا خپرېدل بندولای شي. ګوګل هم په همدې غونډه کې ګواښ وکړ چې که دا لایحه قانون شي، دوی به په اسټرالیا کې خپل پلټونکی ماشین له یوې مخې بند کړي.

اما د فېسبوک تر پروني اعلان مخکې، ګوګل داسې وښوده چې له خپلې مخکینۍ پرېکړې پر شا شوی او له خبري اژانسونو سره د اړیکو زیاتولو هڅه کوي. ګوګل او News Corp  شرکت د یوه درې-کلن تړون اعلان وکړ چې له مخې به یې ګوګل د یاد شرکت د مطالبو د لایسنس په بدل کې پیسې ورکوي.

 په دې وروستیو کې خپروونکو ادارو ټینګار ته زور ورکړی چې ټکنالوجيکي‌ شرکتونه باید پر خپلو پلټفارمونو باندې د خپرېدونکو موادو مزد د هغوی جوړوونکو ته ورکړي. د امریکا په متحده ایالتونو، اسټرالیا او نورو هېوادونو کې په همدې اړه د قوانینو پر جوړولو غور د د ټکنالوجۍ د سترو شرکتونو لپاره سرخوږی زیات کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: