کابل: مرموزه چاودنه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوو استادانو ژوند له لاسه ورکړی

عزم(پنجشنبه، ۳۰سلواغه ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې، نن غرمه مهال د کابل ښار د درېیمې ناحیې د علی آباد پر سړک پر یوه کرولا موټر د نښلیدونکي ماین چاودنه کې د کابل پوهنتون دوه تنه تکړه استادان شهیدان شوي دي.
خبري سرچینو ویلي: “مبشر مسلمیار” او “معروف راسخ” چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادان وه، ددغه برید هدف ګرځیدلي دي.

استاد “مبشر مسلمیار” مسلمیار څه موده مخکې د ملي امنیت لخوا داعش ته د تبلیغاتو په تور بندي شوی وه چې تر یوکلن بند وروسته بیرته خوشی شو.
د برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو په ټوله کې د مرموزو بریدونو په طراحي کې کورنیو او بهرنیو استخباراتي کړیو ته د پړې ګوته نیول کیږي.
ویل کیږي ددې کړیو موخه سوله ضد کړنې دي او سرچینه یې ارګ او ځینو لویدیځو سفارتونه دي.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم په یوه ورته برید کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس دکتور محمدخان عاطف هم شهید شوی وه.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button