د هرات تورغونډۍ ګمرک ۴ تنه مامورین د اختلاس په تور نیول شوي

عزم(پنجشنبه، ۳۰ سلواغه ۱۳۹۹): د هرات ولایت د والي د دفتر له لوري ویل شوي چې د دغه ولایت تورغونډۍ ګمرک څلور تنه مسئولین د اختلاس (غبن) په تور نیول شوي دي.

د والي دفتر ویلي چې دغو کسانو د یاد ګمرک عواید حیف و میل کړي، چې اوس د لویو جرمونو په وړاندې مبارزې د ادارې له لوري نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د هرات، بلخ، کابل او ننګرهار ولایتونو کې د داسې فساد خبرونه ورکول شوي وو چې په تړاو یې ځینې کسان هم نیول شوي.

په ورته وخت کې څو ورځې وړاندې د هرات اسلام کلا ګمرک کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوه چې سل ملیونه ډالر زیان یې واړوه، خو خلک پکې د ګمرک مامورین ملامت بولي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي، چې دغه پیښه د فساد او مسئولینو د عدم توجه له امله رامنځته شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button